تازه خبرونه
امير خان متقي د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې
د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د عامه اړیکو مشر ضیا امد تکل د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ايران ولسمشر دواړه هېوادونه ښه گاونډيان وبلل او وایي، چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې له افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی( سرپرست) او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر دوه اړخيزو اړيکو او په ايران کې مېشتو افغان مهاجرينو بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د عامه اړیکو مشر ضیا امد تکل د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ايران ولسمشر دواړه هېوادونه ښه گاونډيان وبلل او وایي، چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې له افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.
د خبرپانې له مخې؛ مسعود پزشکيان د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټينګار وکړ او افغان مهاجرو ته يې د آسانتياوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ویل کیږي، چې امیرخان متقي د دواړو هېوادونو پر مثبتو اړيکو او نږدې همکاريو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت پر زیاتوالي، مخدره موادو د قاچاق پر کنټرول او سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې د مهاجرينو د ستنولو بهير په تدريج ترسره شي او د هغوی چارې او پانګې زيانمنې نشي.