Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ایران مهم اټومي سایټونه د امریکا د هوايي بریدونو له کبله له منځه تللي دي – ټرمپ

له څو ورځو بحثونو وروسته او د هغه د دوه اوونیز ضرب الاجل څخه وروسته د ټرمپ پرېکړه وکړه، چې د اسرائیلو د خپل لوی سیال ایران پر وړاندې له پوځي کمپاین سره یوځای شي.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ ناوخته ویلي، چې امریکایي ځواکونو د ایران درې بنسټیز اټومي سایټونه پر نښه کړل او تهران ته یې خبرداری ورکړ، چې که سوله ونه مني؛ نو له نورو بریدونو سره به مخ شي.

له څو ورځو بحثونو وروسته او د هغه د دوه اوونیز ضرب الاجل څخه وروسته د ټرمپ پرېکړه وکړه، چې د اسرائیلو د خپل لوی سیال ایران پر وړاندې له پوځي کمپاین سره یوځای شي.

ټرمپ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي: “بریدونه یوه په زړه پورې پوځي بریا وه. د ایران مهم اټومي بډایه کولو تاسیسات په بشپړ ډول له منځه تللي دي.”

په دې وینا کې، چې یوازې درې دقیقې یې دوام وکړ ټرمپ وویل، چې د ایران راتلونکې “یا سوله یا تراژیدي” ده او داسې نورې موخې شته، چې امریکایي پوځ یې پر نښه کړي.

نوموړي زیاته کړې؛”که سوله ژر نه رامنځته نشي، مونږ به نورې موخې پر دقت، سرعت او مهارت تعقیب کړو.”

سي‌بي‌ایس نیوز راپور ورکړ، چې امریکا د شنبې پر ورځ له ایران سره په ډیپلوماټیک ډول اړیکه ونیوله او ویې ویل، چې بریدونه ټول د امریکا پلانونه دي او موخه یې د رژیم بدلون ندی.

په دې راپور کې راغلي ټرمپ ویلي، چې امریکایي ځواکونو د ایران پر درې بنسټیزو اټومي سایټونو: نطنز، اصفهان او فردو برید وکړ. هغه فاکس نیوز ته ویلي، چې پر فردو شپږ سنګر ماتوونکي بمونه غورځول شوي. په داسې حال کې، چې د نورو اټومي ځایونو پر وړاندې 30 تاماهاک توغندي توغول شوي دي

د امریکا یوه چارواکي، د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي، چې په بریدونو کې د امریکا بي-۵۲ الوتکې ښکېل وې.

ټرمپ لیکلي: “په لومړني سایټ فردو کې د بمونو بشپړ بار غورځول شوی. فورډو له منځه تللی دی.”

هغه زیاته کړې: “ایران باید اوس د دې جګړې پر پای ته رسولو هوکړه وکړي.”

رویټرز د شنبې پر ورځ د بي-۵۲ الوتکو د حرکت په اړه راپور ورکړی و، چې کولی شي د سترو بمونو لېږدولو لپاره وکارول شي. د کارپوهان پر اند د فردو د برید لپاره،  چې د تهران سویل ته د غره لاندې ښخ شوی دی. احتمال لري، چې د بریدونو اغېزې به څو ورځې وخت ونیسي. که ډېر نه وي.

د تسنیم خبري سرچینې د ایران یوه چارواکي له قوله، تائید کړې، چې د فردو سایټ یوه برخه د “دښمن تر هوایي بریدونو” لاندې راغلي دي.

د ایران دولتي نشراتي شبکې صدا او سیما مرستیال سیاسي مشر حسن عابدیني ویلي، چې ایران څه وخت مخکې دا درې سایټونه خالي کړي دي.

هغه دې چینل ته وویل: ” غني شوي یورانیم زیرمې له اټومي مرکزونو څخه لېږدول شوي او هلته هیڅ داسې مواد ندي پاتې شوي، چې که پر نښه شي؛ د وړانګې به یې زمونږ د هېوادوالو لپاره زیانمنې نشي.”

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ټرمپ ته د هغه د “زړورې پرېکړې” مبارکي ورکړه.

نتانیاهو ویلي: “تاریخ به ثبت کړي، چې ولسمشر ټرمپ د نړۍ پر ترټولو خطرناک رژیم او د نړۍ پر ترټولو خطرناک وسلو برید وکړ.”

رویټرز راپور ورکړی؛ دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي، چې اسرائیل او ایران له یوې اوونۍ څخه ډېره هوایي جګړه کړي په د دواړو هېوادونو خلک له مرګ او ژوبلې سره مخ شوي دي.

اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل او څرګنده کړې يې ده، چې دوی غواړي د تهران د اټومي وسلو د پراختیا هر چانس له منځه یوسي.

ایران ويلي، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سوله‌ییزو موخو لپاره دی.

د لویدیځو هېوادونو لخوا د دښمنیو د بندولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي؛ د شنبې د ورځې بریدونه “په سیمه کې د جګړې خطر له مخکې زیات کړی او دا بریدونه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مستقیم ګواښ” دی.

