تازه خبرونه
حکومت دې له وړتیاوو برخمن ځوانان پر کارونو وګوماري – ځوانان
د هرات ځوانان له حکومته غواړي، چې د حکومتوالۍ په برخه کې له لوستي او پر کار پوه نسل څخه کار واخلي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو شاوخوا یو نیم کال تېرېږي او په دې موده کې ګڼشمېر لوستو ځوانانو خپل هېواده پرېښی او ځيني یې، چې په دولت کې یې کار کاوه د دندو پریښودو ته اړ شوي دي.
په همدې حال کې د هرات ځوانان د ځوان نسل د استعدادونو او وړتیاوو په برخه کې د حکومت پر نه پاملرنې نیوکه کوي.
دغه ځوانان له دې کبله اندېښمن دي، چې ډېر لوستي کسان هېواد پرېږدي او یا له حکومته ایستل کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستیال وايي؛ ځوانان د هېواد ۶۷ سلنه نفوس جوړوي او حکومت ژمن دی، چې له دغو ظرفیتونو او استعدادونو څخه د حکومتوالۍ د ښه والي او پراختیايي چارو په برخه کې کار واخلي.
د ځوانانو چارو مرستیال په دې وروستيو کې د هېواد بیارغونې ته د ځوانانو د هڅولو پروګرامونه پيل کړي او په ولايتونو کې یې له ځوانانو سره خبرې هم کړې دي.
مدني هڅاند عبدالهادي قانع وایي: له بده مرغه، چې څه باندې یو کال تېر شو؛ خو مونږ ونشو کولی، چې د ځوانانو د رواني فشار او د بې روزګارۍ له ستونزې سره مقابله وکړو؛ ځکه، نو لږ تر لږه له ځوانانو سره د لنډ مهاله او ګټورو پلانونو لپاره په ولایتونو کې د ځوانانو د غوښتنو د اورېدلو لپاره ملي خبرو اترو ته اړتیا ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال په دې ورځو کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له ځوانانو سره په خبرو بوخت دى؛ هغه د هرات له ځوانانو سره په لیدنو کې ژمنه وکړه، چې له ځوان نسل څخه به د حکومتوالۍ په برخه کې کار اخلي. هغه وايي، دا مهال ځوانان د هېواد شل میلیون وګړي جوړوي، چې نیمايي یې نجونې دي؛ خو حکومت ژمن دی، چې د ځوانانو له ظرفیتونو او استعدادونو کار واخلي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد یونس راشد وایي: له بده مرغه زمونږ دښمنان وايي چې ځوانان د افغانستان په ټولنه، دولت او اقتصاد کې د پام وړ ونډه نلري؛ خو دا منفي تبلیغات دي. د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د هېواد د ګرانو ځوانانو په حق کې ونډه واخلي. اوس په وزارتونو او دولتي ادارو کې زیاتره کاري ځواک ځوانان دي.
که څه هم د هرات ځوانان په دې باور دي، چې په تېرو دوه لسیزو کې د ځوان نسل لپاره کوم لوی کار ندی شوی؛ خو اوس هیله من دي، چې د اسلامي امارت مسوولین به لوستي او با استعداده نسل ته دا فرصت ورکړي، چې له وړتیاوو او استعدادونو یې ګټه واخیستل شي.
د هرات اوسېدونکی غلام یحیی عزیزي وایي: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست باید د ولسوالیو په کچه د سواد زدکړه، انګلیسي ژبه او تعلیمي پروګرامونه پیل کړي، چې ځوانان وکولی شي له دغو پروګرامونو ګټه پورته کړي او د خپلو زدکړو کچه لوړه کړي.
