نړۍ

د آلمان په پارلماني ټاکنو کې سوسیال ډیموکراټ ګوند بریالی اعلان شو

Published

on

رویټر په ډاګه کړې، چې د یکشنبې پر ورځ د تلې ۴ د سپټمبر ۲۶ د آلمان په پارلماني ټاکنو کې سوسیال ډیموکراټ ګوند اړوند ټاکنې له محافظه کار ګونده وګټلې او بریالی اعلان شو.

رویټرز څرګنده کړې؛ د ټاکنو پایلې ښیي، چې چپ اړخه سوسیال ډیموکراټ ګوند پر ۲۶ سلنه رایو ځان د ټاکنو مخکښ کړ او د راتلونکي حکومت د جوړولو مسوولیت به ورپرغاړه وي.

د میرکل محافظه کاره ګوند پر ۲۴.۵ سلنې او شنو ۱۴ سلنې دوه یم او درېیم ځایونه خپال کړي دي.

د میرکل په ائتلافي حکومت کې د آلمان د سوسیال ډیموکراټانو د مالیې وزیر اولاف شولټس، چې د درې ټلویزیوني مناظرو ګټونکی پېژندل شوی، د میرکل ځایناستی کیږي.

په وروستيو ټولپوښتنو کې د نوموړي ګوند د محافظه کاره ګوندونو پر پرتله د لیوالتیا کچه راټيټه شوه، چې لږ توپیر یې ټاکنې وګټلې.

انګلا میرکل، چې له ۲۰۰۵ زېږدیز کال راپدیخوا په واک کې وه، له دغو ټاکنو سره د ۶۷ کلنې میرکل د رهبرۍ ۱۶ کلن پړاو هم پای ته ورسېده.

Trending

Exit mobile version