سوداگري

د آمو سیند حوزې د نفتو د استخراج قرارداد له یو چینایي شرکت سره لاسلیک شو

Published

on

د پنجشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۱۵ ) د حکومت د یوه خبري کنفرانس پر مهال د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند او په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په حضور کې د کانونو او پترولیم وزارت او CAPEIC چینایي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د کانونو او پترولیم وزیرشیخ شهاب الدین دلاور ویلي: نن به د امیر المؤمنین حفظه الله د امر او د رییس الوزراء او د رییس الوزراء د اقتصادي معاونیت له سپارښتنې سره سم له چینایي شرکت سره د تېلو د استخراج قرارداد لاسلیک کړو.

د کانونو او پترولیم وزارت د وزیر د څرګندونو له مخې؛ د تېلو د استخراج او اکتشاف ساحې ټولیز مساحت ۴۵۰۰ کیلومتر مربع دی، چې د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو د قشقري، زمردسای، بازارکمی، آق دریا او انګوت سیمې په کې دي.

د معلوماتو پر بنسټ په ۵ اکتشافي سیمو کې د تېلو کچه ۸۷ میلیون بېلره اټکل شوې، چې د نورو ساحو په اکتشاف سره به د قشقري د نفت او ګازو پروژې ورځنی تولید له ۲۰۰ ټنه څخه، ۱۰۰۰ ټنه ته لوړ شي.

د کانونو او پترولېم وزیر زیاته کړې، چې د یاد قرارداد پر بنسټ؛ د تېلو او نفتي توکو پروسس به په افغانستان کې تر سره کېږي او د قرارداد د مفادو له مخې په اول کال کې قراردادي شرکت ۱۵۰ میلیون دالر پانګونه کوي، چې په ۳ کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ میلیون دالرو ته ورسېږي او د پروژې له پلي کېدو سره به ۳۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.؛ خو د فني او تخنکی افراد د کمي پر وخت قراردادی شرکت کولی شي خپل فني کسان راولېږدوي.

شهاب الدین دلاور ويلي؛ دا مهال په ۵ اکتشافي سيمو کې ۸۷ ميليون بېرله تېل زېرمه دي او د نورو ساحو له استخراج سره به د قشغري د نفتو او ګازو د پروژې ورځني توليد له ۲۰۰ ټنو څخه ۱۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

نوموړي په ډاګه کړي؛ افغان حکومت په دغه قرارداد کې ۲۰ سلنه پانګونه کړې او ۱۵ سلنه یې د افغانستان حق الامتیاز دی، چې وروـ ورو به د حکومت ونډه ۷۵ سلنې ته ورسېږي.

د یاد قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي: تېر کال په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه شوي او د افغانستان د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره دوامدارې هڅې روانې دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې استخراجي چارې د نړیوالو معیارونو سره سمې پر مخ یوسي او د سیمې خلکو ته عام المنفعه خدمتونه برابر کړي.

دغه راز د کانونو او پترولېم وزارت ته یې لارښوونه وکړه، چې د قرارداد له پلي کېدو څخه هر اړخیزه څارنه وکړي او د کومې ستونزې د رامنځته کېدو په وخت کې موضوع له اقتصادي کمیسیون سره شریکه کړي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د قرارداد له لاسلیکه خوښي وښوده او وایي، چې دغه قرارداد د افغانستان د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره ډېر مهم دی.

همداراز نوموړي زیاته کړې، چې د یاد قرارداد لاسلیکېدل د دواړو هېوادونو د ښې همکارۍ څرګندویي کوي او له دواړو لوریو یې وغوښتل، چې د همغږۍ له مخې د قرارداد د ګټورتیا لپاره زمینه برابره کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، اوسمهال د آمو دريا له تېلو څخه هره ورځ له ١٥٠ څخه تر ٢٠٠ ټنو پورې تېل استخراجېږي، چې له دې وروسته به ۱۰۰۰ ټنو ته ورسیږي.

 

په دې مراسمو کې د اقتصاد وزارت مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند وویل، چې په تېر یوه کال کې د هېواد د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې په برخه کې مهم کارونه ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړې، په دې وروستیو کې د اقتصادي کمیسیون له لوري ګڼې پروژې منظورې شوي او له پلي کېدو سره به یې د هېواد د آبادۍ او عامه هوساینې لپاره اساسي ګامونه پورته شي.

ملا عبدالغني برادر دغه راز د کانونو او پټروليم له وزارت څخه وغوښتل، چې د قرارداد د مادو د تطبيق هر اړخيزه څارنه وکړي او د ستونزې په صورت کې دې ژر تر ژره اقتصادي کميسيون ته مراجعه وکړي.

په کابل کې د چین سفیر وانک یو، چې په دغو مراسمو کې یې حضور درلود، د دغه تړون له لاسلیکولو خوښي څرګنده کړې او وایي: دغه قرارداد د افغانستان د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره مهم دی. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او تعامل ښه بېلګه ده.

وانک یو له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د قرارداد د احکامو مطابق ورسپارل شوې دندې په دقت سره ترسره او همدارنګه یې له کانونو او پترولیم وزارت څخه وغوښتل، چې له قراردادي شرکت سره په نږدې همغږي کې د دغه قرارداد د اغېزمن تطبیق لپاره زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version