تازه خبرونه
ایران او افغانستان له مخدره توکو سره د مبارزې په اړه ګډه هوکړه وکړه
ایرنا خبري سرچینې پرون (سې شنبه د زمري دېرشمه) په خپل خپور شوي راپور کې لیکلي، چې اسلامي امارت او ایران له نشهيي توکو سره د مبارزې لپاره د معلوماتو پر تبادله هوکړې ته ورسېدل.
ايراني رسنيو له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د چارواکو او د اسلامي امارت تر منځ د هوکړې او همداراز له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه د ايران، افغانستان او پاکستان د درې اړخيزو هڅو له بيا فعالېدو خبر ورکړی دی.
ایرنا خبري سرچینې پرون (سې شنبه د زمري دېرشمه) په خپل خپور شوي راپور کې لیکلي، چې اسلامي امارت او ایران له نشهيي توکو سره د مبارزې لپاره د معلوماتو پر تبادله هوکړې ته ورسېدل.
د ایران له نشهایزو توکو سره د مبارزې ادارې مرستیال محمد زارعي ویلي، چې د اسلامی امارت له پلاوی سره په کتنه کې له نشهایزو توکو سره د مبارزې په اړه د معلوماتو د تبادلې او په دې برخه کې د تجربو او ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو هړکړه وشوه.
نوموړي دا څرګندونې کابل ته د ايراني پلاوي له سفر وروسته په يوه خبري ناسته کې کړي او د شوې هوکړې له مخې يې ويلي، چې له نشهيي توکو سره د مبارزې سيمهييز او څو اړخيز بحثونه بايد د اجنډا په سر کې وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې اړه لازمې پرېکړې شوي او لازم تدابير نيول شوي، چې دواړه لوري له معلوماتي وړتیاوو څخه پر ګټنې د نشهيي توکو د قاچاق وړونکیو لويې ډلې پر نښه کړي.
ایرنا همداراز د محمد زارعي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې له نشهایزو توکو سره د مبارزې لپاره د ایران، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزه نوښت فعالول، چې دفتر یې په تهران کې دی او اوس غیر فعال دی کابل ته د دغه سفر په لړ کې د دواړو لوریو یوه اړینه غوښتنه وه.
تازه خبرونه
د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم تائید شو
د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پليکېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون نن( چارشنبه د غویي نهمه ) په نوبتي غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد سیسټم تائید او دغه وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه.
د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پليکېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې سیسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دغه راز دې غونډې ته د ۲۲ هغو عامالمنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي، چې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل ترسره کړ او اقتصادي کمیسیون تایید او د اړوند ادارې لهخوا یې د کار پیلولو سپارښتنه وشوه. دا پروژوې ساختماني، اوسپنې پټلۍ او د برښنا رسونې او توزیع پروژې رانغاړي.
د یادونې ده، چې د ۲۲ عام المنفعه پروژو له جملې د نهو پروژو عملي چارې پيل شوې، چې کاري پرمختګونه هم لري.
تازه خبرونه
د لسګونو رسنیزو سرغړونو ارزونه؛ د سلګونو رسنیزو جوازونو صادرول او غځول
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ په همدومره وخت کې ۱۶ راډیوګانو، یوې اوبپاڼې، ۵ چاپي رسنیو، ۲ خبري آژانسونو، ۹۰ یوټیوب چینلونو او ۲۷ کلتوري بنسټونو او موسسو ته نوي جوازونه ورکړ شوي دي.
د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمیسیون څرګنده کړې، چې په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې یې د خبریالانو د شکایتونو د ارزونې او د رسنیزو سرغړونو د څېړنې لپاره لسګونه غونډې ترسره کړې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ په همدومره وخت کې ۱۶ راډیوګانو، یوې اوبپاڼې، ۵ چاپي رسنیو، ۲ خبري آژانسونو، ۹۰ یوټیوب چینلونو او ۲۷ کلتوري بنسټونو او موسسو ته نوي جوازونه ورکړ شوي دي.
دغه راز د ۲ ټلویزیونونو، ۲۹ راډیوګانو، ۴ چاپي رسنیو او ۱۲ کلتوري بنسټونو د فعالیت جوازونه هم غځول شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې ۷۶ د سرغړونې پېښې په غږیزو او انځوریزو رسنیو کې او ۳۵ نورې پېښې په ټولنیزو شبکو کې، چې یوټیوب، اوبپاڼې او نور پلاتفورمونه رانغاړي ثبت او ارزول شوي دي.
چارواکي وایي، چې پر دې سربېره د ۲۶ خبریالانو ستونزو ته هم رسېدنه شوې او په مرکز او ولایتونو کې د ورځپاڼو، اوونیزو او میاشتنیو خپرونو شاوخوا ۷ زره نسخې ارزول شوې دي.
له دغو هڅو څخه موخه د رسنیو د فعالیتونو تنظیم، د شکایتونو څېړنه او د خبریالانو د کاري وضعیت ښه کول بلل شوي دي.
پرمختګ او بشپړتیا
په پنجشېر کې له شمال ختیځو ولایتونو سره د هېواد د مرکزي ولایتونه د نښلولو هڅې روانې دي
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.
د پنجشیر سیمهییزو چارواکي ويلي؛ د دې ولایت د والي لهخوا د ۴۵۱ میلیون افغانیو پر ارزښت د پنجشېر او تخار ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.
چارواکو ویلي؛ پر تخار او پنجشېر سربېره به بغلان، بدخشان، کندوز او نور شمال ختیځ ولایتونه د هېواد له مرکز کابل سره ونښلیږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ د بدخشان- پنجشېر سړک، چې ۲۹۰ کیلومټره اوږدوالی او ۱۰ مټره پلنوالی لري؛ بشپړېدو ته نږدې دی. دغه راز د نورستان- پنجشیر ۱۶ کیلومټره سړک د جوړولو کار بشپړ شوی او په راتلونکي کې د دې ولایت والي د دې سړک د پراخوالي ډاډ ورکړ دی.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
لوبی4 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه4 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
نړۍ4 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
څار4 days agoڅار: په نړۍ کې د کډوالۍ ضد څپې پراخېدا
