نړۍ

د ایران د اټومي پروګرام رښتینی پای غواړو – ټرمپ

ټرمپ د کاناډا پرکوربتوب د جي -۷  له سرمشریزې څخه د بېرته راستنېدا پر مهال په الوتکه کې خبریالانو سره په خبرو کې د ایران او اسرائیل په جګړه کې د اوربند د غوښتنې کولو امکان رد کړ.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې پر سهار ( د غبرګړلي اووه‌ویشتم) ویلي، چې هغه د ایران د اټومي پروګرام رښتینی پای غواړي او زیاتوي، چې په منځني ختیځ کې بدلونه به د ورځې په وروستیو کې له سپینې ماڼۍ وڅاري.

ټرمپ د کاناډا پرکوربتوب د جي -۷  له سرمشریزې څخه د بېرته راستنېدا پر مهال په الوتکه کې خبریالانو سره په خبرو کې د ایران او اسرائیل په جګړه کې د اوربند د غوښتنې کولو امکان رد کړ.

“ما ندي ویلي، چې د اوربند په لټه کې یم. “

د CBS نیوز د خبریال جنیفر جاکوبز د څرګندونو له مخې، هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: ” ټرمپ د هغې پرځای د ایران د اټومي فعالیتونو بشپړ پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې، چې د هغه هدف یو “ارښتینی پای” دی؛ پدې معنا، چې ایران باید “په بشپړه توګه اټومي وسلې پریږدي.”

د اسرائیلو د پرله‌پسې بریدونو په اړه ټرمپ وویل: “اسرائیلیانو پر ایران بریدونه کم کړي ندي. ” په راتلونکو دوه ورځو کې به پوه شئ. هیچا تر اوسه په بریدونو کې کمی نه دی راوستی.”

د اسرائیلو د روانو پوځي بریدونو په اړه ټرمپ وویل: “اسرائیليان پر ایران خپل بریدونه نه‌کوي. تاسې به په راتلونکو دوه ورځو کې وپوهیږئ. تاسو به پوه شئ. تر اوسه پورې هیچا خپله چټکتیا نده کمه کړې.”

ټرمپ د امریکا ګټو ته د هر راز شوني ګواښ په اړه، وویل؛ ایران پوهیږي، چې د امریکا سرتېرو ته به زیان نه رسوي. هغه خبرداری یې ورکړ؛ که زمونږ خلکو ته څه زیان ورسیږي، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.”

له ایراني چارواکو سره د لیدو لپاره د سټیوویټکوف یا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس په څیر د امریکایي استازو د لېږلو په اړه وپوښتل شول؛ ټرمپ بې ژمنې پاتې شو. هغه وویل “زه کولی شم” او زیاته یې کړه؛ د هغه پرېکړه “په دې پورې اړه لري، چې کله بېرته ستون شم؛ نو څه به پېښیږي.”

د ایران له پلازمېنې تهران څخه د وتلو د غوښتنې په اړه وپوښتل شو؛ ټرمپ وویل، چې هغه غواړي “خلک خوندي وي.”

 کله، چې وپوښتل شو؛ آیا د ګډو ځواکونو لوی درستیز او د امریکا دفاع وزیر هغه ته د پوځي پلان جوړونې اختیارونه چمتو کړي دي. که ایران په منځني ختیځ کې پر امریکایي اډو برید وکړي؛ ټرمپ د تبصرې کولو څخه ډډه وکړه او ویې ویل: “زه تاسې ته دا نشم ویلی.”

ټرمپ پدې اړه هم تبصره وکړه؛ آیا د اتو ډلو ډلې – د امریکا د کانګرس د مشرانو یوه ډله، چې حساسو استخباراتو ته لاسرسی لري – د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شوي دي، هغه وویل؛ دوی به یې وکړي، مګر “دا په دې پړاو کې اړینه نده”.

اسرائیلي چارواکو راپور ورکړی، چې د ایران د توغندیو بریدونو لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

ایران ویلي، چې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه ډېر یې ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version