نړۍ
د ایران د اټومي پروګرام رښتینی پای غواړو – ټرمپ
ټرمپ د کاناډا پرکوربتوب د جي -۷ له سرمشریزې څخه د بېرته راستنېدا پر مهال په الوتکه کې خبریالانو سره په خبرو کې د ایران او اسرائیل په جګړه کې د اوربند د غوښتنې کولو امکان رد کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر سهار ( د غبرګړلي اووهویشتم) ویلي، چې هغه د ایران د اټومي پروګرام رښتینی پای غواړي او زیاتوي، چې په منځني ختیځ کې بدلونه به د ورځې په وروستیو کې له سپینې ماڼۍ وڅاري.
ټرمپ د کاناډا پرکوربتوب د جي -۷ له سرمشریزې څخه د بېرته راستنېدا پر مهال په الوتکه کې خبریالانو سره په خبرو کې د ایران او اسرائیل په جګړه کې د اوربند د غوښتنې کولو امکان رد کړ.
“ما ندي ویلي، چې د اوربند په لټه کې یم. “
د CBS نیوز د خبریال جنیفر جاکوبز د څرګندونو له مخې، هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: ” ټرمپ د هغې پرځای د ایران د اټومي فعالیتونو بشپړ پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړې، چې د هغه هدف یو “ارښتینی پای” دی؛ پدې معنا، چې ایران باید “په بشپړه توګه اټومي وسلې پریږدي.”
د اسرائیلو د پرلهپسې بریدونو په اړه ټرمپ وویل: “اسرائیلیانو پر ایران بریدونه کم کړي ندي. ” په راتلونکو دوه ورځو کې به پوه شئ. هیچا تر اوسه په بریدونو کې کمی نه دی راوستی.”
د اسرائیلو د روانو پوځي بریدونو په اړه ټرمپ وویل: “اسرائیليان پر ایران خپل بریدونه نهکوي. تاسې به په راتلونکو دوه ورځو کې وپوهیږئ. تاسو به پوه شئ. تر اوسه پورې هیچا خپله چټکتیا نده کمه کړې.”
ټرمپ د امریکا ګټو ته د هر راز شوني ګواښ په اړه، وویل؛ ایران پوهیږي، چې د امریکا سرتېرو ته به زیان نه رسوي. هغه خبرداری یې ورکړ؛ که زمونږ خلکو ته څه زیان ورسیږي، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.”
له ایراني چارواکو سره د لیدو لپاره د سټیوویټکوف یا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس په څیر د امریکایي استازو د لېږلو په اړه وپوښتل شول؛ ټرمپ بې ژمنې پاتې شو. هغه وویل “زه کولی شم” او زیاته یې کړه؛ د هغه پرېکړه “په دې پورې اړه لري، چې کله بېرته ستون شم؛ نو څه به پېښیږي.”
د ایران له پلازمېنې تهران څخه د وتلو د غوښتنې په اړه وپوښتل شو؛ ټرمپ وویل، چې هغه غواړي “خلک خوندي وي.”
کله، چې وپوښتل شو؛ آیا د ګډو ځواکونو لوی درستیز او د امریکا دفاع وزیر هغه ته د پوځي پلان جوړونې اختیارونه چمتو کړي دي. که ایران په منځني ختیځ کې پر امریکایي اډو برید وکړي؛ ټرمپ د تبصرې کولو څخه ډډه وکړه او ویې ویل: “زه تاسې ته دا نشم ویلی.”
ټرمپ پدې اړه هم تبصره وکړه؛ آیا د اتو ډلو ډلې – د امریکا د کانګرس د مشرانو یوه ډله، چې حساسو استخباراتو ته لاسرسی لري – د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شوي دي، هغه وویل؛ دوی به یې وکړي، مګر “دا په دې پړاو کې اړینه نده”.
اسرائیلي چارواکو راپور ورکړی، چې د ایران د توغندیو بریدونو لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
ایران ویلي، چې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه ډېر یې ټپیان دي.
نړۍ
د ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
رویټرز د دوه بلدو کسانو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې له ایران سره په ۱۰ ورځنیو نښتو کې ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
د رویټرز له دې شمېر مخکې پنټاګون یوازې د ۸ امریکایي پرسونل له ټپي کېدا خبر ورکړی و.
د رویټرز د راپور له خپرېدا وروسته پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې دا شمېر څه نا څه ۱۴۰ ټپیان وښودل او څرګندوي، چې ډېری یې سرسري ټپي شوي دي.
