تازه خبرونه
د ایران ولسمشر له افغانستان څخه د حقآبې پر ترلاسه کولو خپل ټینګار څرګند کړ
د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليآبادي په تهران کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: « مونږ او ترکمنستان د هریرود له سیند څخه حقآبه لرو، خو ګاونډ هېواد د سیند په پاسنۍ برخه کې سلما بند جوړ کړی؛ نو اړینه ده، چې د دوستۍ له بند څخه د حقآبې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې وکړو.»
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد سیاسي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې له افغانستان څخه د ایران د حقآبې د ترلاسه کولو په برخه کې نور چټک ګامونه هم پورته کړي.
د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليآبادي په تهران کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: « مونږ او ترکمنستان د هریرود له سیند څخه حقآبه لرو، خو ګاونډ هېواد د سیند په پاسنۍ برخه کې سلما بند جوړ کړی؛ نو اړینه ده، چې د دوستۍ له بند څخه د حقآبې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې وکړو.»
عباس عليآبادي زیاته کړې: « پرون ولسمشر د هېواد سیاسي چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې په دې برخه کې نور هم فعال شي.»
عليآبادي ټینګار کړی: سره له دې، چې له افغانستان سره ګڼې خبرې اترې شوې دي؛ خو تېر کال ایران ونشو کولی خپله ټوله حقآبه ترلاسه کړي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې سږکال به د ښه اورښت له کبله ایران وتوانېږي خپله حقآبه ترلاسه کړي.
عليآبادي د اړوند خبرو اترو د پایلې په اړه یادونه کړې او څرګندوي: « ما دوه ځله د افغانستان لوری ایران ته رابللی او درېیم ځل یې هم رابولم؛ خو که اړتیا وه بل ځل چمتو یوو، چې دې هېواد ته یو پلاوی ولېږو او دا موضوع له نږدې وڅېړو.»
ایراني چارواکو تل افغانستان ته د حقآبې په اړه اندېښنه څرګنده کړې؛ خو اسلامي امارت هم ټینګار کړی: د هلمند سیند د اوبو په اړه له ایران سره شوې هوکړه ته ژمن دی؛ خو وچکالۍ د اوبو کچه راټیټه کړې ده.
تازه خبرونه
د ډیورنډ کرښې په اړوند سیمو کې روانو شخړو د خوړو ناورین ته لمن وهلې
آیلایف ویلي، چې د فبرورۍ له شپږویشتمې راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شخړه زیاته شوې، چې په ختیځو، سویل ختیځو او سویلي سیمو کې یې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ بې ځایه کړي دي. نښتو، هوايي او ځمکنیو بریدونو د ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو له ۳۰ څخه زیاتې ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.
د سېشنبې پر ورځ (د کب دولسمه) په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) استازي او مدیر جان آیلاف له ژنیو څخه په زوم کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان د ډیورنډ کرښې په ختیځو، سویلي او لویدیځو اړوند سیمو کې د ناامنۍ زیاتوالی پر زیان منونکو کورنیو فشار راوړي.
آیلایف ویلي، چې د فبرورۍ له شپږویشتمې راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شخړه زیاته شوې، چې په ختیځو، سویل ختیځو او سویلي سیمو کې یې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ بې ځایه کړي دي. نښتو، هوايي او ځمکنیو بریدونو د ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو له ۳۰ څخه زیاتې ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.
د تاوتریخوالي زیاتوالي د WFP بېړني حالت، ټولنیز خوندیتوب، د ښوونځي د خوړو او معیشت د مرستې پروګرامونه لنډمهالي ځنډولي، چې شاوخوا ۱۶۰زره خلک یې د خوړو مرستې ته له لاسرسي څخه بې برخې کړي دي.
آیلاف د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۲۵ کال د اګست د یودېرشمې زلزلې ته پر نغوته(اشاره ) ویلي: «د کونړ او ننګرهار ولایتونو خلک، چې د ۲۰۲۵ کال د اګست یادې زلزلې ځپلي؛ اوس له د ډیورنډ کرښې له نښتو سره مخ دي، چې د دوی خراب وضعیت یې نور هم خراب کړی دی.
