تازه خبرونه

د ایران ولسمشر له افغانستان څخه د حقآبې پر ترلاسه کولو خپل ټینګار څرګند کړ

د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي‌آبادي په تهران کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: « مونږ او ترکمنستان د هریرود له سیند څخه حقآبه لرو، خو ګاونډ هېواد د سیند په پاسنۍ برخه کې سلما بند جوړ کړی؛ نو اړینه ده، چې د دوستۍ له بند څخه د حقآبې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې وکړو.»

Published

on

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد سیاسي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې له افغانستان څخه د ایران د حقآبې د ترلاسه کولو په برخه کې نور چټک ګامونه هم پورته کړي.

د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي‌آبادي په تهران کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: « مونږ او ترکمنستان د هریرود له سیند څخه حقآبه لرو، خو ګاونډ هېواد د سیند په پاسنۍ برخه کې سلما بند جوړ کړی؛ نو اړینه ده، چې د دوستۍ له بند څخه د حقآبې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې وکړو.»

عباس علي‌آبادي زیاته کړې: « پرون ولسمشر د هېواد سیاسي چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې په دې برخه کې نور هم فعال شي.»

علي‌آبادي ټینګار کړی: سره له دې، چې له افغانستان سره ګڼې خبرې اترې شوې دي؛ خو تېر کال ایران ونشو کولی خپله ټوله حقآبه ترلاسه کړي.

هغه هیله څرګنده کړې، چې سږکال به د ښه اورښت له کبله ایران وتوانېږي خپله حقآبه ترلاسه کړي.

علي‌آبادي د اړوند خبرو اترو د پایلې په اړه یادونه کړې او څرګندوي: « ما دوه ځله د افغانستان لوری ایران ته رابللی او درېیم ځل یې هم رابولم؛ خو که اړتیا وه بل ځل چمتو یوو، چې دې هېواد ته یو پلاوی ولېږو او دا موضوع له نږدې وڅېړو.»

ایراني چارواکو تل افغانستان ته د حقآبې په اړه اندېښنه څرګنده کړې؛ خو اسلامي امارت هم ټینګار کړی: د هلمند سیند د اوبو په اړه له ایران سره شوې هوکړه ته ژمن دی؛ خو وچکالۍ د اوبو کچه راټیټه کړې ده.

Trending

Exit mobile version