تازه خبرونه
جاپان په افغانستان کې له کروندګرو سره مرستې ته چمتووالی څرګند کړ
په افغانستان کې د جاپان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي؛ هېواد یې په پام کې لري، چې له افغانستان سره د بدیل معیشت په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي، چې د کوکنارو ځای ونیسي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر اوکادا تاکاشي له امیرخان متقي سره په کتنه کې ډاډ ورکړی، چې هېواد یې په پام کې لري له افغانستان سره د کوکنارو د بديل معيشت، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او نورو برخو کې خپلې مرستې زياتې کړي.
اوکادا تاکاشي ټینګار کړی، چې هېواد یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اقتصاد د ښه کولو په اړه هم خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې جاپان غواړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکې ماموریت کې د افغانستان لپاره مثبت رول ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: جاپان به راتلونکی کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه خپلې دندې پیل کړي او هڅه به وکړي، چې د یوه فعال ماموریت له لارې د افغانستان په اړه په امنیت شورا کې ښه رول ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په دې کتنه کې امیر خان متقي د جاپان له سفیره وغوښتل، چې د کوکنارو د کښت او اداري فساد په مخینوي او د امنیت په ټينګښت کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې نړیوالو ته روښانه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ په دې کتنه کې امیرخان متقي د جاپان سفیر ته ویلي، چې نړۍ ته د اسلامي امارت دا پیغام روښانه ورسوي، چې اسلامي امارت د کوکنارو د کښت او اداري فساد مخه نیولې او په ټول هېواد کې یې امنیت ټينګ کړی دی.
يو شمېر کارپوهانو ويلي: له کورنۍ او بهرني انزوا څخه د افغانستان د ژغورلو لار په داخلي او خارجي مرستو پورې تړلې ده؛ خو پدې شرط، چې هېوادونه له افغانستان سره صادقانه ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې جاپان څه موده کې له افغانستان سره د ۱۰۶ میلیون دالرو مرسته اعلان کړې او پر دې سر بېره له اسلامي امارت سره د جاپان دیپلوماتیک تعامل هم نرم بلل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی کوي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ2 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه3 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تحول5 days agoتحول: د تهران او کابل د اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
