Connect with us

تازه خبرونه

افغان بیسیم ترافیک پولیسو ته اړوند تمځي جوړوي

خپور شوی

د

افغان بيسيم مخابراتي شرکت نن دوشنبه د غویی ۵ د ټرافيکو له عمومي رياست سره د اړوند پولیسو د درېدو د غرفو او تمځيو د جوړولو تړون لاسليک کړ.

 د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دغه پروژه میلیونونه افغانۍ لګښت لري او په پام کې ده، چې ترافیکو ته ۵۰ ښاري تمځي جوړ شي.

د افغان بېسیم شرکت مشر علي الله سروري وایي: دغه کار به ولایتونو ته هم وغزوي.

د ترافيکو رياست مسوولين د افغان بيسيم مخابراتي شرکت دا کړنهتایي او په نورو برخو کې يې د دغه شرکت د نورو ډېرو همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ترافيکو عمومي مدير حبيب الله مختار وایي: مونږ له افغان مخابراتي شرکت څخه مننه کوو او غواړو، چې په نورو برخو کې هم له مونږ سره مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت له دوه لسیزو راپدیخوا له دولتي ادارو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي او په ټول هېواد کې یې ګڼې پروژې پلې کړې دي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، محمد ناصر آخوند په مازندران کې له ځايي کارخونو، د کبانو له روزنتونونو او د تازه مېوو له بسته‌بندۍ مرکزونو لیدنه کړې ده.

Published

on

 

د اسلامي امارت مالیې وزیر محمد ناصر آخوند ایران ته د خپل سفر په لړ کې مازندران ته تللی او د دې ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره یې د کرنې، سوداګرۍ او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، محمد ناصر آخوند په مازندران کې له ځايي کارخونو، د کبانو له روزنتونونو او د تازه مېوو له بسته‌بندۍ مرکزونو لیدنه کړې ده.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مازندران چارواکو د کرنې، سوداګرۍ او نورو اړوند برخو کې له افغانستان سره د مسلکي او تخنیکي همکاریو ډاډ ورکړی دی.

مازندران د ایران په شمال کې د کسپین بحیرې ترڅنګ موقعیت لري او د دغه هېواد له حاصل‌خیزو ولایتونو څخه دی.

د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ولایت پراخ لیمو او مالټې بڼونه او د کبانو ګڼ روزنتونونه لري، چې د ایران په اقتصاد کې مهم رول لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان ثبات د ټولې سیمې پر ګټه دی – سویس

دغه څرګندونې د افغانستان د بدلونونو او د هغو د سیمه‌ییزو اغېزو په اړه د یوې غونډې پر مهال د سویس د سفیر او د افغانستان لپاره د بریټانیا د ځانګړي استازي او په پاکستان کې د ناروې د سفیر له لیدنې وروسته مطرح شوې دي.

Published

on

 

په پاکستان کې د سویس سفارت ویلي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې پر ګټه دی او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې پرله‌پسې تعامل، د شریکانو ترمنځ نږدې همغږي او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د خبرو دوام اړین دی.

دغه څرګندونې د افغانستان د بدلونونو او د هغو د سیمه‌ییزو اغېزو په اړه د یوې غونډې پر مهال د سویس د سفیر او د افغانستان لپاره د بریټانیا د ځانګړي استازي او په پاکستان کې د ناروې د سفیر له لیدنې وروسته مطرح شوې دي.

په دې کتنه کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو او پر سیمه‌ییزو اغېزو خبرې شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره به مسلمانانو ته د جګړې اجازه ورنه‌کړم – د اسلامي امارت رهبر

نوموړي د مسلمانانو پر یووالي او پیوستون ټینګار کړی او څرګندوي، چې مؤمنان باید یو وجود وي او د یو بل ملاتړ وکړي.

Published

on

 

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده په کابل پوهنتون کې د فرمانونو د اغېزو د څېړلو په اړه د علمي ـ څېړنیز کنفرانس ګډونوالو ته ویلي، د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره به مسلمانانو ته د جګړې اجازه ورنه‌کړم.

نوموړي د مسلمانانو پر یووالي او پیوستون ټینګار کړی او څرګندوي، چې مؤمنان باید یو وجود وي او د یو بل ملاتړ وکړي.

آخوندزاده زیاته کړې؛ د فتنې د مخنیوي او د هغې د لارو د بندولو لپاره یې د اسلامي امارت مشري منلې او چمتو دی، چې د مسلمانانو د خوندي پاتې کېدا لپاره خپل ژوند قربان کړي.

نوموړي د دیني عالمانو پر رول هم ټینګار کړی او وایي؛ عالمان باید خلکو ته دین ورسوي، عامه افکار جوړ کړي او خلک د اسلامي امارت له تعریف او ماهیت سره بلد کړي.

هغه ویلي، د اسلامي امارت سیاست پر قرآن کریم او شریعت ولاړ دی او د امیر درناوی د رعیت درناوی دی.

همدارنګه آخوندزاده ویلي، د قصاص او شرعي حدودو فیصلې د ده له تنفیذي امر پرته نه تطبیقېږي او د اسلامي امارت له شتون پرته د شریعت پلي کول ناشوني دي.

په همدې کنفرانس کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلو یو شمېر جیدو دیني عالمانو هبت‌الله آخوندزاده ته د«شیخ‌الاسلام» لقب ورکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!