تازه خبرونه
افغان بیسیم ترافیک پولیسو ته اړوند تمځي جوړوي
افغان بيسيم مخابراتي شرکت نن دوشنبه د غویی ۵ د ټرافيکو له عمومي رياست سره د اړوند پولیسو د درېدو د غرفو او تمځيو د جوړولو تړون لاسليک کړ.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دغه پروژه میلیونونه افغانۍ لګښت لري او په پام کې ده، چې ترافیکو ته ۵۰ ښاري تمځي جوړ شي.
د افغان بېسیم شرکت مشر علي الله سروري وایي: دغه کار به ولایتونو ته هم وغزوي.
د ترافيکو رياست مسوولين د افغان بيسيم مخابراتي شرکت دا کړنهتایي او په نورو برخو کې يې د دغه شرکت د نورو ډېرو همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ترافيکو عمومي مدير حبيب الله مختار وایي: مونږ له افغان مخابراتي شرکت څخه مننه کوو او غواړو، چې په نورو برخو کې هم له مونږ سره مرسته وکړي.
د یادونې ده، چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت له دوه لسیزو راپدیخوا له دولتي ادارو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي او په ټول هېواد کې یې ګڼې پروژې پلې کړې دي.
تازه خبرونه
ازبکستان او ناروې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حل په بهیر کې د منظمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د ناروې له نوي ټاکل شوې سفیرې هلنه سنډ انډرسن سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د دوه اړخیزو همکاریو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو د حل په بهیر کې د منظمو خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د غونډې په لړ کې د ناروې سفیرې د افغانستان په اړه د ازبکستان د منسجم سیمهییز دریځ جوړونې له هڅو ستاینه وکړه.
دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د ملي اقتصاد د بیارغونې او د سیمهییزې نښلېدا په پروژو کې د دې هېواد د یوځای کېدا پر امکاناتو نظرونه تبادله شول.
دواړو خواوو په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ د ملاتړ لپاره د همکاریو او سیمهییزو تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
متقي د سعودي عربستان له سفیر سره په چین کې د کابل-اسلامآباد پر مذاکراتو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د ناستې پر مهال د چین په اورومچي ښار کې د سیمهییزو بدلونونواو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو مذاکرانو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او وایي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې نورې هم پراخې شي.
د سعودي سفیر زیاته کړې، چې سیاسي او امنیتي ثبات او همدارنګه په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه خورا مهم دي او ریاض په دې برخو کې له افغانستان ملاتړ کوي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره عملي او رغنده تعامل؛ د یوناما بنسټیزې هڅې او سیمهییزه همکاري
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو نږدې پېنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې څرګند بدلون رامنځته شوی او د انزوا پر ځای عملي تعامل ورته د پام وړ ګرځېدلی دی.
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې پر درې بنسټیزو برخو راڅرخیږي؛ سیاسي تعامل، پر بشري حقونو څار او د بشري مرستو همغږي. په داسې حال کې، چې افغانستان له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي؛ اوسنيو شته واقعیتونو ته پر پاملرنه، تعامل یوازنی عملي غوراوی دی. بندیزونه په ټوله کې ځانګړي اشخاص پر نښه کوي؛ خو د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د پانګونې او اوږدمهاله پراختیا مخه نیسي.
سیمهییزه همکاري په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره اړینه شوې؛ د سیمې هېوادونو د بشري لوژستیک، سوداګرۍ او بنسټیزو اړیکو په برخو کې خپل رول پراخ کړی او د ازبکستان ترمذ ښار د مرستو رسولو لپاره یو اړین مرکز ګرځېدلی دی.
په دې توګه د یو ګډ نړیوال چوکاټ رامنځته کېدا اوس هم ننګونکې ده؛ ځکه، چې د نړیوالو، سیمهییزو او افغان چارواکو ترمنځ بېلابېل لیدلوري شتون لري.
یوناما ټینګار کوي، چې د باور له نشتوالي سره – سره د خبرو اترو لارې خلاصې پاتې دي.
دغه راز د سیمهییز پرمختګ لپاره یو پراخ جوړښت هم مخ پر ښکارهکېدا دی. د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو سیمهییز مرکز پر ۲۰۲۵ ز. کال په الماتا کې د انټونیو ګوټرش او قاسم-جومارت توکایوف پر ملاتړ پرانیستل شو، چې موخه یې په منځنۍ آسیا کې پر اوږدمهاله لومړیتوبونو تمرکز دی.
په ټولیزه توګه دا بدلونونه له افغانستان سره د تدریجي او منظم تعامل پر لوري د چلند بدلون پر ګوته کوي او ښیي، چې نور دا هېواد د ګواښونو سرچینه نه، بلکې د فرصتونو د ځای په توګه لیدل کیږي.
-
نړۍ5 days agoد هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
-
تازه خبرونه4 days agoپه هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
-
نړۍ3 days agoایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
-
روغتيا5 days agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران او امریکا خبرې له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته هم هوکړې ته ونه رسېدې
-
نړۍ4 days agoد منځني ختیځ جګړه د نړۍ اقتصاد ته ګواښ دی
-
تازه خبرونه4 days agoامیرخان متقي او د ترکیې سفیر پر سیمهییزو بدلونونو خبرې وکړې