د امریکا ډیموکراټانو او ځینو جمهوري غوښتونکو قانون جوړووونکو استدلال کړی و، چې ټرمپ باید د ایران پر وړاندې د هر ډول جګړې لپاره د ځواکونو له لېږلو مخکې د له کانګرس څخه اجازه ترلاسه کړي.

د جمهوري غوښتونکو د سنا د وسلوالې کمیټې رییس راجر ویکر د مسی‌سی‌پي استازي له دې عملیاتو ستاینه وکړه؛ مګر خبرداری یې ورکړ، چې امریکا اوس “له جدي غوراویو سره مخ شوې ده.

د جمهوري غوښتونکو یو قانون جوړونکي، له توماس ماسي څخه د کنټاکي استازي ویلي، “دا د اساسي قانون له مخې عمل ندی.”

د ډیموکراټانو استازي الکساندریا اوکاسیو-کورټیز ویلي، چې دا “په بشپړ ډول د استیضاح لپاره زمینه برابروي.”

د ټرمپ د MAGA غورځنګ ډېرو غړو په بهرنیو نظامي عملیاتو کې د امریکا د ښکېلتیا مخالفت کړی دی.

د ټرمپ متحد سټیو بینن په خپل وار په پوډکاسټ خونه کې وویل؛ د ولسمشر وینا شاید هغه څه نه‌وي، چې د MAGA ډېری ملاتړي یې اوریدل غواړي او له ټرمپ یې وغوښتل، چې د دې لپاره “ژور وضاحت” وړاندې کړي، چې ولې د امریکا ښکېلتیا اړینه وه.

له ټرمپ سره تړلي مبصر چارلي کرک په ایکس پاڼه کې ولیکل: “امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ولاړه ده.”

اسرائیل د جون پر دیارلسمه بریدونه پیل کړل او ویې ویل، چې ایران د اټومي وسلو د پراختیا په درشل کې دی.

اسرائیل په پراخه کچه داسې انګیرل کیږي، چې اټومي وسلې لري، چې دا نه تائیدوي او نه یې ردوي.

د ایران دولتي ورځپاڼې نور نیوز د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راپدېخوا په ایران کې لږترلږه ۴۳۰ کسان وژل شوي او ۳۵۰۰ نور ټپیان دي.

په اسرائیلو کې د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اوږدې مودې دښمنانو ترمنځ په بدترین شخړه کې د ایران پر توغندیزو بریدونو ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي دي. د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر پر وینا، له ۴۵۰ څخه ډېر ایراني توغندي د اسرائیلو پر لور توغول شوي دي.

اسراییلي چارواکو ویلي، چې د جګړې له پیل راپدېخوا ۱۲۷۲ کسان ټپیان شوي دي.

سیمه ییز خبرونه

ایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي وه، چې که ایران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي؛ نو کولی شي له هغه سره ټیلیفوني اړیکه ونیسي او ټینګار یې کړی، چې تهران هیڅکله نشي کولی اټومي وسلې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې ایران ویلي وه: امریکا باید د هوکړې پر وړاندې د ایران د بندرونو د محاصرې په ګډون خنډونه لرې کړي.

Published

on

اکسیوس خبري اوب‌پاڼې د یکشنبې پر ورځ د یوه امریکايي چارواکي او دوه باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی: ایران د پاکستانيو منځګړو له لارې امریکا ته یو نوی وړاندیز وړاندې کړی، چې د هرمز تنګی بیا پرانیستل شي؛ جګړه پای ته ورسېږي او اټومي خبرې راتلونکي پړاو ته وځنډول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي وه، چې که ایران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي؛ نو کولی شي له هغه سره ټیلیفوني اړیکه ونیسي او ټینګار یې کړی، چې تهران هیڅکله نشي کولی اټومي وسلې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې ایران ویلي وه: امریکا باید د هوکړې پر وړاندې د ایران د بندرونو د محاصرې په ګډون خنډونه لرې کړي.

د سولې د هڅو د بیا راژوندي کېدا هیلې د شنبې پر ورځ هغه مهال کمزورې شوې، چې ټرمپ اسلام‌آباد ته د خپلو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر سفر لغوه کړ. د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ روسیې ته له سفر مخکې، چې هلته به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني، پاکستان او عمان ته تګ راتګ درلود.

ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي: «که دوی غواړي خبرې وکړي؛ کولی شي مونږ ته راشي یا له مونږ سره ټیلیفوني اړیکې ونیسي. تاسې پوهېږئ، چې ټیلیفون شته. مونږ خوندي او ښې کرښې لرو.»

هغه زیاته کړې: « دوی پوهېږي، چې په هوکړه کې باید څه وي. دا ډېر ساده ده: هغوی نه‌شي کولی اټومي وسلې ولري، پرته له دې د لیدنې لپاره هیڅ دلیل نه‌شته.»

