Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان د یوه ځمکني پل په توګه ملتونه او بازارونه نښلوي – امیر خان متقي

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د چین د سېچوان ولایت په چینګدو ښار کي نړیوال اقتصادي او سوداګریز فورم ته په وینا کې ویلي؛ د ۴۵ کلونو راپدېخوا جګړې او ناامنۍ د دې لامل شوي، چې افغانستان د سیمه‌ییزې څلور لارې په توګه خپل حیثیت له لاسه ورکړي؛ خو اوس افغانستان یو ځل بیا کولی شي په سیمه‌ییز څلور لارې بدل شي.

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۶, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ويلي، چې افغانستان ځان په وچه کې راګیر هېواد نه ګڼي، بلکې یو پل دی، چې ملتونه، بازارونه او تمدنونه سره نښلوي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د چین د سېچوان ولایت په چینګدو ښار کي نړیوال اقتصادي او سوداګریز فورم ته په وینا کې ویلي؛ د ۴۵ کلونو راپدېخوا جګړې او ناامنۍ د دې لامل شوي، چې افغانستان د سیمه‌ییزې څلور لارې په توګه خپل حیثیت له لاسه ورکړي؛ خو اوس افغانستان یو ځل بیا کولی شي په سیمه‌ییز څلور لارې بدل شي.

هغه وایی: ” افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې؛ ځان په وچه کې راګیر نه‌ګڼي، بلکې نورو هېوادونو ته ورته ځان د ملتونو، بازارونو او تمدنونو سره د نښلولو پل ګڼي. تاسې پوهیږئ، چې دې پل د ۴۵ کلونو لپاره د جګړې او ناامنۍ له کبله خپل رول له لاسه ورکړی و؛ ځکه، چې جګړې او ناامنۍ ګاونډي هېوادونه د دې فرصت څخه محروم کړي وه، چې د افغانستان سټراتیژیک موقعیت د اقتصادي همکارۍ لپاره د څلور لارې په توګه وکاروي.”

امیر خان متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصاد پر بنسټ د بهرني سیاست پر تعقیبولو غواړي، چې له ټولو ګاونډ هېوادونو سره خپله سوداګري پراخه کړي او پدې توګه دایمي ثبات رامنځته کړي.

هغه ویلي: “افغانستان له خپلو پراخو طبیعي سرچینو، ځوان نفوس، کرنیزو تولیداتو او مهم جغرافیایي موقعیت سره کولی شي د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره پر سیمه‌ییزه څلور لارې بدل شي؛ ځکه، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو خوندي او باوري چاپېریال رامنځته کړی دی.”

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا هم ویلي، چې اوس په افغانستان کې د باور فضا رامنځته شوې او اسلامي امارت چین یو “ښه اقتصادي شریک” ګڼي.

هغه وایي: ” باید ووایم، چې چین نه یوازې یو ګاونډ هېواد دی، بلکې د افغانستان لپاره یو ښه اقتصادي ملګری هم دی. مونږ د کرنې، بېخبناوو او ټکنالوژۍ په برخو کې د چین رول خورا مهم ګڼو او هڅه کوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې برخو کې د دوامداره همکارۍ لپاره لار اواره کړو.”

ویل کیږي، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان ۲۰۰۰ نويو شرکتونو فعالیت پیل کړی او د فساد پر وړاندې اغېزمنه او جدي مبارزه ترسره شوې ده.

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سې‌شنبې پر شپه د فیض‌آباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې  پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووه‌ویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!