تازه خبرونه
خلیلزاد له طالبانو سره د هوکړې پر پلي کولو ټینګار کړی
امریکا او طالبان په افغانستان او په ځانګړي توګه هلمند ولایت کې د تاوتریخوالي له ډېریدو وروسته د سولې راوستلو د هوکړې د پلي کولو بر هڅو پرلپسې ناستې تر سره کړي دي.
د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (پنجشنبه د تلې ۲۴) په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې؛ له طالبانو سره زما او د جنرال میلر له پرلپسې ناستو وروسته مونږ هوکړه وکړه، چې د امریکا او طالبانو له هوکړه لیک سره سم به د ټولو برخو او د ټولو شویو ژمنو د پلي کولو لپاره بیا خپلې هڅې سمې کړو.
ښاغلي خلیلزاد څرګنده کړې؛ دا د عملیاتو د شمېر د لږولو معنا لري. اوسمهال خورا ډېر افغانان مري. له بیا-سمون سره، مونږ تمه لرو، چې پدغه شمېر کې د پام وړ کمښت راشي.
د امریکا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې له تېرو اوونیو راپدیخوا بریدونه مخ په ډېریدو دي، چې نه یوازې د سولې بهیر ګواښي، بلکې افغانان او د هغوي سیمه ییز او نړیوال ملاتړي هم اندیښمنوي
ښاغلي خلیل زاد زیاته کړې؛ مونږ به خپله برخه ترسره او په فعاله توګه به یې له پلي کیدو څارنه وکړو. ټولې خواوې باید خپل مسوولیتونه ترسره کړي. مونږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه د هغوی له مرستې او ملاتړه مننه کوو.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راپدیخوا په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ درنده جګړه روانه ده. د دوشنبې پر ورځ امریکايي ځواکونو هم تائید کړه، چې دوی د افغان ځواکونو په ملاتړ طالبان بمبارد کړل.
تازه خبرونه
اقتصادي کمیسیون د ۶۶ کورنيو معیارونو مسوده تائید کړه
د ریاستالوزراء د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو برخو څخه ۳۶ معیارونه او ۳۰ د آزمېښت لارې چارې له بحث او هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب شوې دي.
اقتصادي کميسیون د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د معیار او کیفیت ادارې لهخوا وړاندې شوي ۶۶ کورنۍ معیاري مسودې او د آزمېښت لارې چارې وڅېړلې او تائید یې کړې.
د ریاستالوزراء د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو برخو څخه ۳۶ معیارونه او ۳۰ د آزمېښت لارې چارې له بحث او هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب شوې دي.
دغه معیارونه او د آزمېښت لارې چارې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ټوکر، کیمیاوي او پلاستیکي توکو، مخابراتو او برښنا، کانکېندنې، ودانیزو توکو، چاپېریال ساتنې او یو شمېر نورو برخو کې کارول کیږي.
په دې غونډه کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو د ډبرو سکرو د تخلیې، بارولو، پروسس او بستهبندۍ د مرکزونو د مالکیت په اړه هم بحث وشو.
له هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې یاد مرکزونه دې د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت اړوند وي او دغه وزارت دې د هغوی اړوندې چارې پر مخ یوسي.
تازه خبرونه
د طب افغان زدهکړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه
د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې(آیجيټي) د یو شمېر افغان زدهکړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پيامډيسي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلامآباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.
د طب افغان زدهکړیالانو د خپلو زدهکړو لپاره د پاکستان د طب او غاښونو طبي شورا د وروستۍ خبرتیا د لغوه کولو پر غوښتنه د اسلامآباد په ستره محکمه کې خپله دعوه ثبت کړه.
د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې(آیجيټي) د یو شمېر افغان زدهکړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پيامډيسي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلامآباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.
د دغې اتحادیې د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې مشر صاحبزاده وسیم حیدر، د اسلامآباد له فډرالي طب پوهنځیو د یو شمېر افغان زدهکړیالانو او د اسلامآباد د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې له مشر سره یوځای سترې محکمې ته ورغلی دی.
د دې دوسیې حقوقي چارې د مدافع وکیل عمران شفیق او د هغه حقوقي ډلې لهخوا پر مخ وړل کیږي.
افغان طبي زدهکړیالان په پاکستان کې د طب او غاښونو شورا د هغو پرېکړو پر ضد اعتراض لري، چې د دوی د زدهکړو پر دوام اغېز کولی شي.
له دې مخکې د لاهور او سند سترو محکمو هم د لنډمهاله حکمونو پر صادرولو په پنجاب او سند ایالتونو کې د افغان زدهکړیالانو پر وړاندې د ځینو اقداماتو عملي کېدل درولي وه.
وسیم حیدر ویلي؛ هیله لري، چې د دوسیې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د افغان زدهکړیالانو تحصیلي راتلونکی خوندي او د پاکستان د طب او غاښونو شورا د لانجمنې خبرتیا په اړه بیاکتنه وشي.
دغه دوسیه د ډېرو افغان زدهکړیالانو لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه، چې یو شمېر یې د طب زدهکړو په وروستیو کلونو کې دي او اندېښنه لري، چې د مقرراتو بدلون به یې د زدهکړو دوام او کاري راتلونکی له ستونزو سره مخ کړي.
د اسلامآباد ستره محکمه به اوس د افغان زدهکړیالانو پر ثبت شوې دعوه پرېکړه وکړي.
تازه خبرونه
د ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مکسوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بشري حقونو «حالوش» ډلې راپور ورکړی، چې د ایران د سویل ختیځ سراوان ښار ته څېرمه د سختې تندې له کبله د ښځو او ماشومانو پر ګډون لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال مړه شوي دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مکسوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې: د قربانیانو مړي وروسته د خاش ښار یوې سړې خونې ته لېږدول شوي؛ ځکه، چې د سراوان سړې خونې د مړو د ساتلو لپاره کافي ځای نهدرلود.
حالوش وايي، پېنځه قربانیان د افغانستان د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي وه، چې یوه ۴۵ کلنه مور او څلور یې ۲۲، ۱۸، ۱۶ او ۱۴ کاله عمرولرونکې لوڼې دي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، لږ تر لږه شپږ نور قربانیان هم له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان ول.
عیني شاهدانو او د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې کډوال د سفر پر مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي او یو شمېر یې په لنډ واټن کې له یو بل سره نږدې مړه شوي دي.
د قربانیانو یوه خپلوان ویلي، چې له دغې ډلې سره مل نرینه د سفر پر مهال له ښځو او ماشومانو بېل شوي او ښځې او ماشومان د کافي اوبو له شتون پرته خپلې لارې ته دوام ورکړی دی.
حالوش ویلي، چې له پېښې څلور ورځې وروسته هم د قربانیانو کورنیو د مړو د لېږد او خاورو ته سپارلو لپاره هڅې کولې.
دې بنسټ ټینګار کړی، چې د قربانیانو کره شمېر او د پېښې ټول جزئیات یې په خپلواکه توګه نهدي تائید کړي او د یو شمېر قربانیانو هویت او د مړینې کره لامل اوس هم تر څېړنې لاندې دی.
-
څار4 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
-
لوبی4 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
لوبی2 days agoپه افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
-
نړۍ3 days agoپه یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده
-
تازه خبرونه3 days agoکه امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
-
تازه خبرونه4 days agoد بدخشان عملیاتو د امنیتي ځواکونو وړتیا وښوده – په چین کې د اسلامي امارت استازي
-
لوبی2 days agoفاروقخان احمدزي په نړیوال کرکټ ډګر کې اووم افغان لوبڅار شو