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې

د خبرو د درېدا دې حالت د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او یو ستر نفتي ځواک په داسې تقابل کې ښکېل کړ، چې د انرژۍ بیې یې د وروستیو څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولي، انفلاسیون یې زیات کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې راتلونکی یې تیاره کړی دی.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستان څخه ووت او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر پلان شوی سفر اسلام‌آباد ته لغوه کړ.

د خبرو د درېدا دې حالت د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او یو ستر نفتي ځواک په داسې تقابل کې ښکېل کړ، چې د انرژۍ بیې یې د وروستیو څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولي، انفلاسیون یې زیات کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې راتلونکی یې تیاره کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې تهران به د ګواښ یا محاصرې تر فشار لاندې «تپلې‌خبرې» ونه‌مني.

پزشکیان زیاته کړې؛ امریکا باید لومړی د ایران د بندرونو د محاصرې «عملیاتي خنډونه» لرې کړي، چې مذاکره کوونکي وکولی شي د دې شخړې د حل لپاره زمینه برابره کړي.

عراقچي پاکستان ته خپل سفر «ډېر ګټور» وباله.

د رویټرز د راپور له مخې؛ په اسلام‌آباد کې یوې ایراني ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي، چې تهران به د امریکا «افراطي غوښتنې» ونه‌مني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې خبریالانو ته ویلي، چې هغه له ایران سره د لیدنې لپاره اسلام‌آباد ته د امریکایي استازو سفر لغوه کړی دی.

ټرمپ په ټروت‌پاڼه کې لیکلي: «ما همدا اوس د پاکستان اسلام‌آباد ته د خپلو استازو هغه سفر لغوه کړ، چې ټاکل شوې وه له ایرانیانو سره وویني. سفر ډېر وخت ضایع کوي، کار هم ډېر دی! سربېره پردې د دوی (ایران) په «مشرتابه» کې کورنۍ شخړې او ګډوډي هم شتون لري. هیڅوک؛ حتا په‌خپله ایرانیان هم نه‌پوهیږي، چې مسوول څوک دی. د شونو کارونو ټول کارتونه له مونږ سره دی؛ دوی هیڅ نلري! که دوی غواړي خبرې وکړي، نو باید یوازې اړیکه ونیسي.»

پزشکیان د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې په تهران کې «نه تندلاري شته او نه هم منځلاري» او هېواد د خپل مشر تر شا متحد ولاړ دی.

محمد باقر قالیباف او عباس عراقچي هم په وروستیو ورځو کې همدا پیغام تکرار کړی دی.

دغه راز د بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې خپلو ځواکونو ته یې په لبنان کې د حزب‌الله پر مورچلو د برید امر کړی، چې دا کار درې اوونیز اوربند نور هم له خطر سره مخ کوي.

تهران د هرمز تنګي لار تر ډېره تړلې ده، چې عموماً د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل او ګاز ترې تېرېږي. په داسې حال کې، چې واشنګټن د ایران د تېلو صادرات بند کړي دي.

د سپینې‌ ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ له دې مخکې ویلي وه، چې امریکا د ایران له لوري ځینې پرمختګونه لیدلي او جی ډي ونس پاکستان ته د سفر لپاره چمتو دی. ونس روانه میاشت په اسلام‌آباد کې د ناکامو خبرو د لومړي پړاو مشري کړې ده.

د امریکا او ایران شخړه، چې اوس‌مهال هم اوربند روان دی؛ د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو د هوايي بریدونو سره پیل شوې ده. له برید وروسته ایران پر اسرائیلو، د امریکا پر پوځي اډو او د خلیج پر هېوادونو بریدونه کړي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ

د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.

Published

on

راپورونه ښيي؛ د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند وضعیت اوس هم ناڅرګند دی، خو ایران په دې سیمه کې خپل واک او څار زیات کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، چې هر ډول رښتینی اوربند هغه وخت ممکن دی، چې د ایران پر سمندري سوداګرۍ محدودیتونه لرې شي. هغه سمندري محاصره د احتمالي هوکړو څخه سرغړونه بللې ده.

همدارنګه سپاه پاسداران څرګنده کړی، چې دوه بهرنۍ بېړۍ د مقرراتو د ماتولو او د جواز د نشتوالي له کبله درول شوې دي. دغه راز، امنیتي سرچینو خبر ورکړی، چې پر یوې بلې بېړۍ ډزې شوې دي؛ خو کوم زیان نه‌دی اوښتی.

امریکا دا هڅې «سمندري غلا» بللي او په ځواب کې یې د سمندري محاصرې او د ځینو ایراني بېړیو د نیولو لړۍ روانه ساتلې ده.

دې وضعیت د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې راپارولې او د برنټ اوومو نفتو د هر بېرل بیه یې  تر ۱۰۰ ډالرو لوړه کې ده.

دغه راز د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه بې‌پایلې پاتې دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې کړکېچ دوام کولی شي د نړیوالې انرژۍ د سوداګرۍ دا لار له جدي خطر سره مخ کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!