Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان له پامه غورځول به د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار رامنځته کړي – دُرانی

اصف علي درانی، چې دوه ورځې مخکې له دندې ګوښه شوی؛ په افغانستان کې د داعش او القاعده په څېر د  وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له زیاتوالي هم خبرداری ورکړی دی.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲۶, ۱۴۰۳

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف علي درانی ويلي؛ که د افغانستان وضعیت ته پام ونشي، د سپټمبر د یوولسمې په څېر د بریدونو شونتیا شته.

اصف علي درانی، چې دوه ورځې مخکې له دندې ګوښه شوی؛ په افغانستان کې د داعش او القاعده په څېر د  وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له زیاتوالي هم خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي ويلي، د اوکراین کړکېچ او په فلسطین کې پرله‌پسې عام وژنې افغانستان هېر کړی دی.

اصف علي درانی خبرداری ورکوي، چې که افغانستان منزوي شي، ترهګرې ډلې به بیا وده وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی آصف علي درانی وایي؛ دا مهال افغانستان هېر شوی، د اوکراین کړکېچ او په فلسطین کې دومداره عامه وژنه روانه ده؛ نو افغانستان د نړۍ د توجه مرکز ندی. که بیا هم افغانستان له پامه وغورځول شي؛ دا کار د سپټمبر د یوولسمې پېښې د تکرار لامل کېدی شي او وسله‌والې ډلې لکه داعش به هلته پیاوړې شي.

دغه پاکستاني ډیپلوماټ په افغانستان کې د حکومت پر څرنګوالي او په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو پر تامینولو هم نیوکه کړې ده.

دراني ټینګار وکړ؛ هغه کسان، چې باور لري د چارسمبالي حکومت پر رسمیت پېژندل به له ستونزو سره مخ شي.

هغه وایي: هر هېواد حق لري، چې یو هېواد پر رسمیت وپېژني او که نه! د سپټمبر د یوولسمې له پېښې مخکې مونږ او ځینو نورو هېوادونو هم دوی پر رسمیت پېژندلی وه؛ خو ګټه یې څه وه؟ اصلي مسله دا ده، چې څوک یې پر رسمیت پېژني، هغه به څه کوي؟! د دې پر ځای، چې د نړۍ په یوه برخه کې وي، دوی به سبا د ملګرو ملتونو او OIC په څېر په لویو غونډو کې ګډون وکړي. پوښتنه دا ده، چې د دوی کړنې به هماغسې وي، چې پر نجونو یې بندیزونه لګولي دي؟ زده‌کړه او د دوی غږ بند کړئ او ووایئ، چې دوی کار نشي کولی؛ نو د دوی پېژندل به ګټور نه‌وي، خو دا به د هغه هېواد لپاره یو بله ستونزه وي.

درانی په داسې حال کې د سیمې له لارې د افغانستان د ستونزې د حل پر اړتیا ټینګار کوي، چې د ده په خبره امریکا او لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو پر مسلو ټینګار کوي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!