سوداگري
افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې پانګهونه پراخوي
د کرنې وزارت ویاند شېر محمد خاتمي زیاته کړې؛ پانګهوالو ته پر تخنیکي همکارۍ سربېره د ځمکې د وېش او اجارې زمینه هم رامنځته شوې ده؛ تر دې دمه شاوخوا ۷۲زره جریبه ځمکه د پانګهوالو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د کارولو لپاره ځانګړې شوې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي: دا وزارت ژمن دی، چې د هېواد کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې پانګهونه پراخه کړي؛ کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته پوره فرصتونه برابر کړي.
د کرنې وزارت ویاند شېر محمد خاتمي زیاته کړې؛ پانګهوالو ته پر تخنیکي همکارۍ سربېره د ځمکې د وېش او اجارې زمینه هم رامنځته شوې ده؛ تر دې دمه شاوخوا ۷۲زره جریبه ځمکه د پانګهوالو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د کارولو لپاره ځانګړې شوې ده.
چارواکي ټینګار کوي، چې د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ، اوبو لګولو، د محصولاتو بسته بندۍ، زیرمهکولو، ټرانسپورټ او سړو خونو په برخو کې پراخه وړتیا لرو او د خصوصي سکټور غړي کولی شي له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې استازي هم وايي، چې که وزارت د ځمکې تخصیص او تخنیکي همکارۍ لپاره مناسب شرایط برابر کړي؛ کورني پانګهوال به په دې برخه کې پانګهونې ته ډېر لېواله شي.
دغه راز ځینې خصوصي پانګهوال د کرنې وزارت پر فعالیت نیوکه کوي او وايي، چې د کرنې په برخه کې د افغانستان د لوړ ظرفیت سره – سره د محصولاتو معیاري کولو او ځانبسیاینې ترلاسه کولو لپاره کافي ګامونه اخیستل شوي ندي.
اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور مناسب او موخهییز پرمختګ کولی شي د هېواد لپاره د میلیارډونو ډالرو پانګونې فرصتونه رامنځته کړي او له کرنې وزارت څخه غواړي، چې د پانګهونې د راجلبولو لپاره ورته هڅوونکې کڅوړې وروپېژني.