روغتيا

اوس هم درمل له غیرقانوني لارو افغانستان ته واردیږي – د درملیزو خدمتونو ټولنه

Published

on

په هرات کې د درملیزو خدمتونو ټولنې مسوولینو ويلي، چې اوس هم د درملو د قاچاق بازار تود دى او هېواد ته ناقانونه درمل واردېږي.

په افغانستان کې د درملو د ټيټ کیفیت، لوړې بیې او قاچاق څخه تل شکایتونه کیږي.

د هرات اوسیدونکی احمد فردین جامي وايي، چې په هرات کې اوس هم د قاچاقي درملو بازار تود دی او په درملتونونو کې هم د درملو بیې یو له بل سره توپیر لري.

په لويديځ زون کې د درملیزو خدمتونو ټولنې رییس عبدالکریم شېرزاد په دې باور دی، چې اوس هم بازار سل په سلو کې نه‌دى کنټرول شوى او هېواد ته د درمل پر قاچاقي بڼه را وړل کیږي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ټینګار کوي چې د دوی د څارنې ډلې تل د درملو بازار کنټرولوي.

د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمد آصف کبیر ټینګار کوي، چې د روغتیايي قوانینو د مدیریت له لارې د درملتونونو د څارنې موضوع په خپله اجنډا کې لري او څو ځلې یې د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدام کړی، چې درمل یې په لوړه بیه پلورل او یا یې جوازونه تر وخت تېر ول.

دغه راز یو شمېر درمل پلورونکي په دې باور دي، چې د نړۍ په بازارونو کې بیې بدلېږي.

د هرات ښار د درملتون لرونکیو وکیل فریدون توخي وايي، چې افغانستان ته د اړتیا وړ درمل له سلګونه بهرنیو شرکتونو را واردیږي، چې بیې یې هم توپير لري.

په هرات کې سلګونه درملتونونه او د درملو واردونکې کمپنۍ شته؛ خو د درملو د بیو توپیر تل د خلکو لپاره یوه جدي ستونزه یاده شوې ده.

Trending

Exit mobile version