تازه خبرونه
ایران له قطر سره په ایران کې د میشتو افغان محصلینو د زدهکړو په اړه هوکړه وکړه

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي په ایران کې د افغان محصلینو د زدهکړو په برخه کې له قطر سره هوکړه په ډاګه کړې ده.
په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي تویت کړی؛ افغان محصلینو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو په لړ کې نن ما د قطر او خلیفه د سفیر او د دغه هېواد پراختیایي صندوق له رییس الکوري کوربتوب وکړ.
هغه همدا راز په ډاګه کړې: په ایران کې د افغان محصلینو د زدهکړو په اړه ښې هوکړې وشوې؛ رغنده همکارۍ به د افغانستان د مسئلې په اړه د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره د مناسبو بېلګو د پلي کېدو لپاره یو شرط وي.
تازه خبرونه
په هند کې د افغانستان سفارت موضوع یوه داخلي مسله ده – هند

د فساد له راپورونو او په نوي دیلي کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له څارنې وروسته د هند حکومت ویلي؛ دا د دې هېواد یوه داخلي مسله ده، چې دوی په کې نه ښکېلیږي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ اسلامي امارت په رسمي بڼه د سفارت د څارنې د ترلاسه کولو لپاره د سفارت له ټینګار سره مخ دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا مسله په هند کې د افغان سفارت داخلي مسله ده.
اریندام باغچي ويلي: زمونږ له نظره؛ دا د افغان سفارت داخلي مسله ده او مونږ هيله لرو، چې دوی به يې په کور دننه حل کړي.
په هند کې د میشتو افغان کډوالو استازیو د روان کال د غویی پر ۲۶ په ديلي کې د افغانستان سفارت چارواکي د سفير په ګډون پر فساد تورن کړي وه، چې سفارت هغه مهال د فساد لګېدلي راپورونه رد کړل او په دې اړه په ډاګه کړې، چې د سفارت کارونه پر پوره ایماندارۍ او روڼتیا روان دي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیره او د امنیت شورا د اوسني پړاو مشرې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د غبرګولی پر ۳۱ / د جون پر ۲۱ نېټه جوړه شي.
د امنیت شورا د اوسني پړاو مشره لانا نصیبه وايي؛ افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اجندا په سر کې ځای لري.
په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیره او د امنیت شورا د اوسني پړاو رییسه لانا نصیبه وایي:
مونږ به د جون پر ۲۱ نېټه د افغانستان په اړه یوه غونډه ولرو. د مارچ په میاشت کې مو د افغانستان په اړه ډېرې غونډې درلودې. زمونږ د شورا اصلي موضوع افغانستان دی. زمونږ دنده د افغانستان د وضعیت ارزونه ده. زموږ تمرکز ډېر پر افغانستان دی او مونږ غواړو په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وضعیت کار وکړو، چې کړکېچن حالت لري.
نوموړې ټینګار کوي، چې عربي متحده امارات به د دغې شورا د غړي او د اوسني پړاو د مشر په توګه د افغانستان د قضیې په اړه د غړیو هېوادونو د همغږۍ د ساتلو هڅه وکړي.
لانا نصیبه ټینګار کوي، چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکي فریدون اوغلو به په نومبر میاشت کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه امنیت شورا ته د بیاکتنې بشپړ راپور وړاندې کړي.
دغه ترکی دیپلومات یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، په پام کې ده، چې د دې غونډې یوه مهمه موضوع به په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې وي.
له دې مخکې ملګرو ملتونو په دوحه کې د افغانستان په اړه د تړلو دروازو ترشاه غونډه کړې؛ خو داسې انګېرل کېږي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډې کومې پایلې ته رسېدلي نهدي.
دا په داسې حال کې ده، چې فاکس نیوز د جمعې پر ورځ څرګنده کړې؛ څو امریکايي سناتورانو په افغانستان کې د بشري حقونو د مسلې په اړه د اسلامي امارت پر ضد د نویو بندیزونو لګولو طرحه وړاندې کړې ده.
تازه خبرونه
تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې بریدونه کوي – راناثناءالله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله یو ځل بیا ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
د تحریک طالبان پاکستان فعالیت ظاهراً د اسلامآباد لپاره یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده.
له همدې کبله کله، چې د دغې ډلې د فعالیت خبره راپورته کېږي؛ پاکستاني چارواکي د تور ګوته کابل ته نیسي او وايي، چې دغه ډله له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناثناءالله ویلي: د افغان حکومت دریځ دا دی، چې مونږ د پاکستاني حکومت پر ضد د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ نهکوو؛ خو په اړه یې شکایتونه لرو. د دې ډلې کسان له افغانستان څخه پاکستان ته ننوځي. نږدې دوه میاشتې وړاندې یې مونږ ته وویل، چې مونږ به دوی له پولې څخه لرې انتقال کړو، چې پر پاکستان برید ته لاس رسی ونهلري.
اسلامي امارت د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دغو نویو څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو شتون او فعالیت رد کړی دی.
اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی؛ هیچا ته به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ورکاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړي پلاوي څه باندې یوه میاشت مخکې پاکستان ته تللی و او په اسلامآباد کې یې د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې پر سولې، دیپلوماتیکو اړیکو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی و.
-
تازه خبرونه5 days ago
یو شمېر کړۍ د ایران او افغانستان سرحدي نښتو ته لمن وهي – ایران
-
نړۍ3 days ago
بې پیلوته الوتکو د روسیې د تېلو پر دوه چاڼځایونو برید وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په سپين بولدک کې د باروړونکیو موټرو لپاره نارسمي لار پرانستل شوه
-
سوداگري2 days ago
پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د جنس پر جنس سوداګرۍ امر کړی
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د پاکستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ دوه اړخیز بحري لېږد رالېږد پیل شو
-
سوداگري2 days ago
اسلامي امارت د سرپل د کانونو پر استخراج د پانګونې نوی ډاډ څرګند کړ
-
سوداگري3 days ago
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د نړیوال بانک له راپور هرکلی وکړ
-
سوداگري4 days ago
د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک د تړل کېدو راپورونه رښتیا نهدي – مالیې وزارت