Connect with us

تازه خبرونه

د تاوتریخوالي پر ځای خبرې اترې غوره لار ده – توماس ویست

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ترکیې په استانبول ښار کې له سیاستوالو او د مدني ټولنې له غړیو سره په خپله وروستۍ ناسته کې د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه پر خبرو اترو خپل سیمه ییز سفر پای ته ورساوه.

توماس ویسټ ويلي، چې له سیاستوالو او د مدني ټولنې له غړیو سره یې د افغانستان د ستونزو او د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه خبرې کړې دي.

د توماس ویست د څرګندونو له مخې؛ ټول بحثونه پدې را ټول ول، چې د ستونزې د حل لپاره سوله‌ییزې لارې چارې لټول مهم دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د غونډې کډونوالو د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو د ځنډولو په اړه د اسلامي امارت د پرېکړو له کبله اندېښنې څرګندې کړې.

د توماس ویست د څرګندونو له مخې؛ د خبرو بله مهمه موضوع دا وه، چې د افغانستان د ستونزو اواري ته باید سوله‌ییز حل وموندل شي.

هغه د افغانستان له خلکو سره د امریکا پر پایېدونکې ژمنتیا، د بشري ناورین د مخنیوي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو ترمنځ د خبرو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست وایي: ما په استانبول کې له افغان مشرانو او افغان مدني ټولنو سره خبرې وکړې؛ له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ستونزو او تعامل په اړه خبرې وشوې، مونږ باید له افغانانو سره پر مشوره خپله تګلاره ثابته کړو. زه د طالبانو له پرېکړو اندېښمن یم. په ځانګړې توګه هغه پرېکړې، چې پر بنسټ یې د زده‌کړو په برخه کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي. بله مسله دا ده، چې سوله‌ییزه لار شته؛ خبرې اترې د حل لاره ده، نه تاوتریخوالي.

د راپورونو پر بنسټ؛ توماس ویست په ترکیه کې له افغان سیاسي شخصیتونو سره، چې صلاح الدین رباني، محمد کریم خلیلي او باتور دوستم هم په کې ول، ډېرې ناستې کړې دي.

اسلامي امارت وايي؛ په افغانستان کې مخالفې ډلې نشته، یو پیاوړی حکومت جوړ شوی او د شخصیتونو د راستنولو لپاره یې د اړیکو کمیسیون هم جوړ کړی دی.

توماس ویست د روانې میاشتې پر یوولسمه نېټه قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې ته خپل سفر پیل کړ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلان پر اساس نن پای ته رېدلی دی.

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

Published

on

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر نوې پالیسۍ د نیوکې تر څنګ ټینګار کړی، چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي باید د “یو کس د وحشتناک جرم” له کبله د قانوني کډوالۍ له حقونو بې برخې نشي.

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د جمعې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: “د یو کس کړنو، چې د وحشتناک جرم په ترسره کولو تورن دی تر دې دمه د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو قانوني بهیر ګډوډ کړ. “افغانان په کور او متحده ایالاتو کې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. مونږ نشو کولی، چې د یو کس د جرم له کبله ټولو افغانانو او د نورو هېوادونو مهاجرینو ته شا واړوو.”

دې بنسټ زیاته کړې: د ټولو هغو افغانانو د پر نښه کولو پر ځای، چې په قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي یا د سفر کولو نیت لري؛ غوره شوي مشران باید وارزوي، چې آیا د دې پېښې مخنیوی کېدی شو او که نه.

د بوش بنسټ دا ټینګار هم کړی؛ امریکا باید د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې “په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پر کار کولو یې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی “ځکه، نو دا اشخاص “باید د یو کس د جرم بار پر غاړه وانخلي.”

د دې دریځ په ځواب کې مایک ډیوس، چې ټرمپ ته نږدې کس او د حقوقي چارو او قضایي ګومارنو په اړه د هغه لوړ پوړی سلاکار دی؛ د جورج ډبلیو بوش د خبرو په اړه ویلي: پخوانی ولسمشر باید له ښکاره نیوکو ډډه وکړي او ډګر اوسني ولسمشر ته پریږدي.

دغه راز د ټرمپ ادارې د کورني امنیت سلاکار او د سپینې ماڼۍ مرستیال سټیفن میلر د دغو څرګندونو په اړه هم غږ پورته کړی او وایي: “لکه څنګه، چې امریکایان د کریسمس لپاره چمتووالی نیسي؛ د جورج ډبلیو بوش بنسټ د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه د بې محدوده مهاجرت د بېړنۍ اړتیا په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې، چې ځینې دا کډوال ممکن مونږ ته زیان ورسوي.”

دا لفظي شخړه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د امریکا د مهاجرت پالیسي یو ځل بیا په دې هېواد کې یوه توده او جنجالي سیاسي مسله ګرځېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!