تازه خبرونه

افغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي

بلخي په دې مرکه کې، چې له سي‌بي‌اس نیوز خبریال امتیاز ټیاب سره ترسره شوې ویلي؛ د تېرو پېنځه کلونو تر ټولو ستره لاسته‌راوړنه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د امنیتي وضعیت ښه کېدل دي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له« سي‌بي‌اسنیوز» سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان د امریکا پر ګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتونکی دی.

بلخي په دې مرکه کې، چې له سي‌بي‌اس نیوز خبریال امتیاز ټیاب سره ترسره شوې ویلي؛ د تېرو پېنځه کلونو تر ټولو ستره لاسته‌راوړنه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د امنیتي وضعیت ښه کېدل دي.

هغه څرګنده کړې؛ په دې کلونو کې د افغانستان صادرات د ۲۰۲۰ز. کال پرپرتله له شاوخوا ۷۵۰ میلیون ډالرو څخه نږدې ۲ میلیارډ ډالرو ته لوړ شوي او د فابریکو شمېر هم له شاوخوا ۱۵۰۰ څخه نږدې ۶۰۰۰ ته رسېدلی دی.

امتیاز ټیاب په دې مرکه کې د بې‌کارۍ، لوږې او د میندو او ماشومانو د مړینې د لوړې کچې په ګډون ځینو ستونزو ته نغوته کړې ده او عبدالقهار بلخي یې په ځواب کې ویلي: افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی؛ خو حکومت د دغو ستونزو د اواري لپاره هڅې کوي.

د مرکې په بله برخه کې د نجونو د زده‌کړو موضوع هم مطرح شوې؛ ټیاب له اووم ټولګي څخه تر پوهنتون او د نجونو د زده‌کړو د محدودیت په اړه پوښتنې کړې دي.

بلخي ویلي، چې د نجونو زده‌کړې د دیني مدرسو، انلاین زده‌کړو او کورنیو زده‌کړو له لارې شونې دي او په کور کې زده‌کړه منع شوې نه‌ده.

بلخي د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په اړه هم ویلي، چې د ملکي وګړو د پر نښه کولو په اړه د افغانستان دریځ څرګند دی او دغه ډول بریدونه غندي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان به اجازه ورنه کړي، چې د دې هېواد خاوره د امریکا یا بل هر هېواد پر ضد د برید لپاره وکارول شي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان بانک د شتمنیو په اړه هم ویلي، چې دغه شتمنۍ د افغانستان د دولت دي او د هغو کنګل پاتې کېدل د افغانستان، امریکا یا نړیوال مالي نظام پر ګټه نه‌دي.

بلخي له افغانستان څخه د پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د اسلامي امارت حکومت نه‌غواړي د افغانستان پر دولتي شتمنیو معامله یا هوکړه وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان له امریکا سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی او د امریکا د ډیپلوماټیک حضور له بېرته ستنېدا او د کانونو او ګازو په څېر برخو کې د دې هېواد له پانګونې هرکلی کوي.

بلخي د مرکې په پای کې له افغانانو غوښتي، چې د هېواد د بیارغونې او پراختیا لپاره لاسونه سره ورکړي او څرګندوي، چې هیڅ بهرنی ځواک به افغانستان له خپلو خلکو پرته جوړ نه‌کړي.

Trending

Exit mobile version