Connect with us

تازه خبرونه

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس په وسله‌وال برید کې ساه ورکړه

د احسان‌الله کامګار د څرګندونو له مخې، ذبیح‌الله امیري په دې برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خپور شوی

د

د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح‌الله امیري نن سهار د فیض‌آباد ـ بهارک پر لاره د موټرسایکل سپرو وسله‌والو تر برید لاندې راغلی دی.

د احسان‌الله کامګار د څرګندونو له مخې، ذبیح‌الله امیري په دې برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د امیري د ساتونکو له لوري یو بریدګر وژل شوی او امنیتي ځواکونه د دې پېښې د نورو عاملینو د موندلو هڅې کوي.

دغه راز په یوه بله جلا پېښه کې تېره ورځ(دوشنبه د زمري پېنځمه) په نیمروز ولایت کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې یو قومي مشر وژل شوی دی.

د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ګل‌محمد قدرت ویلي، چې ناپېژاندو وسله‌والو د زرنج ښار د شپېته مټره سړک په سیمه کې پر حاجي عبدالخالق نورزي، چې یو قومي مشر و؛ برید کړی دی.

د ګل‌محمد قدرت د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې حاجي عبدالخالق نورزي او د هغه وراره وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، چې تر اوسه د دې برید لامل او انګېزه نه‌ده روښانه شوې. امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، پلټنې یې پیل کړي او د عاملینو د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.

د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ټینګار کړی، چې د څېړنو له بشپړېدا وروسته به نور جزئیات له رسنیو سره شریک شي.

تازه خبرونه

سټیفن ډووټي د افغانستان او پاکستان د چارو وزیر وټاکل شو – بریټانیا

ډووټي، چې د جولای پر یوویشتمه خپله دنده پیل کړې؛ په«ایکس‌پاڼه» کې لیکلي؛ د هغه په کاري مسوولیتونه د افغانستان او پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا، بندیزونه او قونسلي چارې رانغاړي.

Published

on

د بریټانیا بهرنیو چارو وزارت سټیفن ډووټي د دولت وزیر ټاکلی، چې د افغانستان او پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو مسوولیت به لري.

ډووټي، چې د جولای پر یوویشتمه خپله دنده پیل کړې؛ په«ایکس‌پاڼه» کې لیکلي؛ د هغه په کاري مسوولیتونه د افغانستان او پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا، بندیزونه او قونسلي چارې رانغاړي.

هغه زیاته کړې، چې له بهر مېشتو بریټانوي وګړو سره د مرستې څارنه به هم کوي او د خپلې دندې له مخې به د بریټانیا له سیمه‌ییزو حکومتونو، ښاروالانو او شوراګانو سره هم ګډ کار کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بدخشان پېښې د اندېښنې وړ نه‌دي؛ ځینې استخباراتي کړۍ یې لویوي ــ ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد، چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د« حکومت د رسنیو په هېنداره کې» پروګرام د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال زیاته کړې؛ دغه پېښې د اندېښنې وړ نه‌دي، ځکه امنیتي ځواکونه د هر ډول پوځي خوځښت د ځپلو لپاره قوي هوډ لري او خلک هم د نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۶, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په بدخشان ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو مخالفانو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ویلي، چې ځینې استخباراتي کړۍ دغه پېښې له خپلې اړوند کچې لویوي. په داسې حال کې، چې ورته امنیتي پېښې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي.

مجاهد، چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د« حکومت د رسنیو په هېنداره کې» پروګرام د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال زیاته کړې؛ دغه پېښې د اندېښنې وړ نه‌دي، ځکه امنیتي ځواکونه د هر ډول پوځي خوځښت د ځپلو لپاره قوي هوډ لري او خلک هم د نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

د حکومت د رسنیو مرکز دغه پروګرام د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو په ګډون پیل کړی دی.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ د دې پروګرام موخه د همغږۍ پیاوړتیا، د دولتي فعالیتونو انعکاس او د بېلابېلو ادارو د رسنیز پوښښ ارزونه ده.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني ټینګار کړی؛ رسنۍ او حکومت باید په ګډه کار وکړي، چې واقعیتونه خلکو ته سم او کره ورسېږي.

هغه د بدخشان د نښتو په اړه هم ویلي، چې د دغو پېښو په تړاو د خپرېدونکو مطالبو ډېره برخه اوازې دي او له واقعیتونو سره سمون نه‌لري.

دغه راز یو شمېر چارواکو د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په ځلولو کې د رسنیو پر رول ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په اوسني عصر کې رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو تر ټولو مهمه وسیله ده او اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې رسنۍ او خبریالان د حکومتي مسوولانو له لوري معلوماتو ته پر بشپړ او پر وخت لاسرسي ټینګار کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي

انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نه‌ده.

Published

on

 د افغانستان د اماني ځانګړي صندوق (STFA) غړي انورالحق احدي ویلي، چې په سویس کې د افغانستان د ساتل شویو ملي شتمنیو ارزښت د پانګونې له عوایدو وروسته ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.

انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نه‌ده.

نوموړي زیاته کړې، دا شتمني به تر هغې خوندي وساتل شي، چې شرایط برابر او د افغانستان بانک ته ولېږدول شي.

دا غونډه د« د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

احدي ټینګار کړی، چې د صندوق له جوړېدا راپدېخوا له دغو شتمنیو څخه هیڅ لګښت نه‌دی شوی او دا پیسې د افغانانو د ګټې لپاره خوندي ساتل کېږي.

هغه په امریکا کې د کنګل شویو ۳.۵ میلیارډ ډالرو افغان شتمنیو په اړه ویلي، چې تر اوسه دوه امریکایي محکمو د افغانستان پر ګټه پرېکړې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، تمه ده درېیمه او وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د آزادېدا حکم وکړي، چې د افغانانو ملي شتمنۍ خوندي پاتې شي.

په سویس کې جوړ دغه اماني صندوق د افغانستان د بهرنیو ملي شتمنیو د یوې برخې د ساتنې لپاره رامنځته شوی دی. په داسې حال کې، چې په امریکا کې د پاتې نیمو کنګل شویو زېرمو د حقوقي وضعیت د حل لپاره هم هڅې روانې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117