نړۍ
د امریکا په هوايي برید کې ۶۸ حوثیان ووژل شول
المسیره د دوشنبې پر ورځ( د غویی اتمه) راپور ورکړی، چې امریکا په دې عملیاتو کې یوه بندخونه پر نښه کړې ده.
د یمن د حوثيانو المسیره ټلویزیون راپور ورکړی، چې د یمن د شمال لویدیځ پر صعده د امریکا د برید له کبله لږ تر لږه ۶۸ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.
المسیره د دوشنبې پر ورځ( د غویی اتمه) راپور ورکړی، چې امریکا په دې عملیاتو کې یوه بندخونه پر نښه کړې ده.
د یمن د حوثیانو د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې د امریکا د برید پر مهال په بندخونه کې ۱۱۵ افریقایي کډوال ساتل کېدل.
صعده د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو یو له مهمو اډو څخه ګڼل کیږي او پخوا هم د امریکا د هوايي بریدونو هدف ګرځیدلی ده.
العربیه څانګې د وري پر اتلسمه په صعده ولایت کې د حوثي قومندان ابو عبدالله الحمران له وژل کېدو راپور ورکړی و.
د ۱۴۰۳ کال د فبروري پر پېنځلسمه د ډونالډ ټرمپ ادارې حوثیان د “بهرنيو ترهګرو ډلو” په نوملړ کې شامل کړل.
په دې وروستیو ورځو کې د امریکا پوځ په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې خپل کمپاین چټک کړی دی.
د حماس او اسرائیلو د جګړې له پیل لږ وروسته حوثیانو په سره سمندر، باب المندب تنګي او عدن خلیج کې پر نړیوالو کښتیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې سمندري امنیت له خطر سره مخ کړ. د دې بریدونو ساحه حتا د هند سمندر ته هم وغځېدله.
دې ایران پلوې ډلې تل کوښښ کړی، چې د اسرائیلو خاوره پر نښه کړې ده.
امریکا په سیمه کې خپل پوځي شتون پیاوړی کړی، چې څارونکي یې د ایران حکومت او حوثیانو لپاره بشپړ ګواښ ګڼي.
ټرمپ ټینګار کړی، چې د حوثیانو پر مرکزونو به د امریکا پوځي بریدونه تر هغې روان وي، چې پر نړیوالو کښتیو د دوی بریدونه ونهدرول شي.
د غویی پر اتمې سهارمهال د امریکا پوځ اعلان وکړ، چې د حوثیانو پر وړاندې وروستیو بریدونو پر دې ډلې “وژونکې اغېزه” درلوده.
د امریکا پوځ دا هم ویلي، چې دوی به په یمن کې د عملیاتي امنیت ساتنې” لپاره د خپلو بریدونو په اړه ځانګړي جزئیات خپاره نکړي. “
د سکای نیوز عربيه ورځپاڼې د وري پر نولسمه په یمن کې د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د امریکا هوايي بریدونو له زیاتېدا وروسته حوثیانو خپل یو شمېر استخباراتي قومندانان د جاسوسۍ او د دوی د پوستو د همغږۍ د افشا کولو پر تور نیولي دي.
نړۍ
۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو په «سومالیلینډ» کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل وغندل
د قطر، کویت، سعودي عربستان، مصر، سومالیا، سوډان، لیبیا، بنګله دیش، الجزایر، فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، پاکستان، موریټانیا، اردن او عمان بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ په دوحه کې د یوې ګډې خبرپاڼې پرمهال د اسرائیلو لهخوا «سومالیلینډ» ته د ډیپلوماټیک استازي د ټاکلو پرېکړه وغندله.
د ۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو اعلان کړی، چې په “سومالیلینډ” کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل د سومالیا له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده.
د قطر، کویت، سعودي عربستان، مصر، سومالیا، سوډان، لیبیا، بنګله دیش، الجزایر، فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، پاکستان، موریټانیا، اردن او عمان بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ په دوحه کې د یوې ګډې خبرپاڼې پرمهال د اسرائیلو لهخوا «سومالیلینډ» ته د ډیپلوماټیک استازي د ټاکلو پرېکړه وغندله.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا عمل د سومالیا د فډرالي جمهوریت له حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده.
