Connect with us

تازه خبرونه

افغان بسیم او بیات بنسټ په تورخم او سپين بولدک کې راستنېدونکیو ته وړیا خدمتونه وړاندې کوي

خپور شوی

د

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د ځانګړیو انتنونو له نصبولو سره د سپین بولدک او تورخم په بندرونو کې له پاکستان څخه راستنیدونکیو افغانانو ته وړیا مخابراتي او انترنیتي خدمات وړاندې کوي.

افغان مهاجرو کلونه کلونه په پاکستان کې د ژوند کولو لپاره سخت کار وکړ؛ خو دا ټول یې یو دم له لاسه ورکړل.

دغه افغان کډوال، چې د پاکستان د حکومت له‌خوا پر زوره ایستل شوي؛ ټول شته یې په پاکستان کې پاتې دي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو له‌خوا د جبري شړلو خورا دردونکې څرګندونې لري.

کله، چې دا کډوال افغانستان ته ننوځي؛ له ټولو لږ اسانتیاوو ته لاسرسی لري؛ د دوی یوه مهمه اړتیا مخابراتي خدماتو ته لاسرسی دی.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت دغو مهاجرینو ته وړیا مخابراتي او انترنیتي خدمات وړاندې کړي او مهاجرینو ته وړیا سیم کارتونه وېشي.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مشر علي الله سروري وايي: مخابراتي خدمتونه چټک فعالول او هېوادوالو ته د وړیا سیم کارتونو برابرول مو د کاري ډلو کار دی. دوی نرینه او ښځو ته د سیم کارتونو په برابرولو کې مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د مخابراتي خدمتونو تر څنګ بیات بنیاد هم پر سلګونه راستنېدونکیو کورنیو ته خوراکي توکي وېشلي او روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

په تورخم کې له کډوالو سره د چلند کمیته د افغان بېسیم مخابراتي شبکې او بیات بنیاد له مرستو مننه وکړه.

په تورخم کې د مهاجرینو د چارو دولتي کمیتې عمومي رییس سید احمد میشمیر وايي: مونږ له افغان شرکت څخه خوښ یوو، چې په حساسو شرایطو کې یې کار کړی او مخابراتي اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.

دغه راز هغه کډوال، چې یوازې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له خدمتونو خوښي څرګندوي او وايي؛ دې خدمتونو دوی ته توان ورکړی، چې له خپلو خپلوانو سره اړیکه ونیسي.

له پاکستان څخه راستون شوی عبدالمطلب وايي: که مونږ سیم کارت ونه‌لرو؛ خپلوان به مو ورک شي او د سیم کارتونو له لارې مونږ کولی شو خپل خپلوان یو ځل بیا پیدا کړو او په افغانستان کې یې له خپلو خپلوانو سره اړیکه ونیسو. مونږ د دوی له دې کاره مننه کوو.

له پاکستان څخه راستون شوی حبيب الله وايي: مونږ ډېر ښه مشران لرو او له هغه وخته، چې زه دلته راغلم، ماته د افغان بېسيم سيم کارت راکړ شوی دی.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت او بیات بنیاد تل په ځانګړیو او بېړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرستې ته ورغلي او د مسوولینو د څرګندونو له مخې خدمات به یې روان وي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو بهیر ګړندی کیږي او هره ورځ زرګونه کورنۍ پر زور ایستل کیږي او د هېواد په کمپونو کې نوی ژوند پيلوي.

تازه خبرونه

اټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

Published

on

اټریش ویلي، چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یوه داسې تړون لاسلیک کړي، چې د مهاجرینو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو د ایستلو بهیر آسانه کړي.

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې؛ د اټریش کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د می پر اوومه ازبکستان ته سفر وکوي او دا تړون به پر رسمي بڼه لاسلیک کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل دغه تړون مهم بللی او څرګندوي، چې هدف یې د هغو کسانو انتقال دی، چې باید خپلو اصلي هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان ته ستانه شي.

په اروپایي ټولنه کې هم د هغو مهاجرینو د ستنولو بحثونه روان دي، چې د استوګنې حق نه‌لري؛ په ځانګړي توګه افغانان.

د اروپایي کمیسیون ویاند ویلي، چې په دې برخه کې له اړوند افغان چارواکو سره تخنیکي تماسونه روان دي.

دغه اروپایي چارواکی ویلي، چې دا تماسونه د اروپایي ۲۰ هېوادونو د کورنیو چارو او مهاجرت وزیرانو په ګډه غوښتنه پیل شوي او غوښتنه کوي، چې د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې دې ښه همغږي وشي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اندېښنه ښودلې؛ یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو مهاجرینو د ستنولو لپاره پلان جوړول پیل کړي، چې پر وینا یې د استوګنې حق نه‌لري یا هم پر جرمونو تورن دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کان‌کېندونکي له ژوند بې‌برخې کړل

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.

ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!