تازه خبرونه

د بهرنیو مرستو د همغږۍ لپاره به یوه ګډه کمیته جوړه شي – بهرنیو چارو وزارت

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۴, ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ (د زمري درېیمه ) څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو د اړوند څانګو او بنسټونو ترمنځ به د همغږۍ ډېرولو لپاره یوه کمیته جوړه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تویت کړی، چې د چارشنبې پر ورځ د دغه وزارت په مقر کې د ملګرو ملتونو ټولنې او د افغانستان اسلامي امارت د اړوند بنسټونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان د خلکو لپاره د مرستندویه موسسو له سخاوتمندانه مرستو د مننې تر څنګ ویلي: افغانستان د خپل ځوان، ژمن کاري ځواک او پراخو طبیعي زیرمو له درلودلو سره د پراختیا او پر ځان بسیاینې لپاره ځانګړې وړتیاوې لري؛ خو هېواد د څلور لسیزو جګړو تر اغېز لاندې دی او د یو څه وخت لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري، چې پخپلو پښو ودریږي او د ترلاسه کوونکي پر ځای یو مرستندوی هېواد شي.

په دې کتنه کې د افغانستان د رسمي ادارو استازیو له ملګرو ملتونو ټولنې او خیریه موسسو سره د خپلو همکاریو او همغږۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې له اړوند سکتوري وزارتونو سره په همغږۍ کې د افغانستان د خلکو د لومړیتوبونو په اړه طرحې جوړې او د مرستو د وېش، روڼتیا او د پروژو د تطبیق په اړه پاملرنه رامنځته کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او د یوناما مرستیال رامز الاکبروف وویل: زمونږ موخې یو شان دي او هغه د افغانستان پر ځان بسیاینه ده.

هغه زیاته کړې؛ دوی هڅه کوي، چې د مرستو د وېش لړۍ خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

په دې کتنه کې د مرستندویه بنسټونو استازیو هم د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه خبرې وکړې.

په پای کې هوکړه وشوه، چې د لا زیاتې همغږۍ لپاره به د افغانستان اسلامي امارت د اړوند څانګو او د ملګرو ملتونو ټولنې د اړوند ارګانونو ترمنځ د همغږۍ یوه کمیته جوړه شي.

Trending

Exit mobile version