د دغو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له هر هغه یو اړخیز عمل سره خپل کلک مخالفت تکرار کړ، چې د هېوادونو حاکمیت یا یووالي ته زیان رسوي او د سومالیا د حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
دوی دا ټینګار هم وکړ، چې د سومالیا یوازنۍ مشروع اداره د دې هېواد د خلکو د ارادې استازیتوب کوي.
دغه راز څرګنده شوې، چې دا ډول کړنې د نړیوال قانون له اصولو، د ملګرو ملتونو منشور او افریقایي ټولنې اساسنامې څخه ښکاره سرغړونه ده او کولی شي د یو خطرناکې بېلګې په توګه د افریقا په وچه کې ثبات کمزوری کړي او پر سیمهییزه سوله او امنیت منفي اغېزه وکړي.
نړۍ
امریکا او ایران ښايي له بندري بندیزونو سره سره،روانه اوونۍ خبرې بیا پیل کړي
سرچینو د سېشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن تېره اوونۍ د خبرو اترو له ماتېدا وروسته پر ایران بندري بندیز لګولی دی.
د امریکا او ایران مذاکره کوونکې ډلې ښایي په روانه اوونۍ کې اسلامآباد ته راستانه شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې بیا پیل کړي.
سرچینو د سېشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن تېره اوونۍ د خبرو اترو له ماتېدا وروسته پر ایران بندري بندیز لګولی دی.
که څه هم د امریکا بندیز د تهران غصه راوپاروله، خو ډیپلوماټیکې اړیکې ممکن دوام ومومي؛ ځکه د تېلو د بیو په راټیټولو کې یې مرسته وکړه او د سېشنبې پر ورځ د معیاري نرخونه له ۱۰۰ دالرو څخه کښته شول.
دغه راز په خبرو اترو کې ښکېلو سرچینو د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ دواړه هېوادونه کولی شي د اوونۍ په پای کې بېرته راستانه شي. له واشنګټن او تهران سره یو وړاندیز شریک شوی، چې خپل پلاوي بیا واستوي.
یوې لوړ پوړې ایراني سرچینې ویلي: «کومه ځانګړې نېټه ټاکل شوې نهده او پلاويو له جمعې څخه تر یکشنبې پورې په پام کې نیولې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ ایران د دوشنبې پر ورځ زنګ وهلی او غواړي یوې هوکړې ته ورسیږي؛ خو هیڅکله به هغه تړون تصویب نهکړي، چې تهران ته د اټومي وسلې د لرلو اجازه ورکړي.
نړۍ
ایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اټومي مسلو خبرې د اختلافاتو له کبله درېدلې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی؛ خو ټینګار کوي، چې تهران به هیڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی ونهمومي.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اټومي مسلو خبرې د اختلافاتو له کبله درېدلې دي.
هغه هممهاله د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو کښتیو د «بندیز» پیل هم اعلان کړ.
د امریکا ولسمشر ادعا کړې، چې ایران په یوه تازه اړیکه کې د هوکړې غوښتونکی شوی دی؛ د رویټرز په ګډون خبري سرچینو څرګنده کړې، چې دا ادعا تر دې دمه خپلواک تائید نهلري.
ټرمپ د واشنګټن پر دریځ د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې: « ایران به هیڅکله اټومي وسلې ته د لاسرسي اجازه ونهلري. مونږ هیڅ هېواد ته اجازه نشو ورکولی، چې له نورې نړۍ باج واخلي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او د اټومي خبرو راتلونکی هم ناڅرګند پاتې دی.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د غزې له خلکو سره ۵۳۰ ټنه مرسته وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoآیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟
-
سوداگري3 days agoد افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي
-
سوداگري4 days agoد سیمې د انرژۍ بدلون؛ له روسیې افغانستان ته د سون توکو واردات زیات شوي
-
سوداگري5 days agoد ازبکستان او افغانستان سوداګرۍ وده کړې؛ د راکړې ورکړې کچه ۲۹۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې
-
تازه خبرونه4 days agoمتقي د سعودي عربستان له سفیر سره په چین کې د کابل-اسلامآباد پر مذاکراتو خبرې وکړې
-
څار4 days agoڅار: تدریجي ښکېلتیا د افغانستان د راتلونکي لپاره عملي ټاکنه
-
تازه خبرونه4 days agoازبکستان او ناروې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ
