سوداگري
د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
سوداگري
د شېرخان بندر د ظرفیت لوړولو طرحه تائید شوه؛ له منځنۍ آسیا او چین سره سوداګري پراخېږي
اقتصادي کمیسیون د سېشنبې پر ورځ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هغه وړاندیزونه وڅېړل او تائید کړل، چې د شېرخان بندر له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په اړه وړاندې شوي وه. د پرېکړې له مخې، د مالیې، کورنیو چارو وزارتونه او اړوند بنسټونه به په دې بندر کې نوې بېخبناوې جوړې او شته ودانیز جوړښتونه به پراخ کړي.
د اقتصادي کمیسیون له لوري، چې مشري یې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي؛ د شېرخان بندر د ظرفیت لوړولو طرحه د افغانستان، تاجکستان، قرغیزستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره تائید شوه.
اقتصادي کمیسیون د سېشنبې پر ورځ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هغه وړاندیزونه وڅېړل او تائید کړل، چې د شېرخان بندر له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په اړه وړاندې شوي وه. د پرېکړې له مخې، د مالیې، کورنیو چارو وزارتونه او اړوند بنسټونه به په دې بندر کې نوې بېخبناوې جوړې او شته ودانیز جوړښتونه به پراخ کړي.
همدارنګه له تاجکستان سره د همغږۍ له مخې به د شېرخان بندر کاري ساعتونه زیات شي، چې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ او سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې شي.
اقتصادي کمیسیون د مالیې وزارت ته دنده سپارلې، چې په شېرخان بندر کې د یوه لوژستیکي مرکز د جوړولو لپاره اړینه بودجه ځانګړې کړې. دغه مرکز به ګمرکي، زېرمې، د توکو د کښته کولو او بارولو خدمتونه وړاندې کوي.
په همدې غونډه کې د ټولګټو وزارت هم موظف شو، چې د ایکو د اوسپنېپټلۍ دهلېز د فعالولو لپاره د افغانستان په داخل کې د اوسپنېپټلۍ اړین ودانیز جوړښتونو جوړ کړي. یاد دهلېز د ایران، افغانستان، تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ رامنځته شوی دی.
له بلې خوا اقتصادي کمیسیون پرېکړه کړې، چې څو امارتي شرکتونه خپلې زړې او سکراپ اوسپنې د ملي پراختیا شرکت ته وسپاري، چې له پروسس وروسته ترې معیاري سیخګولونه تولید او د دولت په سترو پروژو کې وکارول شي.
په دې غونډه کې د ملي معیار او کیفیت ادارې ۳۷ معیارونه او ۱۲ ازمایښتي کړنلارې هم تائید شوې. دغه معیارونه د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ساختماني توکو، مخابراتو، طبي تجهیزاتو، کیمیاوي او پلاستیکي توکو په ګډون بېلابېلې برخې رانغاړي او د هېواد د اړتیاوو او نړیوالو معیارونو له مخې چمتو شوي دي.
د غونډې په پای کې د یو شمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه وړاندې او اړوند ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې. د غونډې ټولې پرېکړې د وروستۍ منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته لېږل شوې دي.
سوداگري
د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د ۵۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۵ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال فیضاحمد خوافي ویلي، چې دغه هوکړهلیکونه د ۱۳۰ ازبکستاني سوداګرو او پانګهوالو، د فرغانې ولایت والي، یو شمېر سیمهییزو چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو په غونډه کې، چې په مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه، د دواړو هېوادونو د سوداګرو او شرکتونو ترمنځ د ۵۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال فیضاحمد خوافي ویلي، چې دغه هوکړهلیکونه د ۱۳۰ ازبکستاني سوداګرو او پانګهوالو، د فرغانې ولایت والي، یو شمېر سیمهییزو چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو هوکړهلیکونو د لاسلیک موخه د سوداګریزو همکاریو پراخول، د پانګونې زیاتول او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.
دا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې کابل او تاشکند په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
سوداگري
ایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي
د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي چارو او مالیې عمومي رییس مرتضی ذاکریان ویلي، دا وړاندیز د درې هېوادونو د جغرافیایي، کانیزو او ټرانزیټي ظرفیتونو له مخې وړاندې شوی او د اداري او تخنیکي ارزونو بهیر یې روان دی.
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان وضعیت له پاکستان ښه دی؛ پاکستان مخ پر ډوبېدو دی ــ فضلالرحمن
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
-
تحول3 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر
-
تازه خبرونه1 day agoپه کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې لاندې ده
-
سوداگري1 day agoایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي
-
څار3 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد کمرنګه اړيکې
