تازه خبرونه
افغان بیسیم د کونړ په چغان کې 3G خدمتونه فعال کړل
چغان د کونړ د مرکز یوه لرې پرته سیمه ده، چې خلک یې د افغان بیسیم له 3G انترنیتي خدمتونو برخمن شول.
چارواکي وايي، د دغو خدمتونو له پيلېدو سره به د چغان تر څنګ يو شمېر سيمې او ولسوالۍ هم له دغو خدمتونو برخمنې شي.
د کونړ د مخابراتو رییس سجاد وايي: د چغان په یوه لوړ ځای کې د افغان بیسیم سایت پرانیستل شو. دا یو ډېر ښکلی ځای دی. دا په مرکز پورې اړه لري او د مرورې ولسوالۍ او وټه پور ولسوالۍ ځینې سیمې یې هم پوښلي. مونږ د افغان بیسیم شرکت څخه مننه کوو.
په کونړ کې د اترا دفتر مشر اعجازالحق یوسفزی وايي: په پام کې ده، چې د کونړ ټولو ولسوالیو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو پروګرام وغزیږي.
د کونړ سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې د مخابراتي او انترنیتي خدمتونو د وړاندې کولو له کبله خوښي څرګندوي او وايي، چې د دې شبکې خدمات په کونړ ولایت کې پوره معیاري دي.
د کونړ والي احمد طحه وايي: له هر څه لومړی د افغان بیسیم له کارکوونکیو څخه مننه کوو، چې د کونړ خلکو ته یې دا خدمات وړاندې کړ. مونږ له ټولو شرکتونو او بنسټونو غواړو، چې د کونړ غرني ولایت ته دا ډول خدمات وړاندې کړي.
د کونړ والي مرستیال عبدالله حقاني وايي: کونړ یو غرنی ولایت دی. د ستنو شمېر بسنه نهکوي. زمونږ هیله دا ده، چې د خلکو ستونزې اوارې کړو او اسانتیا رامنځته کړو.
ځايي اوسیدونکي د افغان بیسيم شبکې له دغه کار څخه خوښي څرګندوي او غواړي، چې د دغه ولايت په ټولو لرې پرتو سيمو کې خلکو ته مخابراتي خدمات وړاندې شي.
د کونړ ولایت یو اوسیدونکی حیات الله نومی وايي: د دې سایت پرانیستل د دغو دوه ولسونو لپاره لویه لاسته راوړنه ده. له دې سره دغه دوه درې له مرکز سره ونښلول شوې. هغه ستونزې، چې پخوا خلک ورسره مخ ول، اوس حل شوې دي.
په ختیځ زون کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې مسوولین د کونړ خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دغه شرکت به د دغه ولایت ټولو لرې پرتو سیمو ته مخابراتي خدمات وړاندې کړي.
په ختیځ زون کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې مشر عطاالله ساحل وايي: دا سایت د دانګام، غازيآباد، ناړۍ، وټهپور او تر نورستان پورې د دغو دوه درو لپاره مهم رول لوبوي. که دا سایت نه وي؛ نور سایتونه نشي کولی دا خدمتونه وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان بیسیم شبکې د امنیت له رامنځته کېدو سره نه یوازې په ختیځ زون کې خپل مخابراتي خدمتونه پراخ کړي، بلکې په دې وروستیو کې یې دغې شبکې د دغه زون ډېرې لرې پرتې سیمې د 3G او 4G انترنیتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستې دي.
تازه خبرونه
اټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي
د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.
اټریش ویلي، چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یوه داسې تړون لاسلیک کړي، چې د مهاجرینو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو د ایستلو بهیر آسانه کړي.
د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.
د راپور له مخې؛ د اټریش کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د می پر اوومه ازبکستان ته سفر وکوي او دا تړون به پر رسمي بڼه لاسلیک کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل دغه تړون مهم بللی او څرګندوي، چې هدف یې د هغو کسانو انتقال دی، چې باید خپلو اصلي هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان ته ستانه شي.
په اروپایي ټولنه کې هم د هغو مهاجرینو د ستنولو بحثونه روان دي، چې د استوګنې حق نهلري؛ په ځانګړي توګه افغانان.
د اروپایي کمیسیون ویاند ویلي، چې په دې برخه کې له اړوند افغان چارواکو سره تخنیکي تماسونه روان دي.
دغه اروپایي چارواکی ویلي، چې دا تماسونه د اروپایي ۲۰ هېوادونو د کورنیو چارو او مهاجرت وزیرانو په ګډه غوښتنه پیل شوي او غوښتنه کوي، چې د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې دې ښه همغږي وشي.
سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اندېښنه ښودلې؛ یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو مهاجرینو د ستنولو لپاره پلان جوړول پیل کړي، چې پر وینا یې د استوګنې حق نهلري یا هم پر جرمونو تورن دي.
تازه خبرونه
په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کانکېندونکي له ژوند بېبرخې کړل
د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.
نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.
د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.
ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.
تازه خبرونه
په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو
د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریفالله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونهورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.
د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.
د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریفالله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونهورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.
دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نهده ټاکلې.
یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بېنظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.
څارنوالانو ادعا کړې، چې شریفالله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نهدي وړاندې کړي.
دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.
-
International Sports3 days agoآریانا ټلویزيون افغانانو ته د آسیا جام غوره لوبډلو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
تازه خبرونه5 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoآلمان پر بېلابېلو جرمونو محکوم ۲۵ افغانان کابل ته راولېږل
-
تازه خبرونه4 days agoپه اسعدآباد کې ملکي مرګ او ژوبله؛ یوناما د ملکي وګړو د ژغورنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه؛ ۴ «شهیدان» او لسګونه ټپیان
-
تحول4 days agoتحول:د کابل او ریاض ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار
-
څار4 days agoڅار: پر کونړ د پاکستان پوځي رژیم برید
