تازه خبرونه
د ترکیې سفیر د سوداګرۍ چارسمبالي ته د ایکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه
ټاکل شوې، چې د ایکو غونډه د روان کال د جون په پای کې د ترکیې پر کوربتوب ترسره شي.
په کابل کې د ترکیې سفیر د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ته بلنه ورکړه، چې د اقتصادي همکاریو ټولنې (ایکو) په غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان اسلامي امارت پر استازولۍ وینا وکړي.
ټاکل شوې، چې د ایکو غونډه د روان کال د جون په پای کې د ترکیې پر کوربتوب ترسره شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د سوداګرۍ وزرارت چاریمبالي نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د نورالدین عزیزي د بلنې تر څنګ دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په ګډون په ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د سیمهییز نندارتون جوړولو، په کابل او استانبول کې د سوداګریزو مرکزونو جوړولو او په دواړو هېوادونو کې د سوداګریزو خونو د جوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
