لوبی
افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په درېیمه لوبه کې له نیپاله ماتې وخوړه
افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په خپلو دوه نورو سیالیو کې هم له سریلانکا او بنګله دېش څخه ماتې ماتې خوړلې وې.
د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د اسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په درېیمه ګروپي لوبه کې د یوه ویکټ پر توپیر ماتې وخوړه.
افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په خپلو دوه نورو سیالیو کې هم له سریلانکا او بنګله دېش څخه ماتې ماتې خوړلې وې.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.
د هېواد ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې لوبغاړو په ۳۵.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او له ۱۲۳ زیاتې منډې یې جوړې نکړې.
د لوبې په دوهیمه نیمايي کې د نیپال لوبډلې په ۴۱.۳ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځیدو ۱۲۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.
لوبی
افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.
د دودیزو غېږنیونې نړیوالې سیالۍ، چې د افغانستان پر کوربهتوب په کابل کې له درې ورځنیو سیالیو وروسته د اووه هېوادونو د لوبغاړو پر ګډون پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.
دې سیالۍ درې برخې لرلې: کورش، رستمي غېږنیونه او کشتینګېري، چې د سیمې د دودیزو رزمي ورزشونو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.
د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دوهیم مقام او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.
د رستمي غېږنیونې په برخه کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوهیم او تاجکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
په کشتینګېري برخه کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوهیم او افغانستان درېیم مقامونه وګټل.
لوبی
د یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو
د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.
نن(چارشنبه د غویي دوهیمه) د هېواد د غېږنیونې ملي فډراسیون د چارواکو په شتون کې له آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو تړون لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.
دا سیالۍ د پېنځه پړاویز پروګرام پر بڼه په پام کې نیول شوي او تړون یې د راتلونکو پېنځه پړاوونو لپاره لاسلیک شوی دی.
دغه راز دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر لسمې پورې به هره شپه د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ پورې په ۲زره ۵۰۰ کسیز ورزشي سالون کې ترسره شي.
دا هڅه په هېواد کې د رزمي سپورټ د ودې او د لوبغاړو د ملاتړ په برخه کې یو اړین ګام ګڼل شوی دی.
ویل کیږي، چې دا سیالۍ به د آریانا نړیوالې راډیو ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي.
لوبی
آریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
د سیالیو دوهیم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
آریانا ټلویزیون د تېر کال د لومړۍ پړاو له بریالي خپراوي وروسته د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو د تولید او خپرولو حقونه ترلاسه کړي دي.
د سیالیو دوهیم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
تمه ده، چې په دې سیالیو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د تنکیو، ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ګډون شاوخوا ۶۰ لوبغاړي برخه ولري.
دا سیالۍ به د ګروپي پړاو پر جوړښت پیل شي او تر پایلوبې ورسیږي. دا پړاو به یو ځل بیا د ۶ توپونو چټک سنوکر بڼه ولري.
په لومړي پړاو کې نوید نادري د رییس خان هوتک پر وړاندې ۷ پر ۶ اتلولي وګټله. ۳۲ کلن نادري له غوره یو اوونیزې سیالۍ وروسته اتلولي ترلاسه کړه.
د هېواد شپاړس غوره لوبغاړو، چې ډېری یې تنکي ځوانان ول؛ په پرانیستونکې سیالۍ کې برخه واخیسته او خپل ځلیدونکي استعدادونه یې نندارې ته وړاندې کړل.
د ملي سنوکر فډراسیون رییس وحیدالله اصغري هغه مهال له لوبغاړو داسې ستاینه وکړه، چې ځوانو لوبغاړو پیاوړې وړتیا ښودلې او د دې سپورټ راتلونکی هیله بښونکی دی.
د ټورنمنټ لومړی پړاو د آریانا ټلویزیون لهخوا په ټول هېواد کې تنظیم او خپور شواو په دې اړه یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د سیالیو پوښښ یې د پام وړ لیدونکي راجلب کړل.
سنوکر د افغانستان په ښاري سیمو کې ځوان نسل پر ځان راټول کړی؛ ځانګړي کلپونه لري او سیالیو ته جمتو کیږي. تمه ده، چې د آریانا سنوکر اتلولۍ جام بیا هم زړه راکښونکی شي او خپل پیاوړي لوبغاړي وځلوي.
تنظیم کوونکي وايي، چې دوهیم پړاو به هم تېر کال ته ورته بریالی ترسره شي او لوبغاړي به پر ملي کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoله اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
-
تازه خبرونه4 days agoچین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان روان کړکېچ سترې سیمهییزې پروژې ځنډولې دي- د روسیې سفیر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoسعودي عربستان د ایران د جګړې پر مهال په عراق کې هوايي بریدونه کړي دي
-
تازه خبرونه4 days agoد برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه کازان کې د افغانستان او روسیې د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه
-
نړۍ4 days agoچین ته د ټرمپ سفر؛ شي جینپینګ له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پرمختګ په اړه خبر ورکړ
-
نړۍ1 day agoد اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه
