Connect with us

لوبی

افغانستان د هندوستان پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې نن د هندوستان پر وړاندې راتلونکیو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته د ملي لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې خپله لوبډله وټاکله.

د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې په هندوستان کې به افغان ملي لوبډله له هند سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لومړنۍ دوه اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې جنوري میاشتې پر یوولسمه (راتلونکې پنجشنبې پر ورځ) پیل او له مهالوېش سره سم به دوه‌یمه لوبه د جنورۍ پر څوارلسمه او درېیمه لوبه پر اووه لسمه نېټه ترسره کړي.

د غوراوي کمیټې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ یادو لوبو ته یې د لومړي ځل لپاره ۱۹ لوبغاړي ټاکلي او موخه ترې نړیوال جام سیالیو ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د ابراهیم ځدراڼ تر لوبډلمشرۍ لاندې د لوبډلې نوملړ:

لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، اکرام علیخېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان.

کرکټ بورډ زیاته کړې: که څه هم راشدخان د لوبډلې په نوملړ کې شتون لري؛ خو دا، چې په دې وروستیو کې یې عملیات شوی، شاید د کومې لوبې لپاره د سیالۍ ډګر ته ونه دانګي.

دا، چې افغان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل له هندوستان سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کوي؛ نو په اړه یې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف وایي: مونږ خوشاله یوو، چې د لومړي ځل لپاره افغان اتلان د دوه اړخیزې لوبلړۍ لپاره هند ته سفر کوي. له شک پرته، چې هند د کرکټ په نړۍ کې یو لوی نوم دی او افغان اتلان اوس هغه حد ته رسېدلي، چې له پیاوړو لوبډلو سره سیالي وکړي او د تل په څېر د خپلې پیاوړتیا ثبوت نندارې ته وړاندې کړې.

افغان او هند لوبډلې به لومړۍ لوبه د هند په موهالي، دوه‌یمه په انډور او درېیمه هغه د هند په بنګلور لوبغالو کې ترسره کړي.

د یادولو وړ ده، چې دا سیالۍ د آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

لوبی

افغانستان د آسیا په اووه کسیز راګبي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.

Published

on

 

د افغانستان راګبي ملي لوبډلې په ۲۰۲۶ز.کال آسیا اووه کسیز راګبي سیالیو کې بنګله‌دېش ته د ۱۹ پر ۱۰ پر ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه.

دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.

د فیلیپین ملي لوبډلې په پایلوبه کې کوربه چین تایپه ته د ۱۹ پر ۱۴ له ماتې ورکولو سره له پنځه لوبو څخه د پنځه بریاوو پر ترلاسه کولو اتلولي خپله کړه.

چین تایپه دوه‌یم او افغانستان درېیم ځای خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه؛ بنګله‌دېش په څلورم ځای کې راغی.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، بنګله‌دېش، فیلیپین او چین تایپه څلور لوبډلو ګډون کړی و.

 

 

 

 

 

 

 

Continue Reading

لوبی

لبنان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې افغانستان ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه

لبنان له دې بریا سره شپږ امتیازونه ترلاسه کړل او د سیالیو د یوې‌څلورمې پایلوبې پړاو ته د لار موندلو په لور نږدې شو؛ خو افغانستان په دغو سیالیو کې د خپلې لومړۍ بریا په لټه کې دی.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱, ۱۴۰۵

 

د لبنان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ز.کال د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام په لړ کې د شنبې پر ورځ افغانستان ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه.

لبنان له دې بریا سره شپږ امتیازونه ترلاسه کړل او د سیالیو د یوې‌څلورمې پایلوبې پړاو ته د لار موندلو په لور نږدې شو؛ خو افغانستان په دغو سیالیو کې د خپلې لومړۍ بریا په لټه کې دی.

افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه ایران ته بایللې وه.

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې د دوشنبې پر ورځ له ویتنام سره مخ شي او لبنان به له ایران سره سیالي وکړي.

Continue Reading

لوبی

د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام؛ افغانستان له ایران څخه ۹ پر ۲ ماتې وخوړه

ایران، چې د دغو سیالیو څلور ځله اتل شوی؛ په« بان نام خِم» ساحلي لوبغالي کې پر لوبه بشپړ برلاسی شو او رضا دیري د درې ګولونو پر وهلو د خپلې لوبډلې په دې ستره بریا کې مهم رول ولوباوه.

Published

on

 

نن پنجشنبه( د لړم اته‌ویشتمه) د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ز.کال د تایلینډ د آسیاملتونو ساحلي فوټبال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د سیالیو له اتل ایران څخه ۹ پر ۲ ماتې وخوړه.

ایران، چې د دغو سیالیو څلور ځله اتل شوی؛ په« بان نام خِم» ساحلي لوبغالي کې پر لوبه بشپړ برلاسی شو او رضا دیري د درې ګولونو پر وهلو د خپلې لوبډلې په دې ستره بریا کې مهم رول ولوباوه.

محمد بهادري د افغانستان دواړه ګولونه ووهل.

افغانستان به خپله دوه‌یمه لوبه د شنبې پر ورځ له لبنان سره ترسره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!