تازه خبرونه
د اړتیا په صورت کې به تاپي پروژې ته امنیتي قطعه رامنځته کړو-اسلامي امارت
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ويلي، اسلامي امارت د تاپي پروژې عملي کار پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري او د اړتیا په صورت کې به د دغې پروژې د امنیت خوندي کولو لپاره ځانګړې قطعه جوړه کړي.
یاد بنسټ د شنبې پر ورځ ( د سلواغې لومړۍ) په ډاګه کړې؛ تاپي پروژه، چې د سیمې پر کچه یوه اړینه اقتصادي پروژه ده او د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې کار پیل شو، خو بشپړېدا یې پر افغانستان د امریکايي اشغال له کبله تر اوسه ځنډېدلی دی.
د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو سره په هېواد کې بشپړ امنیت خوندي شوی او د دې پروژې د پليکېدو لپاره له بل هر وخت اوس ښه فرصت برابر شوی، چې په دې اړه یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.
د ریاست اوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي: اسلامي امارت په هېواد کې د ملي پروژو امنیت ته پوره پاملرنه کوي او په هېواد کې د تاپي پروژې د عملي چارو پیلکېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
دغه راز زیاتوي؛ اسلامي امارت یادې پروژې ته د هېواد د اقتصادي بېخبنا د یوه اړین عنصر په توګه ګوري، چې د عملي چارو پیل یې د افغانانو لپاره یو ښه زیری دی.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ که اړتیا ولیدل شي اسلامي امارت چمتو دی، چې د یادې پروژې د امنیتي چارو ساتلو لپاره یو ځانګړی ځواک جوړ کړي. د افغانستان اسلامي امارت د هېواد بیارغونه او د اقتصادي بېخبناوو احیاء کول د ځان مسوولیت ګڼي او باور لري، چې د سیمې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ښېرازي د سیمې ټولو هېوادونو شریک مسوولیت دی او باید په ګډه اقدامات وکړي.
د یادونې ده، څو ورځي مخکې هم کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست مسوولینو د ترکمنستان له استازیو سره د تاپي پروژې د امنیت په موخه ناسته درلوده او دوی ته یې د تاپي پروژې د بشپړ امنيت ټينګولو ډاډ ورکړی دی.
تازه خبرونه
د چین سفیر له متقي سره د مخهښې په لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امیرخان متقي د اسلامي امارت او چین ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې بللې او د ژاو شینګ د ماموریت په دوره کې یې د نوموړي له هڅو مننه کړې ده.
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د مخهښې په لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امیرخان متقي د اسلامي امارت او چین ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې بللې او د ژاو شینګ د ماموریت په دوره کې یې د نوموړي له هڅو مننه کړې ده.
متقي د چین سفیر ته په راتلونکي ماموریت کې د بریا هیله هم څرګنده کړې ده.
بلخوا، د چین سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللې او د خپل ماموریت پر مهال یې د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه کړې ده.
ژاو شینګ هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې نورې هم پراخې او پیاوړې شي.
تازه خبرونه
د بدخشان عملیاتو د امنیتي ځواکونو وړتیا وښوده – په چین کې د اسلامي امارت استازي
د افغانستان کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي، چې مشري یې د دغه وزارت د عمومي دفتر رییس زینالله عابر او لوی سلاکار عبدالرحیم ثاقب کوله؛ په چین کې د امنیت په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازي په بدخشان ولایت کې د امنیتي ځواکونو وروستیو عملیاتو ته په نغوته کې دغه عملیات د امنیتي ځواکونو د هغو وړتیاوو بېلګه وبلله، چې د امنیت د ګډوډوونکو پر وړاندې یې لري.
هغه ویلي:« زمونږ امنیتي ځواکونه د الله تعالی پر نصرت او مرسته دومره وړتیا لري، چې په هېواد کې د هر ډول ناامنۍ مخه ونیسي، شرارتکوونکي او د امنیت ګډوډوونکي وځپي او د هغو ډلو ناوړه موخې او نیتونه شنډ کړي، چې د افغانستان د بېثباته کولو هڅه کوي. د هېواد د شمال په بدخشان ولایت کې د امنیت ګډوډوونکو وروستۍ ناکامي د دغې وړتیا یوه څرګنده بېلګه ده.»
د اسلامي امارت استازي ټینګار کړی؛ د افغانستان امنیتي ځواکونه ژمن دي، چې د افغانستان له خاورې د افغانانو، ګاونډ هېوادونو او نورو هېوادونو پر وړاندې د ناامنۍ د رامنځته کولو مخه ونیسي.
هغه همداراز د امنیتي همکاریو پر پراختیا، د استخباراتي معلوماتو پر تبادله، د پولو د امنیت پر ټینګښت او د نشهیي توکو او قاچاق پر وړاندې پر ګډه مبارزې ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت استازي د سولې او سیمهییز ثبات په برخه کې د چین د ملاتړ له تګلارې هم مننه کړې او څرګندوي، چې افغانستان له چین او د سیمې له هېوادونو سره د امنیتي همکاریو پراختیا ته چمتو دی.
هغه په پای کې ټینګار کړی، چې افغانستان د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د سولې، امنیت او اقتصادي پراختیا غوښتونکی دی.
تازه خبرونه
افغان او ترکي استازو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې
ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له پانګونو ستاینه کړې او له نورو ترکي پانګوالو یې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن(پنجشنبه، د وږي نولسمه) په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سادین آیلدز سره په ترکیه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو خبرې کړې دي.
ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له پانګونو ستاینه کړې او له نورو ترکي پانګوالو یې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د ډېرو آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.
د ترکیې سفیر سادین آیلدز د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ د کچې له زیاتېدا خوښي څرګنده کړه او وایي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، روغتیا، زدهکړو او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړې، ترکیه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او نړۍ ته د افغانستان د رښتیني انځور د وړاندې کولو په برخه کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.
د ترکیې سفیر ویلي، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې یې آسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي، چې په دې برخه کې نورې اآسانتیاوې هم برابرې کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان له طب څانګې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان افغان طبي زدهکړیالان د فراغت په درشل کې وشړل؛ دا ظلم او کرکه ده – ځدراڼ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د اردن امریکايي اډه او په هرمز کې بېړۍ پر نښه کړي
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي
-
سوداگري4 days agoیو اماراتي شرکت د سالنګ د دوهیم تونل او درملو یوې کارخونې جوړولو ته لېواله شو
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او بنګلهدېش د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