په لویدیځو ولایتونو کې د ایران تاوتریخوالی د کډوالو د راستنېدا په شمېر کې د زیاتېدا لامل شوی دی.
آیلاف زیاته کړې، چې د دې خلکو راستنېدل د فقر، بې کارۍ او لوږې سره یوځای، پر کم تمویل شوي بشري سیسټم نور فشار هم راوړ دی.
هغه خبرداری ورکړی، چې له اوسني وضعیت او محدودو سرچینو سره د خوړو نړیوال پروګرام به ونشي کولی، چې بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته کافي مرسته چمتو کړي. د راتلونکو شپږ میاشتو لپاره د دې بنسټ مالي اړتیاوې ۳۱۳ میلیون ډالر اعلان شوي دي.
آیلاف له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پخپلو ژمنو ودریږي او افغانستان په دې بده ورځ کې یوازې خوشې نګړي.
تازه خبرونه
په کابل کې افغان او چینایي استازو د سیمي پر امنیتي او بشري وضعیت خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست د یادونې تر څنګ ټینګار وکړ، چې افغانستان د متقابل احترام، نهمداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت په ځانګړي توګه د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېري په اړه بشپړ بحث تر سره شو.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست د یادونې تر څنګ ټینګار وکړ، چې افغانستان د متقابل احترام، نهمداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.
دغه راز نوموړي څرګنده کړې، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هغه بنسټیز اصل دی، چې درناوی یې د سیمې د ثبات او باور جوړونې لپاره اړین دی او هر ډول اقدام، چې له دې اصل سره په ټکر کې وي؛ نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر عمومي امنیت هم منفي اغېز کوي.
د چین ولسي جمهوریت سفیر د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه د اندېښنې څرګندونو تر څنګ ویلي، چې چین د سیمې ثبات د ټولوهېوادونو په ګټه بولي.
هغه هیله وښوده، چې اختلافات به د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي او ټینګار یې وکړ، چې ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد هڅې کوي؛ خو د سیمې هېوادونه کولی شي د همغږۍ او همکارۍ له لارې دغه ډول منفي اغېزې شنډې کړي.
تازه خبرونه
بریټانیا د افغانستان په ګډون د څلور هېوادونو وګړو ته ویزې وځنډولې
د بریټانوي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دې پرېکړه کې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره د زدهکړو ویزو ځنډول د پام وړ دي او افغانانو ته د کار ویزې هم وځنډول شوې.
د بریټانیا کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په ګډون یې د بېړني حالت له کبله د څلور هېوادونو وګړو ته د ځینو ویزو ورکول ځنډولي دي.
د بریټانوي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دې پرېکړه کې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره د زدهکړو ویزو ځنډول د پام وړ دي او افغانانو ته د کار ویزې هم وځنډول شوې.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وایي، چې یو شمېر خلکو د پناه غوښتنې لپاره د قانوني مهاجرت لارې کارولي دي. هغې دا اقدام “بې ساري” وباله او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد د ویزې له سیسټم باید ناوړه ګټه پورته نشي.
د بریټانیا کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ ز. کال کې د هغو خلکو لهخوا د پناهغوښتنه ثبت شوې، چې له قانوني لارو؛ لکه د زدهکړې ویزو له لارې هېواد ته راننوتي دي. دا محدودیتونه باید په رسمي ډول د کډوالۍ په مقرراتو کې د بدلونونو له لارې پلي شي.
بریټانوي چارواکو دا اعلان هم کړی؛ د نویو پالیسیو له مخې به د کډوالو وضعیت په هرو ۳۰ میاشتو کې یوځل بیا وارزول شي او هغه کسان، چې هېوادونه یې خوندي ګڼل کیږي اړ دي ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
تازه خبرونه4 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
څار5 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
