Connect with us

تازه خبرونه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د ۱۸۶ بستونو لپاره برښنایي ازموینه واخیستل شوه

خپور شوی

د

نن يکشنبه (د وږي ١٩ ) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د ١٨٦ خالي بستونو لپاره برښنايي ازموينه واخيسته.

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې د مسوولينو د څرګندونو له مخې، په دې رياست کې له ٢٠زره کسانو څخه ١٨١٨ د اړوند شرایطو له مخې د ازموینې وړ وپېژندل شول او هغه کسان، چې جګې نمرې ترلاسه کړي؛ د دې ادارېې په ١٨٦ خالي بستونو کې وګومارل شي.

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو چارسمبالي غلام حيدر شهامت ويلي، چې په دې اداره کې ٣٩٢ نور بستونه هم اعلانېږي.

هغه زیاته کړه: اصلي هدف روڼتیا، عدالت او تخصص دی.

د چارو د عمومي ریاست مسوولینو ويلي، چې اوس‌مهال ټولې دولتي ادارې د متخصصینو او مسلکي کسانو د جذبولو غوښتونکي دي او د دې لپاره، چې متخصصین او مسلکي کسان دې څانګو ته لار ومومي؛ ازموینه پر الکترونیکي بڼه اخیستل کیږي.

د چارو ادارې د عمومي ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال سیف الدین تایب ویلي: د هرې ادارې رهبري لیواله ده، چې د ازادې سیالۍ له لارې خپلو مسلکي او تخنیکي بستونو ته کسان وګماري او کار د کار اهل ته وسپاري او عدالت خوندي شي. کله، چې کار د اهل ته وسپارل شي؛ اداره پرمختګ کوي او ورسره نظام هم غوړیږي.

د ازموينې يو تن ګډونوال محمد نظري، چې له څو کلونو راپدیخوا له بېکارۍ کړېږي؛ وايي، چې د لوړو زده‌کړو له پاى ته رسولو وروسته يې تر اوسه دنده نه‌ده پيدا کړې او غواړي په دولتي ادارو کې متخصص او مسلکي کارکوونکي وګمارل شي.

هغه وایي: په تېر یو کال کې مې کومه دنده نه‌ده تر لاسه کړی؛ مونږ د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه کوو، چې ځوانانو ته د غوره خدمت زمینه برابره کړي، ازموینې واخلي، چې هر ځوان وکولی شي په خپل مسلک کې خپله دنده ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت د تشو بستونو لپاره هم دې ادارې ازموینه اخیستې ده.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!