Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د پولو امنیت تر کنټرول لاندې دی؛ د هېواد خاوره به د بل هېواد پر وړاندې ونه‌کارول شي

ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې پر ورځ «د حکومت کړنې د رسنیو په هېنداره کې» غونډې ته ویلي؛ سرحدي ځواکونه د افغانستان د پولو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او د هېواد د پولو په اوږدو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، د افغانستان پر پولو امنیتي وضعیت د سرحدي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی؛ د قاچاقبرانو او «شرورو کسانو» د امنیتي ګډوډۍ هڅې په لومړیو شېبو کې شنډېږي.

ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې پر ورځ «د حکومت کړنې د رسنیو په هېنداره کې» غونډې ته ویلي؛ سرحدي ځواکونه د افغانستان د پولو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او د هېواد د پولو په اوږدو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.

هغه زیاته کړې، قاچاقبران او «شرور کسان» کله نا کله هڅه کوي په سرحدي سیمو کې امنیتي ستونزې رامنځته کړي؛ خو د اسلامي امارت ځواکونه یې هڅې چټکې مهار او شنډوي.

مجاهد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د فعالیتونو یادونه کړې او څرګندوي، چې دې وزارت په تېر یوه کال کې ۴۳۲ شخړې اوارې، د ملي یووالي د پیاوړتیا او د ولسي پیوستون د ټینګښت لپاره یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۳ سترې ولسي او قومي غونډې هم کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د حکومت تګلاره پر اقتصاد او نښلېدا ولاړه ده. افغانستان غواړي د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وغځوي.

هغه څرګنده کړې، د همدې تګلارې له مخې به د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې ونه‌کارول شي.

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل د لارې نقشه جوړوي

په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې اړوند مهم موضوعات وڅېړل او له واکمنو چارواکو سره یې د منظم او پړاوایز تعامل لپاره د یوه چوکاټ د رامنځته کولو لارې چارې وڅېړلې.

Published

on

 

د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې د جدې ښار په مقدماتي تخنیکي غونډه کې له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل او اړیکو د تنظیم لپاره د لارې نقشې پر جوړولو بحث او خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې اړوند مهم موضوعات وڅېړل او له واکمنو چارواکو سره یې د منظم او پړاوایز تعامل لپاره د یوه چوکاټ د رامنځته کولو لارې چارې وڅېړلې.

د اسلامي همکاریو ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دغه چوکاټ د افغانانو د ګټو د خوندي کولو او په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره د مرستې لپاره په پام کې نیول شوی دی.

دغه راز په دې غونډه کې هغه لومړیتوبونه وڅېړل شول، چې د تماس ډله به پرې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د اړوند پرېکړه‌لیکونو د عملي کولو لپاره تمرکز کوي.

ګډونوالو له اسلامي امارت چارواکو سره د ګډو لومړیتوبونو په اړه مستقیمې او رغنده خبرو اترو پر ترسره کولو هم نظرونه وړاندې کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

یاد وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې یې له ۲۳ زره هکټارو څخه زیاته ځمکه د نشه‌یي توکو له کښت څخه پاکه کړې او د ارزونو له مخې یې په هېواد کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته رسېدلی دی.

Published

on

 

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر تازه راپور رد کړی او د دغه راپور د ارزونې پر کړنلارې یې نیوکه کړې ده.

یاد وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې یې له ۲۳ زره هکټارو څخه زیاته ځمکه د نشه‌یي توکو له کښت څخه پاکه کړې او د ارزونو له مخې یې په هېواد کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په ۲۰۲۶ز.کال کې تر ۳۰۰ سلنې ډېر زیات شوی او څه باندې ۴۳ زره هکټاره ځمکې ته رسېدلی دی. په داسې حال کې، چې دغه کچه تېر کال شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه.

د یاد دفتر د«۲۰۲۶ز. کال لپاره د افغانستان د تریاکو د وضعیت ارزونې» د راپور له مخې؛ د تریاکو تولید هم نږدې ۴۰۰ سلنه زیات شوی او په ۲۰۲۵ز.کال کې له نږدې ۳۰۰ ټنو څخه په روان کال کې شاوخوا یو زر او ۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.

راپور ښيي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مرکز شمال‌ختیځو ولایتونو ته لېږدول شوی او د کښت شاوخوا ۷۶ سلنه ځمکه په همدې سیمه کې ده.

بدخشان او تخار د کوکنارو د کښت له مهمو مرکزونو څخه بلل شوي دي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۶ز. کال کې د ۱۶ ولایتونو د کوکنارو کښت ثبت شوی، چې د تېر کال پر پرتله پنځه ولایتونه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر د بزګرانو اقتصادي ستونزې او د بدیل عاید د فرصتونو محدودیت د کوکنارو د کښت د بیا زیاتېدا اصلي لاملونه بللي او خبرداری یې ورکړی، چې له بزګرانو څخه له دوامدار ملاتړ پرته به د دغه بوټي د کښت مخنیوی ستونزمن وي.

په راپور کې راغلي، چې د وچو تریاکو د هر کیلوګرام منځنۍ بیه په ۲۰۲۵ز.کال کې له شاوخوا ۵۷۰ ډالرو څخه په روان کال کې ۵۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې؛ خو اوس هم د نشه‌یي توکو پر سراسري بندیز د لګېدو له مخکینۍ کچې څخه د پام وړ لوړه ده.

ملګرو ملتونو زیاته کړې؛ په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید، سره له دې زیاتوالي، اوس هم د بندیز له لګېدا مخکې کچې ته نه‌دي رسېدلي. هغه مهال څه باندې ۲۰۰ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت ویلي وه؛ د کوکنارو کښت، پلور او قاچاق د افغانستان له پولو بهر ته لېږدېدلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د اسلام‌آباد د ایکو غونډې له حذفېدا وروسته د تهران سرمشریزې ته ځي

ټاکل شوې، چې د ایکو اته‌لسمه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر پر درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو پر ګډون جوړه شي او د سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوی به د اقتصادي همکاریو ټولنې( ایکو) په اته‌لسمه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر غاړه ولري.

ټاکل شوې، چې د ایکو اته‌لسمه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر پر درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو پر ګډون جوړه شي او د سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.

دا اعلان په داسې حال کې کیږي، چې د نومبر پر پنځلسمه او شپاړلسمه په اسلام‌آباد کې د پاکستان پر کوربه‌توب د اقتصادي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په دېرشمه غونډه کې له ګډون څخه پاتې شو. په داسې حال کې، چې افغانستان د دې سیمه‌ییزې ټولنې غړی هېواد دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې کابل ته بلنه ورکړ شوې نه‌وه؛ ځکه اسلام‌آباد د افغانستان اوسنۍ اداره پر رسمیت نه‌پیژني.

پاکستانيو چارواکو دا ادعا هم کړې، چې د افغانستان غړیتوب د اقتصادي همکاریو ټولنې د دارالانشا لخوا ځنډول شوی دی.

دا پرېکړه د افغان چارواکو له نیوکو سره مخ شوه.

اسلامي امارت استدلال کوي، چې سیاسي اختلافات باید د سیمه ییزو اقتصادي نوښتونو او همکاریو په برخه کې د افغانستان د ګډون مخه ونه نیسي.

د تهران په سرمشریزه کې د افغانستان ګډون به کابل ته دا فرصت برابر کړي، چې له سیمه ییزو شریکانو سره د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا، ټرانسپورټي نښلون او سیمه‌ییزو همکاریو ته ورته مسایلو په اړه بیا اړیکې ټینګې او خبرې اترې وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!