تازه خبرونه

د بريتانيا او قطر بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

Published

on

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جيمز کليورلي او د قطر لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د سې شنبې پر ورځ په دوحه کې وکتل او د افغانستان په ګډون يې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د بریتانیا او قطر ترمنځ د همکاریو په ځانګړي ډول د راتلونکیو ستراتیژیکو خبرو اترو لپاره د چمتووالي، په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو او په ځانګړي توګه د فلسطین او سوریې، د ایران د اتومي هوکړې او د افغانستان پر وضعیت خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوړپوړیو بریتانوي او قطري چارواکو د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

په دې کتنه کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د قطر له بهرنۍ تګلارې، انعطاف او اعتبار ستاینه وکړه.

Trending

Exit mobile version