Connect with us

لوبی

افغانستان په کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې ګروپي لوبې کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۱۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال کرکټ نړیوال جام په ګروپ کې به له نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، یوګانډا او پاپوا نیوګیني سره ولوبیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د جمعې پر ورځ د دغو سیالیو ګروپي مهالوېش اعلان شو.

د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام به د جون پر لومړۍ نېټه پیل شي او کوربه به یې ویسټ انډیز او امریکا وي.

په دې سیالیو کې به شل لوبډلې برخه اخلي.

لوبډلې پر پېنځه ګروپونو وېشل شوي او له هر ګروپ څخه دوه مخکې لوبډلې به اتم پړاو ته ځي.

افغانستان به په دې سیالیو کې لومړۍ لوبه د جون پر درېیمه له یوګانډا سره کوي.

افغانستان به بیا د جون پر اوومه له نیوزیلنډ، د جون پر دیارلسمه له پاپوا نیوګیني او د جون پر اووه لسمه له ویسټ انډیز سره لوبه وکړي.

د افغانستان د ګروپي پړاو ټولې لوبې د ویسټ انډیز پر کوربه‌توب ترسره کیږي.

لوبی

اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په نولسمه لوبه کې اټک انرژي ابو مسلم ته( ۴ ) پر ( ۰ ) ماتې ورکړه او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شلمه لوبه کې موج ساحل د عینو مېنې لوبډلې ته ( ۳ ) د ( ۰) پر توپیر ماتې ورکړه.

د اټیک انرژي لپاره خلیل احمد احمدي ( ۳ ) ګولونه او یارمحمد ذکرخېل (۱) ګول وواهه.

څلورم ګول د ابو مسلم لوبډلې له لوري د عبدالله شاه پر سر ترسره شو.

د دوشنبې د ورځ په دې بله لوبه کې عصمت الله هدفمند، محمد نذیر عزیزي او یاسر سلام د عینو مېنې پر وړاندې موج ساحل لوبډلې (۳) پر ( ۰) ګولونه ووهل.

د سې شنبې پر ورځ به د خراسان فارياب او ميوند ترمنځ د غرمې پر ۱:۰۰ بجه او د سرسبزياشلر او عدالت فراه ترمنځ له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې لوبې ترسره کړي.

دا سیالۍ به له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان پر لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په پای لوبه کې قرغزستان ته ۵ پر ۳ ماته ورکړه او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار مومي.

ټاکل شوې، چې د فوټسال نړیوال جام لسم پړاو به د ازبکستان پر کوربتوب د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر څوارلسمه پیل شي.

په دې سیالیو کې به څوارلس لوبډلې برخه واخلي؛ افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان هغه لوبډلې دي، چې د لومړي ځل لپاره یې د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله.

Continue Reading

لوبی

په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځلسمه لوبه کې موج ساحل لوبډلې سرسبز یاشلر هغې ته ۲ـ۱ او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شپاړلسمه لوبه کې سورخ پوشان لوبډلې میوند ته ۶ـ۰ماتې ورکړې.

د موج ساحل لپاره صنعنان رحیمي او عصمت الله هدفمند دوه ګولونه ووهل.

د سرسبز یاشلر یوازنی ګول محمد ناصر نیازي تر سره کړ.

د میوند لوبډلې پر وړاندې سرخ پوشان لوبډلې ۶ ګولونه وول، چې حبیب الله هوتک ۱، سمیر میرزي ۱، حمیر امیري ۱، امید رجبي ۲ او لوبډلمشر فرهاد عليزاده ۱ ګولونه ترسره کړي دي.

د یکشنبې پر ورځ به استقلال کابل له عدالت فراه سره د غرمې ير ۱:۰۰ او خدیم له جوانان واحدي سره له غرمې وروسته پر ۳:۳۰ بجو لوبیږي.

دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!