Connect with us

نړۍ

د امریکایانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول واک و ځواک کارولی شو ـ بایدن

خپور شوی

د

په سوریه کې پر امریکایي ځواکونو د ایران پلوه ملیشو له تازه برید وروسته پرون د امریکا ولسمشر جو بایدن ایران وګواښه او په ډاګه یې کړه، چې د امریکایانو خوندیتوب ته به خپل ټول واک او ځواک وکاروي.

رویترز په ډاګه کړې؛ په سوریه کې ایران پلوې ډلې ویلي، چې د امریکا وروستي برید ته په ځواب کې بشپړ چمتووالی لري او لاسونه یې لنډ ندي.

دغه راز بایدن د اړوند برید په اړه ویلي؛ پام کوئ! امریکا له ایران سره شخړه نه غواړي؛ خو مونږ د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره پرېکنده ځواب ویلو ته هره شېبه چمتو یوو.

په سوریه کې د ایراني پلوه ملیشو په تازه برید کې، چې د جمعې پر ورځ ترسره شوی؛ د امریکا یو سرتېری ټپي شوی.

له دې مخکې د بې پیلوته الوتکو پر بریدونو، چې امریکا یې ملامتي پر ایران اچولې؛ ۶ امریکایان ټپي شوي و او یو قراردادي په کې وژل شوی دی.

د بېبي سي د څرګندونو له مخې؛ په سوریه کې د ایران مشورتي کمیتې په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا په برید کې ګڼ شمېر جنګیالي وژل شوي او ټپي دي.

په هغه اعلامیه کې، چې یادې کمیټې لاسلیک کړې خبرداری ورکړ شوی؛ که په سوریه کې زمونږ مرکزونه او ځواکونه په نښه شي، مونږ یې د ځواب ویلو وړتیا لرو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي؛ په سوریه کې د امریکا په هوايي بریدونو کې، چې د پنجشنبې پر ورځ یې کړي ۱۴ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي.

دا لومړی ځل ندی، چې په سوریه کې پر میشتو امریکایي ځواکونو د بې پیلوته الوتکو بریدونه کیږي. پوځي چارواکي وایي، چې د ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا د سوریې په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو پر مرکزونو ۷۸ ځلې بریدونه شوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په دې بریدونو کې سرتېرو او قراردادیانو ته مرګ و ژوبله اوړي.

د سوریې په ختیځ کې د امریکایي سرتېرو دقیق شمېر معلوم ندی؛ خو ویل کیږي، چې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي سرتېري له کردي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد جنګیږي.

ویل کیږي، چې په ۲۰۱۱ ز. کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راپدیخوا د اسلامی انقلاب ګارد قول اردو په سوریه کې خپل حضور پراخ او پیاوړی کړی او د بشار الاسد د پوځ او ملیشه ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره یې سلګونه کسان دغه هېواد ته استولی دی.

نړۍ

په یمن کې د انساني تلفاتو زیاتوالي روغتونونه د وړتیاوو له کمښت سره مخ کړي- د سره صلیب کمیټه

د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بې‌ساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

 

سره صلیب د چارشنبې پر ورځ خبرداری ورکړی؛ د جګړې د ټپیانو د شمېر زیاتوالي او په څو جبهو کې د نښتو له کبله د یمن روغتونونه تر سخت فشار لاندې دي، چې د دغه هېواد پر کمزوري روغتیايي نظام یې فشار نور هم زیات کړی دی.

د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بې‌ساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي؛ په تېرو اوونیو کې د نښتو د نوې څپې له پیل راپدېخوا په یمن کې له ۲۰۰ زره ډېر کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. دې نښتو له هغې وروسته هغې زور اخیستی، چې د ایران پر ملاتړ د حوثیانو او د سعودي عربستان پر ملاتړ د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه بیا پیل شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د روغتیايي چارو د همغږي کوونکي فراس ابوسمره د خبرپاڼې له مخې، د ټپیانو د درملنې په برخه کې کارکوونکي له خورا سخت فشار سره مخ دي.

هغه زیاته کړې، چې په یمن کې یوازې لږ شمېر فعال روغتیايي مرکزونه د جګړې د ټپانو د هر اړخیزې درملنې وړتیا لري. په داسې حال کې، چې روغتونونه د جراحي وسایلو، د بې‌هوښۍ درملو، اکسیجن او درملو له کمښت سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی، چې د یمن روغتیايي نظام له یوې لسیزې ډېرې جګړې، اقتصادي کړکېچ، بې‌ځایه کېدا او د ناروغیو د خپرېدا له کبله سخت کمزوری شوی دی او که نښتې نورې هم شدیدې شي، ښايي روغتیايي نظام د تلفاتو د نوې او پراخې څپې د درملنې وړتیا ونه‌لري.

Continue Reading

نړۍ

په امریکا کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان ووژل شول

د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.

Published

on

د امریکا په جورجیا او پینسلوانیا ایالتونو کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.

په بله پېښه کې، چې د پینسلوانیا ایالت په ایري ښار کې شوې؛ نهه کسان، د دوه ماشومانو او یوې امیندوارې مېرمنې پر ګډون وژل شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، چې بریدګر هم د دې پېښې د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.

د ایري ښار د پولیسو مشر ریک لورا دغه پېښه یو داسې سخت برید بللې، چې د پولیسو په ۲۸ کلنه کاري مخینه کې ورسره مخ شوی نه‌و.

پولیسو ویلي، د دغو وسلوالو بریدونو انګېزه اوس هم روښانه شوې نه‌ده؛ خو ټاکل شوې، چې نور جزئیات یې په یوه خبري غونډه کې اعلان شي.

Continue Reading

نړۍ

روسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي

د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نه‌درلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړه‌ییز وس پرې اغېزمن شي.

Published

on

 

د ډنمارک د استخباراتو او ملي امنیت یوه چارواکي ویلي؛ روسیې پر هغو ډنمارکي شرکتونو ورانوونکي عملیات پیل کړي، چې اوکراین ته پوځي تجهیزات تولید او برابروي.

د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نه‌درلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړه‌ییز وس پرې اغېزمن شي.

د ډنمارک د امنیت او استخباراتو دې چارواکي په کوپنهاګن کې یوې امنیتي غونډې ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې د روسیې ورانوونکي فعالیتونه زیات شوي دي.

په کوپنهاګن کې د روسیې سفارت دغه تورونه رد کړي او د ډنمارکي چارواکو ادعاوې یې «بې‌بنسټه» بللې دي.

ډنمارکي چارواکي خبرداری ورکړی؛ روسیه د ورانوونکو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له عادي وګړو او نیابتي کسانو څخه کار اخلي، چې د ټیلیګرام او خواله رسنیو له لارې جذبېږي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ډنمارکي امنیتي چارواکو له دې مخکې د لویدیځ پر هېوادونو د روسیې د ګډو بریدونو د احتمال له زیاتېدا خبرداری ورکړی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!