Connect with us

تازه خبرونه

امیر خان متقي په راروانه اوونۍ کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ګوري

خپور شوی

د

رویترز خبري آژانس د بهرنیو دیپلوماتانو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیتې د اسلام‌آباد په غوښتنه پاکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي له سفر سره هوکړه کړې ده.

د دغه راپور له مخې: امیر خان متقي، چې د ملګرو ملتونو په تور نولړ کې راغلی؛ راتلونکې اوونۍ به په اسلام‌آباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې د شاملیدو له کبله هیڅ هېواد ته د سفر حق نه‌لري.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي په یوه لیک کې د امنیت شورا د بندیزونو د کمیتې له ۱۵ غړیو غوښتي، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته لنډمهاله اجازه ورکړي، چې د مې له ۶ تر ۹ پاکستان ته درې ورځنی سفر وکړي. په دې سفر کې به د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

په دغه لیک کې پاکستاني استازي دا نه‌ده څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې به کوم مسایل مطرح شي. د پاکستان استازولۍ ویلي، چې حکومت به یې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر د سفر ټول لګښتونه پر غاړه واخلي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د نړۍ د ۲۳ هېوادونو او سازمانونو ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو پر کوربتوب په قطر کې د افغانستان له اسلامي امارت سره د اړیکو پر څرنګوالي خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک ویلي، چې د تړلیو دروازو ترشا په دې غونډه کې به پر مهمو مسلو لکه د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونه، ټولګډونه حکومتولۍ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او مخدره موادو قاچاق خبرې وشي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تویت کړی، چې د روانې اوونۍ په پای کې به د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي پر مشرۍ يو سياسي او تجارتي پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته ولاړشي.

په دې غونډه کې د چين، فرانسې، جرمني، هند، اندونيزيا، ايران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسيې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، بريتانيا، امريکا، روسيې، ازبکستان هېوادونو، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو ټولنې استازيو ګډون کړی دی.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!