Connect with us

تازه خبرونه

خلک دې د باختري خزانې له خوندیتوبه ډاډمن شي- وحید عمر

خپور شوی

د

د عامه اړیکو او ستراتیژۍ په چارو کې د ولسمشر غني ستر سلاکار وحید عمر ویلي؛ د کابینې د پرېکړې پر بنسټ به له ملي شورا، مدني ټولنې او رسنیو وغوښتل شي، چې د سرو د زیرمو په ګډون له باختري خزانې لیدنه وکړي.

وحید عمر په خپل ټویټ کې زیاته کړې: دا خزانه د تاریخ له لوړو او ژورو خوندي پاتې ده او اوس هغه وخت رارسېدلیو چې زموږ خلک یې د ساتنې په اړه  ډاډ ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې، چې پر پلان یې کار روان دی.

له دې مخکې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ویلي وه، چې د باختري خزانې په ګډون د سرو زیرمه خوندي نده او د خوندي ساتنې لپاره باید کوم بهرني هېواد ته امانت وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت د ملي شورا د غړو دا څرګندونه له ملي ګټو سرغړونه بولي او د پارلمان له غړو یې وغوښتل، چې باید له مسوولیته دکې څرګندونې وکړي.

تازه خبرونه

په افغانستان کې د اورښت کمښت مخ پر پراخېدو دی ـ اوچا

دې ټولنې په یوه راپور کې ویلي؛ د افغانستان د شمال فاریاب او جوزجان ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د دې هېواد جنوب هلمند، لویدیځ هرات، شمال ختیځ کندوز او ختیځ ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې له بېړني حالت سره مخ دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ويلي، چې د بارانونو کمښت او د واورې ویلې کېدا په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم پراخه کړې ده.

دې ټولنې په یوه راپور کې ویلي؛ د افغانستان د شمال فاریاب او جوزجان ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د دې هېواد جنوب هلمند، لویدیځ هرات، شمال ختیځ کندوز او ختیځ ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې له بېړني حالت سره مخ دي.

اوچا ټینګار کړی؛ په افغانستان کې تودوخه له منځنۍ کچې لوړه شوې او په راتلونکو میاشتو کې د لږ باران تمه کیږي، چې دا به د کرنې حاصلات کم کړي.

OCHA ویلي، چې د کرنې د فشار شاخص (ASI) راپور په افغانستان کې هغه سیمې ښیي، چې د نباتاتو وده له نورمال څخه د پام وړ ټیټه ده، چې د وچکالۍ پیل په ګوته کوي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې د افغانستان په ډیری برخو کې پرته له ځینو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو څخه، د نباتاتو په ریښو کې د خاورې رطوبت په ټیټه کچه کې دی، چې ډیره د اندېښنې وړ ده.

OCHA ویلي؛ د ځمکې تودوخه په ټول افغانستان کې له اوسط څخه لوړه ثبت شوې پرته له دې، چې د شمال ختیځو ولایتونو ځینې سیمې وي.

د OCHA د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې د ځمکې د تودوخې لوړېدو او له اوسط څخه کښته باران به په راتلونکو میاشتو کې دوام ومومي.

OCHA وایي؛ دا شرایط احتمال لري، چې د اوبو کمښت بحران نور هم زیات کړي او د فصلونو په حاصلاتو کې نور کمښت رامنځته او څړځایونو ته زیان ورسوي.

د OCHA د راپور له مخې؛ د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې هغه سیمې، چې د کم باران او د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي له کبله تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، د افغانستان په شمال کې د فاریاب او جوزجان ولایتونه دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالۍ او کم باران سره مخ دی.

پرله پسې وچکالۍ په ټول هېواد کې د اوبو کمښت رامنځته کړی او په لویو ښارونو کې دې کار ډېر خلک د څښاک اوبو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ کړي دي.

افغانستان هم په وروستیو کلونو کې د سختو سیلابونو سره مخ شوی دی.

افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی. په داسې حال کې، چې افغانستان د شنو خونو ګازونو په تولید او د نړیوالې تودوخې په برخه کې د پام وړ رول نلوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ازبکستان افغانستان ته د کرنیزو توکو مرسته راولېږله

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د یکشنبې پر ورځ (د غویی یوویشتمه) د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې له ازبکستان څخه د کرنیزو مرستو د یو بار مرستې له ترلاسه کولو خبر ورکړ.

Published

on

Uzbekistan agricultural aid

د کرنیزو مرستو یوه بار، چې اصلاح شوي او ترویجي تخمونه په کې دي؛ ازبکستان په حیرتان بندر کې د اسلامي امارت د کرنې وزارت مسوولانو ته وسپارل.

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د یکشنبې پر ورځ (د غویی یوویشتمه) د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې له ازبکستان څخه د کرنیزو مرستو د یو بار مرستې له ترلاسه کولو خبر ورکړ.

دا مرسته د بلخ ولایت د ځینو سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون په یو لړ رسمي مراسمو کې وسپارل شوې.

د وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې مرسته کې ۲۰ ټنه شولې، پېنځه ټنه د پنبې تخم او ۱.۳ ټنه د سبزیجاتو تخمونه شامل دي.

د وزارت د غلاتو مدیر مصباح الدین مستعین په دې مراسمو کې ویلي، چې تخمونه به د څېړنې او ودې لپاره د جوزجان، کندوز، تخار، بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو د کرنې ریاستونو ته ووېشل شي.

هغه زیاته کړې؛ تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې، کرنیز وسایل او ماشینونه هم د ازبکستان لخوا راواستول شي.

نوموړي ویلي؛ دا مرستې د هغو ژمنو یوه برخه ده، چې د ازبکستان چارواکو د افغانستان د کرنې وزارت چارسمبالي د وروستي سفر په بهیر کې کړې وې.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت له فرانسې څخه په کابل کې د سفارت د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د یکشنبې پر ورځ( د غوایی یوویشتمه ) اعلان وکړ، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سیاسي وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو او د افغانستان د لرغونو آثارو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

Published

on

په قطر کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژډافیر ژان مارين شو سره په لیدنه کې له هغه هېواد څخه وغوښتل، چې په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د یکشنبې پر ورځ( د غوایی یوویشتمه ) اعلان وکړ، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سیاسي وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو او د افغانستان د لرغونو آثارو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

شاهین د فرانسې شارژډافیر ته ټینګار وکړ، چې ” غوره ده فرانسې په کابل کې خپل سیاسي استازیتوب فعال کړي.”

فرانسې په کابل کې خپل سفارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته وتړلو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!