Connect with us

سوداگري

د افغانستان او هند دوه اړخیزه سوداګري یو میلیارډ ډالرو ته رسېدلې

د هند د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له افغانستان څخه واردات ۶۸۹.۸۱ میلیون ډالرو ته ورسېدل، چې د تېر مالي کال پر پرتله ۷.۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

خپور شوی

د

د افغانستان او هند ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال کې یو میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د اقتصادي اړیکو د ودې، کرنیزو محصولاتو د وارداتو زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تعاملاتو له پراخېدا ښکارندویي کوي.

د هند د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له افغانستان څخه واردات ۶۸۹.۸۱ میلیون ډالرو ته ورسېدل، چې د تېر مالي کال پر پرتله ۷.۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

دغه راز افغانستان ته د هند صادرات ۳۱۸.۹۱ میلیون ډالر ول، چې د پرله‌پسې سوداګریزو تعاملاتو ښکارندویي کوي.

هند په روان مالي کال کې د افغانستان د توکو ترټولو لوی واردونکی دی.

دا د هند بازار ته لاسرسی آسانه او د هېواد هڅې منعکس کوي. په ځانګړي توګه د افغانستان د کرنیزو او وچو مېوو د صادراتو لپاره.

د بازار دې لاسرسي په افغانستان کې د پام وړ ټولنیزې-اقتصادي اغېزې لرلې دي.

د هند پرله‌پسې غوښتنې افغان کروندګر هڅولي، چې اوس د بدیل کر سټراټیژیو غوره کولو ته مخه وکړي.

سربېره پردې هند د افغان صادراتو لپاره د صفر تعرفې ګټې چمتو کوي.

د تعرفې دې معافیت د ننوتلو پر وړاندې خنډونه د پام وړ کم کړي او د افغان سوداګرو په ځانګړي توګه کوچنيو بزګرانو ته یې په بهرنۍ سوداګرۍ کې د پراخ ګډون توان ورکړی او ورسره د هند بازار ته د دوی لاسرسی ښه شوی دی.

د هند بازار ته لاسرسی کولی شي افغان بزګران وهڅوي، چې د اپینو پر ځای بدیل کښت ته مخه کړي.

د اپینو بدیل کیفیت لرونکي توکي عادلانه بازارونو او مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

اوسمهال افغانستان د مخ پر زیاتېدونکي بشري بحران سره مخ دی، چې له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د پراخې جبري ایستنې له کبله نور هم زیات شوی؛ سرچینې یې تر فشار لاندې راوړي او د اقتصادي بیا رغونې او ثبات هڅې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

سوداگري

د افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغیزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

Published

on

د منځنۍ آسیا نړیوال صنعتي نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان جمهوریت د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال  سکندر اسینګلدیویچ آسیلکولوف ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

په دې ناسته کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د ازبکستان او قرغزستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لاسرسي او د منځنۍ آسیا په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

په پای کې د ټرانزیټ، سوداګرۍ او په ځانګړي توګه د افغان صادراتي توکو لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرولو لپاره د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو سربیره د منځنۍ آسیا په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هوکړه وشوه.

د یادونې ده، چې دغه نړیوال صنعتي نندارتون د منځنۍ آسیا هېوادونو، روسیې او بېلاروس په ګډون جوړ شوی او د افغانستان له غړیتوب سره به افغان صنعتي شرکتونه وکولی شي د غړیتوب امتیازونو پر کارولو خپل تولیدات په نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کړي.

Continue Reading

سوداگري

ازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.

Published

on

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نړیوال صنعتي نندارتون« د منځنۍ آسیا اینوپروم» » کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.

دا نندارتون د صنایعو د ودې، د پرمختللیو ټکنالوژیو د معرفي کولو او د پانګونې د همکاریو د پراختیا لپاره جوړ شوی او په کې د بېلابېلو هېوادونو لکه روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان چارواکي، پانګوال او تولیدوونکي ګډون لري.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.

د پنبې، سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې د افغان شرکتونو حضور د دې ښکارندوي دي، چې افغانستان هڅه کوي خپلې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د سیمې پر کچه خپل اقتصادي ظرفیتونه معرفي کړي.

« د منځنۍ آسیا اینوپروم » نندارتون یو له سترو صنعتي او پانګیزو پېښو څخه ګڼل کېږي، چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت برابروي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي

د یاد راپور له مخې؛ اوس‌ مهال په اوونۍ کې نږدې دوه زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله شاوخوا پېنځه ځلې زیاتوالی ښيي.

Published

on

په داسې حال کې، چې د نړۍ د الوتنو مخه د سیمې د کړکېچونو له کبله افغانستان ته رااوښتې؛ سویس انفو راپور ورکړی، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه د الوتکو تېرېدا د دې هېواد لپاره د پام وړ عواید رامنځته کړي دي.

د یاد راپور له مخې؛ اوس‌ مهال په اوونۍ کې نږدې دوه زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله شاوخوا پېنځه ځلې زیاتوالی ښيي.

د یاد راپور د څرګندونو له مخې؛ له هرې الوتکې شاوخوا ۷۰۰ ډالر د تېرېدا حق اخیستل کېږي، چې په ټولیزه توګه اوونیز عواید شاوخوا ۱.۴ میلیون او کلني عواید یې له ۷۰ میلیون ډالرو اوړي.

دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې په اوکراین کې جګړې او د منځني ختیځ کړکېچونو د اروپا او آسیا ترمنځ دودیزې هوايي لارې محدودې کړي او هوايي شرکتونه اړ دي، چې د افغانستان په ګډون بدیلې لارې وکاروي.

د راپور له مخې؛ د ډېرو نورو هېوادونو پر پرتله د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدا فیس د هرې الوتنې لپاره ثابته کچه لري او د الوتکې د وزن یا واټن له مخې نه‌محاسبه کېږي.

سره له دې ځینې اندېښنې هم وړاندې شوې دي.

د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د پرمختللي هوايي ټرافیک د څارنې سیسټم د نشتوالي له کبله پیلوټان خپله د اړتیا وړ همغږي ترسره کوي، چې دې موضوع نیوکې رامنځته کړې دي.

دغه راز ځینو هوايي شرکتونو د امنیتي وضعیت او د لارو د بدلون له کبله خپلې ځینې الوتنې د منځني ختیځ پر لور لغوه کړي او د سفري بازار پاملرنه نورو لوریو؛ لکه اروپا او کارائیب ته زیاته شوې ده.

دا بدلونونه ښيي، چې افغانستان سره له ګڼو ستونزو؛ په نامستقیمه توګه د سیمې له ژیوپولیټیک بدلونونو ګټه اخیستې او د هوايي ټرانزیټ یوه اړینه لار ګرځېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!