Connect with us

نړۍ

د ایران جګړې ته له امریکایانو څخه د ملاتړ کچه راټیټه شوې- نوې نظرپوښتنه

دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.

خپور شوی

د

د رویټرز/ ایپسوس د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې؛ یوازې له هرو درې امریکایانو یو کس د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړ کوي، چې د دې پېنځه میاشتني کړکېچ له پیل راپدېخوا تر ټولو ټیټه کچه ښیي. ډېری ګډونوال څرګندوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې موخې بشپړې روښانه کړې نه‌دي.

دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.

ټرمپ د جګړې لپاره بېلابېلې موخې یادې کړې دي؛ د بېلګې په توګه: د ایران د واکمنو پر ضد د ایرانیانو ملاتړ، د ایران د بالسټیک توغندیو وړتیا له منځه وړل او ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو منع کول. د نظرپوښتنې له مخې: ۶۹ سلنه امریکایان د څلوېښت سلنه جمهوري‌غوښتونکو پر ګډون پدي باور لري، چې ټرمپ په ایران کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا موخې بشپړې روښانه کړي ندي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز ویلي؛ ټرمپ خپلې پرېکړې د بدلېدونکو نظرپوښتنو پر بنسټ نه‌کوي او ټینګار یې کړی، چې ولسمشر به ایران ته هیڅکله د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نه‌کړي.

د راپور له مخې: د روان کال د فبرورۍ له اته‌ویشتمې راپدېخوا، چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل؛ د جګړې د ملاتړ کچه له ۴۰ سلنې ټیټه پاتې شوې ده. دا وضعیت د عراق او افغانستان له جګړو سره څرګند توپیر لري؛ ځکه د عراق جګړې په لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۷۰ سلنه او د افغانستان جګړې په پیل کې د امریکایانو نږدې ۹۰ سلنه ملاتړ درلود.

شنونکو ويلي، د جګړې پر وړاندې د خلکو ناخوښي د ټرمپ او جمهوري‌غوښتونکي ګوند لپاره د نومبر د منځمهالو ټاکنو په درشل کې سیاسي فشار زیاتوي؛ ځکه د کانګرس په دواړو جرګو کې د دوی اکثریت ډېر کمزوری دی.

تر اوسه په دې جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او زرګونه کسان په ایران او لبنان کې هم مړه شوي دي. جګړې د سونګ بیې هم لوړې کړې دي؛ د پټرولو بیه په امریکا کې له جګړې مخکې د هر ګیلن شاوخوا ۳ ډالره وه، خو اوس له ۴ ډالرو لوړه شوې ده.

د نظرپوښتنې له مخې؛ خپلواکه رای ورکوونکي د کانګرس لپاره د جمهوري‌غوښتونکو پر ځای د ډیموکراټ ګوند نوماندان غوره ګڼي. همداراز د اقتصادي سیاستونو په برخه کې هم ډېری خپلواکه رای ورکوونکي د ډیموکراټانو ملاتړ کوي.

دغه نظرپوښتنه په انلاین ډول ترسره شوې؛ ۱ اعشاریه ۲۴۶ امریکايي لویانو په کې برخه اخیستې او د خطا کچه یې درې سلنه ښودل شوې ده.

نړۍ

یا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سې‌شنبه د ملګرو ملتونو په یواتیاومه عمومي غونډه کې د واشنګټن له پالیسۍ دفاع وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران د سولې هوکړې ته ونه‌رسېږي، امریکا کولی شي د ایران اسلامي جمهوریت« له منځه یوسي».

ټرمپ ویلي، د امریکا پوځي اقداماتو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی او اوس تهران باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

هغه وایي:« یوه ستره پرېکړه زما مخې ته ده؛ آیا له ایران سره به داسې هوکړه وشي، چې دې هېواد ته د بیا رغېدا او ډېر پیاوړي هېواد د جوړېدا اجازه ورکړي؛ که اسلامي جمهوریت له منځه یوسم؟!»

د امریکا ولسمشر له نړۍ هم وغوښتل، چې له واشنګټن سره د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره همکاري وکړي، چې تهران خبرو او هوکړې ته اړ شي.

ټرمپ وړاندویېنه کړې، چې د نومبر پر درېیمه د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته به یې حکومت له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدا لپاره هڅې وکړي.

دغه راز هغه ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونه‌رسېږي؛ نورې لارې به هم پر مېز وي.

ټرمپ په ملګرو ملتونو کې له وینا وروسته هم د ایران په اړه د درې‌ساعته ناستې خبر ورکړ او هغه یې «ډېره ښه» وبلله؛ خو بیا یې وروسته څرګنده کړه، چې د امریکا استازو، سټیو ویټکاف او جیرډ کوشنر، له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه نه‌ده کړې، بلکې د ایراني لوري له منځګړو سره یې خبرې کړې دي.

راپورونه ښيي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

ایراني چارواکو هم د هرمزتنګي د احتمالي پرانیستلو او د خبرو د دوام په اړه خپل دریځونه څرګند کړي دي.

د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.

ټرمپ د خپلې وینا په بله برخه کې د ونزویلا، کیوبا او د اوکراین جګړې په اړه د خپل حکومت له بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړه او څرګندوي، چې امریکا به په لویدیځه نیمه‌کره کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره نور ګامونه واخلي.

هغه پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او د امریکايي ځواکونو په اړه په چارو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لاسوهنې پر وړاندې یې د واشنګټن پر مخالفت ټینګار وکړ.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ له بهره هم یو شمېر اعتراض کوونکو د ایران د حکومت پر ضد لاریون وکړ او په دغه هېواد کې یې د ولسواکۍ غوښتنه وکړه.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

Published

on

د امریکا ای‌بي‌سي، سي‌بي‌اس، سي‌ان‌ان، فاکس او ان‌بي‌سي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.

د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.

ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.

په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.

ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.

Continue Reading

نړۍ

د جګړو هم‌مهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

Published

on

د نړۍ د شاوخوا ۱۳۰ هېوادونو مشران به روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره راټول شي. د منځني ختیځ او اوکراین جګړې، د مصنوعي ځیرکتیا له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو زیاتوالی او د ملګرو ملتونو راتلونکی به د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټرمپ ملګرو ملتونو ته د امریکا مالي مرستې کمې کړي او واشنګټن د دې ټولنې له یو شمېر ادارو څخه هم وتلی دی.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، چې وروستی ځل یې په ۲۰۲۱ز.کال کې د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا کړې وه؛ سږ کال به نیویارک ته ولاړ نه‌شي. ټاکل شوې هغه د پنجشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري.

د دغو ننګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مشرتابه راتلونکی هم د پام وړ موضوع ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرش دنده د ۲۰۲۶ز.کال په پای کې پای ته رسيږي او تر اوسه د هغه د ځایناستي لپاره کوم ځانګړی نوماند نشته.

ډیپلوماتانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ښايي د اوکراین جګړې، مصنوعي ځیرکتیا او په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو په اړه په لوړه کچه ناستې جوړې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!