تازه خبرونه
د افغانستان خلک او پانګوال د برښنا له پرچاوۍ ځوریږي
د کابل او د افغانستان د یو شمېر نورو ښارونو ډېري اوسیدونکي د برښنا له نشتوالي اندېښمن دي او وايي، چې په ورځ کې دوه ساعته برښنا لري.
په افغانستان کې د برښنا له پرچاویو سره سم د هېواد خصوصي سکتور او د کابل څرخيپله صنعتي کارخونو او خلکو ويلي، چې له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا د ورځې دوه ساعته برښنا لري.
خصوصي سکتور هم ویلي، چې د برښنا د نشتون له کبله یې ۹۰ سلنه کارخونې بندې دي.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: نږدې دوه اوونۍ وشوي چې زمونږ ۹۰ سلنه فابریکي تړل شوي او مونږ د برښنا شرکت او اسلامي امارت له مشرتابه هیله لرو، چې د دې ستونزې پر اساسي حل فکر وکړي او له کورنیو منابعو څخه د برښنا د تولید بهیر پراخ کړي.
کابل، چې د څه باندې پېنځه میلیون وګړيو ښار دی؛ اووه سوه میګاواته برښنا ته اړتیا لري.
د افغانستان برښنا شرکت اوسمهال د پلازمېنې د برښنا یوازې ۳۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي.
له ازبکستان څخه وارداتي برښنا شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوې ده.
ازبکستان په افغانستان کې برښنا پرې کړې، چې له کبله يي افغانان په دې ساړه ژمې کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا مزي له پرې کېدو وروسته د یکشنبې پر ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه ناسته کې له ازبکستان څخه وغوښتل، چې دغه برښنا بېرته ونښلوي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي؛ ازبکستان دې خپل هغه تړون ته ژمن پاتي شي، چې د افغانستان له برښنا شرکت سره يي لاسلیک کړی دی.
امیر خان متقي وایي: زمونږ هېواد ته له ازبکستان څخه وارداتي برښنا پرې شوې. هیله لرو، چې ازبکستان هغه تړون ته ژمن شي، چې څه باندي ۴۰۰ میګا واته برښنا یې د افغانستان له برښنا شرکت سره لاسلیک کړې او افغانستان ته برښنا ورکړي.
د کابل برښنا شرکت مسوولینو ويلي؛ د ازبکستان هېواد ور ته ویلي، چې د تخنیکي ستونزو له کبله يې برښنا کمه کړې او له همدې کبله د هېواد خصوصي سکتور او عام وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کابل برښنا رییس حکمت الله آخوندزاده وایي: مونږ منو، چې د تخنیکي ستونزو له کبله ازبکستان لوري وارداتي برښنا کمه کړې. مونږ د دې ستونزې د حل لپاره هڅي کړي، چې له ازبکستان او تاجکستان سره شته ستونزه حل شي.
په دې اړه دوی د رهبرۍ پرېکړي ته په تمه دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزه نوې نده؛ خو د اسلامي امارته غواړي، چې د دې ستونزو د اساسي حل لپاره باید په کور د ننه د برښنا د تولید د اوبو، باد، ډبروسکرو، لمریزې او ګازي برښنا د تولید پر سرچینو دې پانګونه وکړي، چې افغانستان په اړوند برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
نړۍ5 days agoپه آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
