تازه خبرونه
امریکا د افغانانو د ټینګار په پایله کې له افغانستان وتلې – امیر عبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له یوې رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د یوه پلان له مخې نه، بلکې د افغانانو د سپیڅلي ټینګار په پایله کې ایستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د ايران حکومت په دې باور دی، چې امريکا له شل کلن پوځي حضور وروسته د افغانانو د مقاومت له کبله له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی؛ تهران به اسلامي امارت هغه وخت پر رسمیت وپیژني، چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
نوموړي دا هم ویلي، چې د امریکا امپراطوري مخ پر زوال ده.
هغه وايي؛ امریکا د خپل واک اوج ته رسېدلی وه؛ خو په افغانستان کې له ماتې وروسته د سقوط پر لوري روانه ده.
د دغه لوړ پوړي ایراني ډیپلوماټ د څرګندونو له مخې؛ امریکا او ناټو به په راتلونکي کې د نړۍ یوازني پوځي لوبغاړي پاتې نشي. نوي او پیاوړي ائتلافونه به راجوړ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې تهران ته د سفر پر مهال یې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې څرګنده کړې، چې د نوي حکومت د پر رسمیت پېژندلو معیار ټولګډونه حکومت دی.
اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی؛ د رسمیت پېژندلو ټول معیارونه یې پوره کړي او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان کې خپل سفارتي چارې بېرته پیل کړي.