تازه خبرونه

د بودجې کموالی په افغانستان کې بشري مرستې ګواښي- اوچا

اوچا د سې‌شنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د می تر پایه بشري مرستندویه بنسټونو د افغانستان د ۲۰۲۶ز.کال د بشري غبرګون د طرحې لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا ۱۶ سلنه ترلاسه کړې ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر(اوچا) خبرداری ورکړی، چې د بودجې کموالی په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو بهیر له ګواښ سره مخ کوي.

اوچا د سې‌شنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د می تر پایه بشري مرستندویه بنسټونو د افغانستان د ۲۰۲۶ز.کال د بشري غبرګون د طرحې لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا ۱۶ سلنه ترلاسه کړې ده.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې، مرسته‌کوونکو هېوادونو او بنسټونو تر اوسه د روان کال په اوږدو کې د ټول افغانستان لپاره د بشري فعالیتونو د اړتیا وړ له ۱.۷۱ میلیارډ ډالرو څخه نږدې ۲۶۹ میلیون ډالر برابر کړي دي.

د ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر خبرداری ورکړی، که بېړنۍ زیاته بودجه برابره نه‌شي؛ ښايي میلیونونه زیانمن افغانان له اړینو مرستو بې‌برخې پاتې شي.

افغانستان اوس هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه یو تجربه کوي او میلیونونه خلک د پرله‌پسې اقتصادي ستونزو، اقلیمي ننګونو او پراخې بې‌وزلۍ سره مخ پاتې دي او پر بهرنیو مرستو تکیه لري.

Trending

Exit mobile version