Connect with us

تازه خبرونه

امریکا دې له خطر سره مخ افغان خبریالان هم وباسي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د بې پولې خبریالانو ټولنې د امریکا له ولسمشر جوبایډن غوښتي، چې له خطر سره مخ افغان خبریالان له افغانستان څخه وباسي.

دې ټولنې ویلي؛ امریکا اوس یوازې د خپلو وګړیو او پخوانیو کارکوونکیو ایستلو ته لومړیتوب ورکړی او دا کار د دې لامل شوی، چې له خطر سره مخ کسان پاتې شي.

دې ټولنې په ډاګه کړې، چې له افغانستان څخه یې د لسګونه خبریالانو د ایستلو بیړني غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، چې امریکا باید د وګړیو د ایستلو ماموریت د پای نېټه وغزوي او له خطر سره مخ خبریالان هم وباسي.

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د خوست نړیوال هوایي ډګر ریاست دوبۍ ته په اوونۍ کې له ۳ الوتنو خبر ورکړ

د خوست ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ له دې وروسته به د کام ایر هوایي شرکت له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته هره اوونۍ درې الوتنې ترسره کوي.

Published

on

(Last Updated On: )

د خوست نړیوال هوایي ډګر ریاست ویلي، چې پخوا کام ایر هوایي شرکت له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د متحده عربي امارات دوبۍ ښار ته هره اوونۍ دوه الوتنې کولې؛ خو اوس ياد هوایي شرکت یوه بله الوتنه هم د خپلو الوتنو په مهالوېش کې اضافه کړې ده.

د خوست ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ له دې وروسته به د کام ایر هوایي شرکت له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته هره اوونۍ درې الوتنې ترسره کوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: هره یکشنبه، سې‌شنبه او پنجشنبه له خوست څخه دوبی ته او هره دوشنبه، چارشنبه او جمعه به له دوبۍ څخه خوست ولایت ته الوتنې ترسره کيږي.

ویل کیږي، چې په نږدې راتلونکې کې به خوست ته له یو څو نورو هېوادونو سره هم د الوتنو شاهدان واوسو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!