تازه خبرونه

د امریکا په کليفورنيا ایالت کې افغانانو د پاکستان پوځي رژیم بريدونه وغندل

دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.

Published

on

د امریکا د کلفورنیا ایالت په مرکز سکرمنټو ښار کې افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه وغندل او په یو پرېکړه‌لیک کې یې له نړۍوالو څخه د دغو بریدړونو د څېړلو غوښتنه وکړه.

دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.

د کليفورنيا په سکرامنټو ښار کې راټولو شويو کسانو ويلي؛ دا بريدونه د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې موضوع وڅېړي او عاملان یې ځواب ویلو ته راکاږي.

د غونډې ويناوالو خبرداری ورکړ، چې د تاوتريخوالي دوام کولی شي سيمه بې‌ثباته کړي او د نړۍ له مشرانو يې وغوښتل، چې د وضعيت د خرابېدا مخه ونيسي.

دې ته ورته لاريونونه تېره اوونۍ په اروپا کې هم وشول؛ لندن مېشتو سلګونو هېوادوالو لاريون وکړ او د بېړنۍ نړيوالې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.

دغه راز په اوسلو کې هم افغانان د ناروې پارلمان مخې ته راټول شول او د تاوتريخوالي د درولو غوښتنه يې وکړه.

شنونکي وايي، که سياسي هڅې ګړندۍ نه‌شي؛ د ډيورنډ کرښې تاوتريخوالی ښايي پراخې امنيتي ستونزې رامنځته کړي.

دا لاريونونه په داسې حال کې کېږي، چې د چین په اورومچي ښار کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ خو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته وخت ناوخت نښتې او توپچي ډزې روانې دي.

Trending

Exit mobile version