سیمه ییز خبرونه

د افغانستان په چارو کې د ایران او چین ځانګړیو استازیو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

Published

on

د افغانستان لپاره د ایران او چین ځانګړیو استازیو د افغانستان په اړه د خپلو ولسمشرانو د پرېکړو د عملي کېدو پر څرنګوالي له یو بل سره خبرې کړي او همدا راز یې په افغانستان کې پر دایمي ثبات، سولې او ګډې همکاری ټینګار کړی دی.

له هغې وروسته، چې د ایران او چین ولسمشرانو په بیجینګ کې ولیدل؛ د افغانستان پر مسایلو او له دې هېواد سره د ګډې همکاری پر دوام ټینګار وکړ؛ نو ورسره سم د افغانستان لپاره د دې دواړو هېوادونو ځانګړیو استازیو هم له یو بل سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې د خپلو ولسمشرانو د پرېکړو د عملي کېدو پر څرنګوالي سره خبرې کړې دي.

دغه راز د چین ځانګړي استازي ویلي، چې له دې سفر مخکې یې په قطر کې د افغانستان په اړه د قطر له لوړپوړیو چارواکو، په دوحه کې د پاکستان له سفیر او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رییس سهیل شاهین سره کتلي او خبرې کړې دي.

د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې، ثبات او ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار شوی دی.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي؛ د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره د ایران او چین د ولسمشرانو د پرېکړو د عملي کېدو پر څرنګوالي مې دوستانه او کارنده لیدنه درلوده. په دې لیدنه کې د افغانستان د دایمي سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره د پکن- تهران ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو او د همکاریو د عملي کېدو لپاره لارې چارې و ارزول شوې.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي بیا قطر ته د خپل وروستي سفر په تړاو په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې، چې په خپل دې سفر کې یې د قطر له لوړ پوړیو چارواکو، د پاکستان له سفیر او همدا راز د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رییس سهیل شاهین سره د افغانستان پر موضوعاتو غږېدلی دی.

لدې وړاندې د ایران او چین ولسمشرانو په خپله وروستی لیدنه کې د افغانستان لپاره د یو ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و او همدا راز یې د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو له اسلامي امارته غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د کار او زده‌ کړې د بندیز پرېکړه بېرته واخلي او همدا راز یې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام اړین بللی و.

Trending

Exit mobile version