Connect with us

لوبی

حشمت الله شهیدي هم  پر ندرلیند خپله بریا افغان مهاجرینو ته ډالۍ کړه

خپور شوی

د

 تېره شپه د کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ندرلیند پر و‌ړاندې د ۷ ویکتو له بریا تر لاسه کولو وروسته خپله دغه بریا هغو افغان مهاجرینو ته ډالۍ کړه، چې پاکستانیو لنډمهالو مشرانو له نیولو او لوټلو وروسته له ایستلو او شړلو سره مخ دي.

له ده مخکې ابراهیم له افغان مهاجرینو سره ورته خواخوږي څرګنده کړې وه.

د ESPNcricinfo د څرګندونو له مخې، شهیدي په لکنو کې له آرامۍ څلورمې بریا وروسته خبرې کړي، چې د افغانستان نمرې یې ۸  ته ورسولې او لوبډله یې نیمه پایلوبې ته نږدې کړې. البته د آسترالیا او جنوبي آفریقا پر وړاندې دوه لوبې یې پاتې دي.

شهیدي له لوبې وروسته وویل: اوس‌مهال ډېري کډوال په سخت حالت کې دي؛ مونږ د دوی ویدیوګانې ګورو او مونږ یې په اړه غمجن یوو او مونږ په دې سخت حالت کې له دوی سره یوو. زه دا بریا هغو مهاجرینو ته، چې له ځورونې سره مخ دي او همدارنګه د هېواد ټولو خلکو ته ډالۍ کوم.

پاکستان پرېکړه کړې؛ شاوخوا دوه میلیون هغه افغان کډوال وباسي، چې ویل کیږي په غیر قانوني توګه اوسیږي.

دې مسلې د کرکت پر ملي لوبډلې هم اغېز کړی دی.

ابراهیم ځدراڼ په چنای کې د پاکستان پر وړاندې له بریا وروسته خپله بریا هغه مهاجرو ته ډالۍ کړه، چې پر زور وتلو ته اړ شوي وه.

د افغانستان روزونکي جوناتان ترات د جمعې پر ورځ د ندرلیند پر وړاندې له بریا وروسته وویل: زه فکر کوم، چې لوبغاړي له هر هغه څه سره، چې په هېواد کې تېريږي. که هغه زلزله وي یا نورې ستونزې؛ همغږي یوو او زه فکر کوم، چې دوی له هغې خوند اخلي، چې د افغانستان خلکو ته خوښي راوړي او همدا خپله دا خوشالي نورو ته لېږدوو.

افغانستان اوس د نمرو د لښتیلیک په پېنځم ځای کې دی؛ د منډو په درجه کې اوس هم له څلور غوره لوبډلو بهر؛ خو له نیوزیلند او آسترالیا سره مساوي دی. د دوی بله لوبه د سې شنبې پر ورځ په ممبي کې له آسترالیا سره او بیا له سویلي آفریقا په احمد آباد کې ده.

ترات ویلي: مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې خپلو سیالانو ته ډېر نه ګورو او هغه څه هیر کړو، چې باید ښه یې ترسره کړو؛ ځکه، نو مونږ په ښکاره له آسترالیا سره چمتو کوي. له سویلي آفریقا سره، چې یو خورا ښه لوبډله ده. اوس‌مهال مونږ پر آسترالیا راځرخوو او د ماتولو لپاره یې هڅې کوو.

لوبی

آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۴

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه‌ او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.

په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګول‌ساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.

ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینه‌والو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینه‌والو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.

په افغانستان کې د دې مراسمو مینه‌وال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.

Continue Reading

لوبی

کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

Published

on

د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼه‌ګونې سره مخ او مینه‌والو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینه‌والو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینه‌والو د زړه‌راکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

Published

on

د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.

له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!