د پنټاګون ویاند شان پارنیل ویلي: “د حماسي برید له پیل راپدېخوا په ۱۰ ورځو پرلهپسې بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.”
هغه ویلي، چې له ټپي شویو سرتېرو څخه ۱۰۸ یې له رغېدا وروسته بېرته دندې ته راستانه شوي دي.
پارنیل څرګندوي، چې اته سخت ټپیان شوي سرتېري د لوړې طبي کچې تر درملنې لاندې دي.
رویټرز د ټپونو د بڼو نوم اخیستی ندی او دا هم معلومه نده، چې آیا دا د دماغي زیانمنېدا ټپونه دي که د چاودنو له کبله.
ایران د فبروري پر اتهویشتمه د نښتو له پیل راپدېخوا د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي. د عربي خلیج په هېوادونو کې یې ډیپلوماټیک ماموریتونه، هوټلونه او هوایي ډګرونه هم پر نښه کړي او د تېلو بنسټیزو ودانیو ته یې هم زیان رسولی دی.
پنټاګون ويلي، چې د جګړې له پیل راپدېخوا د ایراني بریدونو شمېر راټیټ شوی؛ ځکه، چې د امریکا پوځ د ایران د وسلو زیرمې بمبارډوي.
د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډان کین د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې جګړه له تمې څخه سخته نه وه.
نړۍ
ایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ويلي، چې د ایران حکومت د هغه پر هېواد له برید سره خیانت کړی دی.
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې د خلیجي هېوادونو په برید کې د ایران ” ناسمې محاسبې”؛ “هرڅه ویجاړ کړل” او قطر به پدې اړه د هغو هیڅ راز پلمه ونهمني.
د قطر لومړي وزیر دا هم ویلي؛ دا حیرانونکې ده، چې ایران پر خلیج هېوادونو خپل بریدونه حتا له هغې وروسته هم ترسره کړل، چې ولسمشر مسعود پزشکیان له خلیجي هېوادونو بښنه وغوښته.
دغه راز هغه یادونه وکړه، چې قطر به ” د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایرانیانو سره خبرې اترې روانې وساتي.”
نړۍ
یوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
یو پاکستانی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پر هڅه تورن پېژندل شوی؛ د چارشنبې پر ورځ(د کب دیارلسمه ) یې د منصفه پلاوي غړو ته ویلي: هغه په خپله خوښه د ایران د انقلاب اسلامي له سپاه پاسداران سره د دې دسیسې په جوړولو کې کار ندی کړی.
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
سپاه پاسداران په ایران کې د پوځي، اقتصادي او استخباراتي ځواک په ساتنه کې مرکزي ارزښت لري.
نیویارک ټایمز د مرچنټ د څرګندونو له مخې لیکلي: « ما نهغوښتل، چې دا کار پخپله خوښه ترسره کړم» نوموړي د دې تور د سپیناوي پر مهال یوې محکمې ته ویلي، چې ده په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره دې کار ته غاړه ایښې.
څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او د “رښتیني جبر لپاره یې د شواهدو نشتوالی” پر ګوته کړ.
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې مرچنټ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د یو ځانګړي کس د وژلو امر ندی شوی؛ خو د هغه ایراني لمسوونکي د ایران په پلازمېنه کې د خبرو اترو پر مهال ورته د درې کسانو نومونه اخیستي دي.
په دې نومونو کې پر ټرمپ سربېره د هغه وخت( ۲۰۲۴ ) د ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي نومونه یاد شوي دي.
د مرچنټ محاکمه تېره اوونۍ؛ مخکې له دې، چې ټرمپ پر ایران د اسرائیلو پر ملاتړ د برید امر وکړي او ستر رهبر علي خامنهیي او نور لوړ پوړي چارواکي ووژي؛ ترسره شوې ده.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له ایبيسي نیوز سره په مرکه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په اړه، چې خامنهیي وواژلی څرګندونې کړي او د ایران ادعا شوې دسیسې ته یې د نغوتې پر مهال ویلي: «هغه مې مخکې له دې، چې ما ونیسي؛ ونیوه.»
ویل کیږي، چې تهران پر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکي د برید تور رد کړی دي.
-
تازه خبرونه3 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه5 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
-
نړۍ5 days agoایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
-
لوبی5 days agoهندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoمجتبا خامنهیي د ایران نوی مذهبي رهبر شو
