نړۍ
افغان زدهکړیالان بېرته ټولګیو ته ستنېدی شي- د سند عالي محکمې پرېکړه
دا پرېکړه داسې مهال رامنځته شوې، چې د پاکستان د طبي پوهنتونونو او د غاښونو څانګو شورا روانه میاشت ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی و، چې له افغان زدهکړیالانو سره افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي او په روان ښوونیز کال کې د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو او لېږدولو ډډه وکړي.
د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې د سېشنبې پر ورځ یوه طبي پوهنتون ته امر کړی، چې افغان زدهکړیالان بېرته ټولګیو ته پرېږدي او د هغو افغان زدهکړیالانو لپاره یې لنډمهالی قضایي ملاتړ هم غځولی، چې افغانستان ته د ستنېدا له امر سره یې مخالفت کړی دی.
دا پرېکړه داسې مهال رامنځته شوې، چې د پاکستان د طبي پوهنتونونو او د غاښونو څانګو شورا روانه میاشت ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی و، چې له افغان زدهکړیالانو سره افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي او په روان ښوونیز کال کې د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو او لېږدولو ډډه وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه زدهکړیالان، چې معتبرې ویزې لري او په رسمي پېژندل شویو زدهکړیزو پروګرامونو کې شامل دي؛ کولی شي خپلې زدهکړې بشپړې کړي. دې موضوع د طبي شورا د پرېکړې د پلي کېدا د څرنګوالي په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.
د سند عالي محکمې له دې مخکې هم د سېپټمبر پر څوارلسمه د هغو زدهکړیالانو پر وړاندې د یادې پرېکړې پلي کېدل درولي وه، چې پرې اعتراض شوی و.
د سېشنبې ورځې په غونډه کې د زدهکړیالانو وکیل ویلي، چې د سند جناح طبي پوهنتون افغان زدهکړیالانو ته ټولګیو ته د ننوتلو اجازه نهورکوي؛ د هغوی بایومټریک لاسرسی یې غیرفعال کړی او له لیلیو څخه یې د ایستلو لپاره هم اقدام کړی دی.
محکمې امر کړی، چې ټولګیو او لیلیو ته د زدهکړیالانو لاسرسی بېرته فعال شي او تر راتلونکې غونډې پورې دې د هغوی د زدهکړو بهیر نهدرول کېږي.
د ځینو زدهکړیالانو وکیل افتخار شاه ویلي، د دې قضایي د ملاتړ په یوه قضیه کې ۲۹ او په بله قضیه کې درې زدهکړیالان رانغاړي.
د افغان زدهکړیالانو قضیه داسې مهال روانه ده، چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا محکمو هم په جلا قضیو کې د یو شمېر افغان زدهکړیالانو او ډاکټرانو لپاره لنډمهالی قضایي ملاتړ صادر کړی دی؛ خو د بلوچستان عالي محکمې د یو شمېر افغان وګړو هغه غوښتنه رد کړې، چې غوښتل یې خپلې زدهکړې او طبي روزنه روانه وساتي.
همدارنګه په اسلامآباد کې یوې محکمې هم د یوه افغان ډاکټر ملاتړ کړی، چې د تخصص په دوره کې زدهکړې کوي. د دغو محکمو پرېکړو تر اوسه په ټول پاکستان کې د افغان زدهکړیالانو او ډاکټرانو وضعیت بښپړ روښانه کړی نهدی.
د سندهـ د قضیې ځینې زدهکړیالان د افغان وګړو لپاره د پاکستان د حکومت له بورسونو څخه پر ګټه اخیستنې زدهکړې کوي. دوه ښځینه زدهکړیالانې، چې تمه ده په ۲۰۲۷ز. کال کې د کراچۍ له یوې طبي څانګې څخه فارغې شي؛ وایي، چې د زدهکړو له بشپړېدا مخکې بېرته ستنېدل یې د زدهکړو د درېدلو لامل کېدی شي.
دا موضوع د ښځینه زدهکړیالانو لپاره ډېره اړینه ده؛ ځکه په افغانستان کې د اسلامي امارت لهخوا د ښځو لوړو او طبي زدهکړو ته لنډمهاله اجازه نه ورکول کېږي.