د هرات یو بل اوسېدونکی احمد فرزاد فخري وایي: مونږ غواړو، چې ځوانان په لویه کچه کار وکړي او د ځوانانو له استعدادونو څخه د سترو موخو لپاره کار واخیستل شي. نن ورځ مونږ ډېر ځوانان لرو، چې استعدادونه او وړتیاوې لري؛ خو د هغوی له ظرفیت څخه کار نه اخیستل کیږي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني ویلي: زمونږ تر ټولو لویه هڅه دا وه، چې ځوانان مو د امید جوړونې او هوساینې پر لوري وهڅول شي او تر یوه حده مو ځوانانو ته ډېر تعلیمي پروګرامونه او کورسونه وړیا برابر کړي دي.
که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي په بېلابېلو غونډو کې له لوستي او ځوان ځواک سره نوې ژمنې کړي دي؛ خو ځوانان په دې باور دي، چې دا ژمنې باید پاې او عملي شي.
تازه خبرونه
کابل د منځنۍ آسیا او افغانستان د مشورتي خبرو کوربتوب کوي
د دې غونډې مشري به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو لوړ پوړي استازي به په کې ګډون وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت پر نوښت نن(یکشنبه د وري شپاړلسمه / د اپریل پېنځمه) “د افغانستان او منځنۍ آسیا مشورتي خبرې ” تر سرلیک لاندې غونډه ترسره کېږي.
د دې غونډې مشري به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو لوړ پوړي استازي به په کې ګډون وکړي.
په دې غونډه کې به د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسلو او همدارنګه د سیمهییزې همکارۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په اړه بحث او خبرې وشي.
تازه خبرونه
چین ته له پاکستاني لوري سره د خبرو لپاره د اسلامي امارت د منځنۍ کچې د پلاوی سفر تائید شو
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د خبرو دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ( د وري دیارلسمه ) تائید کړې؛ د اسلامي امارت د منځنۍ کچې یو پلاوی د چین پر نوښت دغه هېواد ته رسېدلی، چې له پاکستاني لوري سره د خپل اصولي دریځ له مخې رسمي خبرې اترې ترسره کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د خبرو دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي.
د بلخي د څرګندونو له مخې؛ افغان پلاوی په دې ناستو کې د متوازن او اصولي دریځ له مخې ګډون کوي او په پام کې لري، چې له مقابل لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو پر ګټورتوب هراړخیزې او مسوولانه خبرې اترې تر سره کړي.
نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت باور لري، چې د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل کولی شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته موضوعاتو ته عملي او دوامدار حللارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
په چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې
د افغانستان اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د دغو خبرو په اړه هیله څرګنده کړې او وایي؛ تمه ده، چې دا خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان تاوتریخوالی او شخړې پای ته ورسوي.
سرچینو د پنجشنبې پر ورځ( د وري دیارلسمه ) آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د چین په اورومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې رسماً پیل شوې دي.
د افغانستان اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د دغو خبرو په اړه هیله څرګنده کړې او وایي؛ تمه ده، چې دا خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان تاوتریخوالی او شخړې پای ته ورسوي.
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې په دې خبرو کې لوړپوړي چارواکي ګډون لري.
نوموړي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې دا یوازې د ټیټې کچې خبرې دي.
اندرابي دا ډول راپورونه «ناسم» وبلل.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ټینګار کړی، چې افغانستان او پاکستان د چین ګاونډیان دي او بېجینګ د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د اختلافاتو د حل ملاتړ کوي.
هغې زیاته کړې، چې چین په فعاله توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅې تر هغې روانې ساتي، د دواړو لوریو ترمنځ تاوتریخوالی کم او اړیکې ښې شي.
اسلامآباد هم تائید کړې؛ یو پلاوی یې اورومچي ته استولی او یو ځل بیا یې خپل پخوانی دریځ تکرار کړی، چې افغانستان باید د وسلهوالو ډلو په اړه د پاکستان امنیتي اندېښنې حل کړي. دا هغه ادعا ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو رد کړې او پاکستان یې د خپل کورني امنیت مسوول بللی دی.
-
تازه خبرونه3 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
نړۍ4 days agoله برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoملا برادر د یو میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې
-
نړۍ3 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه3 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول
