تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام هیڅ لوري ته ګټه نهلري – ذبیحالله مجاهد
مجاهد، چې نن یې د «حکومت د رسنیو په هېنداره کې» نومي پروګرام کې خبریي ناستې ته ویلي؛ اسلامي امارت نه غواړي له هیڅ هېواد سره سیاسي او اقتصادي کړکېچ رامنځته شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام د دواړو هېوادونو په ګټه نهدی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ شته ستونزې د خبرو او رغنده تعامل له لارې اوارې کړي.
مجاهد، چې نن یې د «حکومت د رسنیو په هېنداره کې» نومي پروګرام کې خبریي ناستې ته ویلي؛ اسلامي امارت نه غواړي له هیڅ هېواد سره سیاسي او اقتصادي کړکېچ رامنځته شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، پاکستان د افغانستان د ټرانزیټي لارو له تړلو سره افغان سوداګرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته ستونزې جوړې کړې دي.
هغه وایي:« وروستۍ هڅې روانې دي، چې د دغو ستونزو د بنسټیز اواري لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.»
د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په بله برخه کې «متحدې جبهې» نومې ډلې ته په نغوته کې ویلي، دغه ډله یوازې په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري او د افغانستان دننه اغېزناک حضور نهلري.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، افغان امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنهکړي، چې د هېواد امنیت او ثبات وګواښي.
هغه همداراز ویلي، ورته ډلو پخوا هم په بېلابېلو نومونو په افغانستان کې فعالیت کاوه او اوس یې یوازې نومونه بدل کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د کورني امنیت ټینګښت او له ګاونډ هېوادونو سره د باثباته اړیکو ساتل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
تازه خبرونه
له مزارشریف څخه جده ته د آریانا افغان هوايي شرکت مستقیمې الوتنې پیلېږي
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې، د دې هوايي لارې له پرانیستل کېدا سره به د مزارشریف او د شمال زون د ولایتونو اوسېدونکي سعودي عربستان ته د سفر لپاره له ډېرو آسانتیاوو برخمن شي او کولی شي د مزارشریف او جدې ترمنځ په مستقیم ډول تګ راتګ وکړي.
آریانا افغان هوايي شرکت ویلي، د شمال زون اوسېدونکو ته د ټرانسپورټي آسانتیاوو د برابرولو لپاره به له مزارشریف څخه د سعودي عربستان جده ښار ته مستقیمې الوتنې پیل کړي.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې، د دې هوايي لارې له پرانیستل کېدا سره به د مزارشریف او د شمال زون د ولایتونو اوسېدونکي سعودي عربستان ته د سفر لپاره له ډېرو آسانتیاوو برخمن شي او کولی شي د مزارشریف او جدې ترمنځ په مستقیم ډول تګ راتګ وکړي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، محمد ناصر آخوند په مازندران کې له ځايي کارخونو، د کبانو له روزنتونونو او د تازه مېوو له بستهبندۍ مرکزونو لیدنه کړې ده.
د اسلامي امارت مالیې وزیر محمد ناصر آخوند ایران ته د خپل سفر په لړ کې مازندران ته تللی او د دې ولایت له سیمهییزو چارواکو سره یې د کرنې، سوداګرۍ او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، محمد ناصر آخوند په مازندران کې له ځايي کارخونو، د کبانو له روزنتونونو او د تازه مېوو له بستهبندۍ مرکزونو لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مازندران چارواکو د کرنې، سوداګرۍ او نورو اړوند برخو کې له افغانستان سره د مسلکي او تخنیکي همکاریو ډاډ ورکړی دی.
مازندران د ایران په شمال کې د کسپین بحیرې ترڅنګ موقعیت لري او د دغه هېواد له حاصلخیزو ولایتونو څخه دی.
د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ولایت پراخ لیمو او مالټې بڼونه او د کبانو ګڼ روزنتونونه لري، چې د ایران په اقتصاد کې مهم رول لري.
تازه خبرونه
د افغانستان ثبات د ټولې سیمې پر ګټه دی – سویس
دغه څرګندونې د افغانستان د بدلونونو او د هغو د سیمهییزو اغېزو په اړه د یوې غونډې پر مهال د سویس د سفیر او د افغانستان لپاره د بریټانیا د ځانګړي استازي او په پاکستان کې د ناروې د سفیر له لیدنې وروسته مطرح شوې دي.
په پاکستان کې د سویس سفارت ویلي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې پر ګټه دی او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې پرلهپسې تعامل، د شریکانو ترمنځ نږدې همغږي او له سیمهییزو هېوادونو سره د خبرو دوام اړین دی.
دغه څرګندونې د افغانستان د بدلونونو او د هغو د سیمهییزو اغېزو په اړه د یوې غونډې پر مهال د سویس د سفیر او د افغانستان لپاره د بریټانیا د ځانګړي استازي او په پاکستان کې د ناروې د سفیر له لیدنې وروسته مطرح شوې دي.
په دې کتنه کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو او پر سیمهییزو اغېزو خبرې شوې دي.
-
لوبی3 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی2 days agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی4 days agoزیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
-
لوبی3 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي
-
لوبی2 days agoپه آی ال ټي ۲۰ سیالیو کې ۲۵ افغان لوبغاړو قراردادونه ترلاسه کړل
