تازه خبرونه

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې یو سب‌ستیشن د ۱۱۰ کیلووات برښنا پر وړتیا فعال شو

Published

on

برښنا شرکت ويلي، د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ۱۱۰ کیلووات برښنا پر وړتیا یو معیاري سب‌‌ستیشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د برښنا شرکت مسوولینو ويلي، د دغه سب‌ستیشن پر جوړېدو ۸۰۰ زره امریکايي دالر لګښت راغلی او د دې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ به له برښنا برخمنې شي.

د بلخ ولایت چارسمبالی محمد یوسف وفا د دغه سب‌ستیشن د پرانیستې پر مهال د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره د ودانیزو او پراختیایي پلانونو پر پلي کولو هم ټینګار څرګند کړ.

په دې مراسمو کې دا هم ویل شوي، چې د دغه سب‌ستیشن په جوړولو کې کورني انجنیران پر کار ګومارل شوي؛ نو د جوړېدو لګښت هم پرې لږ راغلی دی.

د چمتال ولسوالۍ اوسیدونکي د دغه سب‌ستیشن له جوړېدو هرکلی کوي او د دغه ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو غواړي، چې په دې ولایت کې د ترانسپورتي سړکونو جوړولو ته هم پاملرنه وکړي.

دغه سب‌ستیشن د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ ته په داسې حال کې پرانیستل شو، چې د دغه ولایت په یوشمېر نورو ولسوالیو کې خلک برښنا ته لاسرسی نه‌لري.

Trending

Exit mobile version